IEC finds no rigging evidence in Khost

 
خوست ښار ( پژواک، ٤ چنګاښ ٩٣ ) : د خوست د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، چې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو د لس سلنه رايو د بيا شمېرنې په پايله کې ثابته شوه، چې په دې ولايت کې د ټاکنو په پروسه کې درغلي نه ده شوې.
د ياد کمېسيون رييس خانزاده افغاني د چنګاښ په ٤مه، په يوه خبري غونډه کې خبريالانو ته وويل، چې د ټاکنو د مرکزي دفتر په لارښوونه يې د خوست ولايت د رايې اچونې د اتو بېلابېلو محلونو رايې له سره وشمېرلې.
نوموړي زياته کړه، چې په بيا شمېرل شويو رايو کې يواځې شل رايې، چې د ډاکټر اشرف غني په ګټه کارېدلې وې، د محلونو مامورينو ضايع اعلان کړې وې، خو اوس يې بېرته د دغه کانديد رايو ته ورجمع کړې.
خانزاده وويل، چې دولسمشرۍ د دويم پړاو تر ټاکنو وروسته له دوی سره ۵۷ بېلابېل شکايتونه، چې دوی په درېيو برخو وېشلي، د دواړو کانديدانو د کمپاينرانو له لوري ثبت شوي وو.
نوموړي زياته کړه، چې ۳۷ شکايتونه د ډاکټر اشرف غني پرخلاف وو، درې شکايتونه د ډاکټر عبدالله عبدالله پر کمپاينرانو او پاتې نور پر امنيتي ځواکونو شوي وو.
د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کمېسيون رييس وويل، چې له دوی سره ټول ثبت شوي شکايتونه پر اسنادو او شواهدو بنا نه دي، نو له همدې امله په خوست کې د ټاکنو په ترسره شوې پروسې هيڅ ډول اغېز نشي کولای.
د ټاکنيز شکايتونو په دغه غونډه کې د ډاکټر اشرف غني پر ناظرينو سربېره، د فيفا ناظرينو او د مدني ټولنو ځينو غړو ګډون کړی و، خو د ډاکټر عبدالله عبدالله کوم ناظر نه و راغلی.
د ياد کمېسيون د دارالانشا رييس فيض الله غمخور خبريالانو ته وويل، چې د ډاکټر عبدالله ناظرينو ته يې هم بلنه ورکړې وه، خو په ځواب کې يې ورته ويلي، چې دوى د ټاکنو له دواړو کمېسيونونو سره کومې اړيکې نه لري.
د ولسمشرۍ رياست د دويم پړاو ټاکنو کانديد ډاکټر عبدالله ويلي وو، چې د ځينو نورو ولايتونو په ګډون په خوست کې د رايه ورکوونکو له اصلي شمېر څخه زياته رايه کارېدلې او پراخه درغلي په کې شوې ده.
په همدې حال کې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر احمديوسف نورستاني د ډاکټرعبدالله د خبرو په ځواب کې خبريالانو ته ويلي، چې په خوست کې ۵۰۰ زره کسانو د رايې اچونې کارتونه اخيستي.
نورستاني زياته کړې، چې له ياد شمېر څخه څه باندې څلور سوه زره کسانو په خوست کې د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې برخه اخيستې ده.
د دې ولايت خلکو هم تېره اوونۍ د ولسمشرۍ رياست کانديد ډاکټرعبدالله يادې څرګندونې د بېلابېلو غونډو او خبري کنفرانسونو په ترڅ کې وغندلې او دا يې د قومونو ترمنځ تعصب پاروونکې وبللې.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.