Warlords, officials interfering in ballot process: IEC

 
مزارشريف ( پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٣ ) : د بلخ د ټاکنو کمېسيون وايي، چې په دې ولايت کې سيمه ييز قوماندانان او امنيتي مسوولين د ټاکنو په پروسه کې لاسوهنه کوي.
دوی وايي، چې په کشندې ولسوالۍ کې يې د پخوانيو سيمه ييزو قوماندانانو له خوا يې کارمندان وهل ټکول شوي او د زارع ولسوالۍ امنيه قوماندان د ټاکنيزو مرکزونو د کارکونکو د ګومارلو په پروسه کې د لاسوهنې هڅه کړې ده.
په دې ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسون مشر عزت ارمان د غبرګولي په ۲۰مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د دغه ولايت په کشندې ولسوالۍ کې د عبدالرحيم او علاوالدين په نامه دوو سيمه ييزو پخوانيو قوماندانانو د ټاکنو د کمېسيون دوه کارکوونکي وهلي  دي.
نوموړي زياته کړه، چې تېره ورځ په دغه ولسوالۍ کې د ټاکنو کمېسون د سيمه ييزو ناظمينو له خوا د رايې اچونې د مرکزونو د کارکوونکو لپاره د ښوونيز پروګرام د جوړېدو په درشل کې و، چې يادو قوماندانانو يې مخه نيولې ده.
د هغه په وينا، نوموړو قوماندانانو د ټاکنو کمېسيون سيمه ييز ناظمين ګواښلي وو، چې بايد د رايې اچونې د مرکزونو کارکوونکي د دوی په خوښه ونيول شي.
ارمان وايي ، کله چې ناظمينو د قانون خبره کړې وه، نو يادو قوماندانانو د دوی سيمه ييز کارکوونکي وهلي وو.
همداراز ارمان وويل، چې په ځينو سيمو کې سيمه ييز امنيتي مسوولين هم په ټاکنو کې د لاسوهنې هڅه کوي.
نوموړي زياته کړه، چې د زارع ولسوالۍ امنيه قوماندان هم په دغه ولسوالۍ کې د ټاکنو کمېسيون سيمه ييز ناظمين ګواښلي، چې بايد د رايې اچونې د مرکزونو کارکوونکی د دوی په خوښه ونيول شي.
د هغه په وينا، د دغې ولسوالۍ امنيه قوماندان د ټاکنو کمېسيون ناظيمنو ته ګواښ کړی، که چېرې د دوی له خوا ورمعرفي شوي کسان د رايې اچونې په مرکزونو کې ونه ګوماري، نو امنيت به يې ونه نيسي.
خو د بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې که د ټاکنو کمېسيون د دغو پېښو او لاسوهنو اسناد دوی ته وړاندې کړي، نو له دغو خلکو سره به قانوني چلند وکړي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالرزاق قادري پژواک اژانس ته وويل، چې دوی به هېچا ته اجازه ورنه کړی، چې د ټاکنو په روانه پروسه کې د لاسوهنې هڅه وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې نن په همدې موخه په امنيه قوماندانۍ کې د ټولو ولسواليو له امنيتي مسوولينو سره ګډه ناسته وشوه، نه يواځې دا چې د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه ونه کړي، بلکې په پوره توګه يې بايد امنيت ونيسي.
د هغه په وينا ، که چېرې دوی ته د اسنادو پر بنسټ د کوم امنيتي مسوول د لاسوهنې په اړه شکايت وشي؛ نو قانوني چلند به ورسره وکړي.
د بلخ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر عزت الله ارمان وويل، چې د ټاکنو کمېسون په چارو کې هېڅ زورواکي او هېڅ دولتي او امنيتي مسوولين د لاسوهنې حق نه لري.
نوموړي زياته کړه، چې تر دې دمه دوی د داسې اړخونو تر اغېز لاندې نه دي راغلي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.