Female PC runner survives gun attack

 
مرازشريف (پژواک  ٣  وږى  ٩٣): د  بلخ  ولايتي شورا ته نومانده فرنګيز سوګند وايي چې له يوه وسله وال بريد څخه روغه وتلې ده.
سوګند د وږي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته د بلخ ښار اړوند سيمه کې پرې ناپېژانده موټرسايکل سپرو ډزې وکړې خو چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.
هغه وايي، چې د کورنۍ له غړو سره په موټر کې کور ته پر لاره وه، چې ډزې پرې وشوې.
سوګند د دغه ولايت له ښځينه  فعالانو شمېرل کېږي  چې د ولايتي شورا په اوسنيو ټاکنو کې د لومړنيو پايلو پر بنسټ بريالۍ اعلان شوې ده.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند سمونوال شېرجان دراني پژواک ته وويل، چې په غيرې رسمي ډول له دې پېښې خبر شوي خو پوليسو لا تر اوسه رسمي جزئيات نه دي ترلاسه کړي.
هغه وايي، چې پوليسو په دې تړاو څېړنې پيل کړې دي.
دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې نن د غزني د ولايتي شورا يو نوماند ″ډاکټر غني بهادري″ د ناپېژانده موټرسايکل سپرو په بريد کې ووژل شو.
د دغو پېښو مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.