Govt elected thru fraud unacceptable: Noor

مزارشريف (پژواک ٢٠ وږى ٩٣): د بلخ والي عطا محمد نور وايي چې نه يواځې پر درغليو راغلى حکومت نه مني، بلکې زياتوي چې د دغه ډول حکومت پښې او لاسونه به ور مات کړو.

عطا محمد نور دغه څرګندونې د وږي په ۲۰مه د بلخ ولايت په مقام کې د شهيد اونۍ او د احمدشاه مسعود د مړينې د تلين د نمانځنې په اړه جوړې شوې غونډې ته وکړې.

په دې غونډه کې د دغه ولايت د بېلابېلو قومونو مشرانو، ځوانانو، مېرمنو، امنيتي او دولتي لوړپوړو چارواکو برخه اخيستې وه.

په ياده غونډه کې د بلخ والي عطامحمد نور د خپلو اوږدو خبرو په ترڅ کې د اصلاحات او همپالنې ټيم د ولسمشريزو ټاکنو بريالۍ ډله وګڼله او د ټاکنو کمېسيون، حکومت او مقابل لوری يې پر پراخو درغليو تورن کړل.

نوموړي د ټاکنو د دويم پړاو پايلې نه منونکې وبللې او راتلونکى حکومت يې له تقلبه وتونکی حکومت وباله چې پر وړاندې يې د خپل حق د اخيستو په موخه د شنو او نارنجي حرکتونو د پيلولو يادونه وکړه.

د هغه په وينا، نړيواله ټولنه که په رښتيا هم د افغانستان له قانون څخه ملاتړ کوي، نه يواځې دا چې د کمېسيون تقلبي پايلې بايد ونه منل شي، بلکې په تقلب کې ښکېلې خواوې بايد محاکمې ته راکش شي.

نور وويل چې د ټوپک وخت تېر شوی خو د مدني حرکتونو وخت همدا دی چې دوی به ترې کار اخلي.

نوموړي زياته کړه، چې لومړی به شين حرکت وي چې خلک به سړکونو او کوڅو ته راوځي او د خپل حق غوښتنه به کوي که چېرې په شين حرکت ونه شوه نو بيا به نارنجي حرکت وي.

عطا محمد نور د نارنجي حرکت په اړه وويل: ((نارنجي حرکت هم سړکونو ته د خلکو د موج او پوځ راوتل دي خو که بيا مو هم غږ وانه ورېدل شو نو بيا به د دولتي تاسيساتو اشغال وي، تر هغې چې له تقلب څخه د وتلي حکومت پايې ماتې کړي.))

همداراز زياته يې کړه: ((موږ نه يوازې چې پر تقلب راغلی حکومت نه منو، بلکې د خپل ملت له وږو به يې دومره لرې وار کړو، چې پښې او لاسونه يې مات شي.))

نوموړي ناستو خلکو ته په لوړ غږ زياته کړه: ((حق ورکول کېږي نه، اخيستل کېږي، ښه جرئت، ښه انسجام او ګړندي ګامونو ته اړتيا لري؛ که پښې مو لړزې پسې واخيستې، که مادياتو ته مو تر معنوياتو لومړيتوب ورکړ؛ نو حق نه شي اخيستل کېداى.))

د بلخ والي د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: ((که نن مسعود ژوندی وای نو هغه کسان چې له نوم سره يې د مسعود پسوند دی، کله کولی شول چې حقيرانه او توهينونکي تصميمونه ونيسي.))

نوموړي د چا نوم په ډاګه نه کړ خو زياته يې کړه، دغه ډول کسانو نه شو کولی چې د يوې مړۍ ډوډۍ په خاطر د هر کس ناکس پښو ته وغورځېږي.

هغه تېرې دورې ته په اشارې سره وويل چې که د نړيوالو مرستې د افغانانو په لاس کارول شوې وای، د رښتينو افغانانو په لاس د هغو په لاس نه چې پراشوتي راغورځېدلي دي، د ملت په کيسه کې نه دي او نن د هېواد د مشرۍ دعوه کوي.

نوموړي زياته کړه، دوی نه غوښتل چې د ټاکنو تش په نوم له خپلواک کمېسيون سره د لومړي دور له پايلو وروسته، چې ګټلې يې وې، دويم پړاو ته لاړ شي، له غلو سره په يوه ملي پروسه کې وړاندې لاړ شي؛ خو نړيوالو دوستانو يې پرې ډېر ټينګار وکړ او هيله يې وکړه چې دويم پړاو ته لاړ شي.

هغه د انګلستان، المان، ناټو او ملګرو ملتونو د لوړپوړو چارواکو يادونه وکړه، چې له دوی څخه يې په دويم پړاو ټاکنو کې د برخې اخيستو هيله وکړه.

خو عطا محمد نور وويل چې د ټاکنو په دويم پړاو کې ډېره پراخه او شرمېدلې غلا وشوه.

نوموړي په ټاکنو د شوو درغليو په تړاو د معتبرو اسنادو د لرلو يادونه وکړه چې له عادي خلکو واخله، د کمېسيون تر لوړو پوړو چارواکو او ان د ولسمشر تر مرستياله پورې غږيز اسناد او تر زرګونو د رايو پاڼو د درغلۍ اسناد لري.

هغه له دويم پړاو ټاکنو وروسته د دويم ځل تفتيش پروسه هم له درغليو ډکه وبلله.

د بلخ والي د ټاکنو کمېسيون د رايو، د ملت، او ملي پانګې غل وباله او د بيا باور کولو وړ يې ونه باله او همداراز د ټاکنو کمېسيون مشر ته يې د بې کفايت رييس خطاب وکړ.

نوموړي د ټاکنو په روانه پروسه کې د ولسمشر حامد کرزي يادونه هم وکړه چې ناکاره تصميمونه يې ونيول.

عطامحمد نور وويل: ((سربېره پر دې چې ولسمشر حامد کرزي ته احترام لرم، خو وروستي تصميمونه يې له يو افغان، ديموکرات، تحصيل يافته او باتقوا انسان سره نه ښايي.))

هغه ولسمشر ته په اشاره وويل: ((کله چې قومي انتقال ته په ولسواکي او ديموکراسۍ باندې لومړيتوب ورکوي؛ نور نو موږ څه هيله ولرو چې دا هېواد کوم لوري ته روان دی.))

د بلخ والي عطا محمد نور خپلې اوږدې خبرې په لاندې جملو پای ته ورسولې: ((په افغانستان کې کندهاری-پنجشېری عبدالله نه شي کولی چې ولسمشر شي؛ خو په پاکستان کې سياسي واک تل له پنجابيانو سره وي، ايوب خان پښتون ولسمشري کولی شي، زرداري بلوڅ ولسمشري کولی شي، په فرانسه کې يهود، چې خورا اقليت دي، حکومت کولی شي، په هندوستان کې مسلمان ابوکلام ولسمشر کېدی شي، په امريکا کې تورپوستي اقليت- اوباما ولسمشر کېدی شي؛ خو په افغانستان کې يو پښتون مسلمان، چې مور يې تاجکه حکومت نه شي کولی، دا ځکه چې په دغه هېواد کې قومي ملاحظات شتون لري.))

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.