Runoff: Salangi satisfied with security in north

 
مزارشريف (پژواک ١٧ غبرګولى ٩٣): د شمال زون امنيتي چارواکو د دويم پړاو ټاکنو د ښې ترسره کېدو لپاره پر خپلو امنيتي پلانونو سلا مشورې پيل کړې دي.
 د دغو نهه ولايتونو امنيتي چارواکي به په دې تړاو امنيتي غونډه کې د خپلو سيمو د امنيت راپورونه وړاندې کوي، بحث به پرې کوي او د سيمې د خوندي ساتلو پلان به جوړوي.
د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان بريد جنرال زلمي ويسا د غبرګولي په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ټاکنو د ډاډمن امنيت په موخه د شمال زون د نهو ولايتونو د امنيتي تدابيرو د همغږيتوب په موخه يې غونډه جوړه کړې ده.
د هغه په وينا، د بدخشان په يمګان سيمه، د کندوز په دشت ارچي، د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ، د فارياب په پښتون کوټ، قيصار او المار ولسواليو او د بادغيس په غورماچ ولسوالۍ کې عمليات روان دي، چې تر دې دمه يې ښې پايلې لرلې دي.
ويسا وويل، چې په يادو عملياتو کې تر سلو ډېر د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي او په همدې شمېر ټپيان شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې لا هم ستونزې شته، خو د حل کولو لپاره يې هم جدي هڅې روانې دي.
د هغه په وينا، دوی په ټول شمال زون کې له داسې کوم جدي ګواښ سره نه دي مخ، چې له امله يې د غبرګولي په ۲۴مه د ټاکنو امنيت ته زيان ورسېږي.
د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال مل پاسوال محمدايوب سالنګي، چې په ياده غونډه کې يې برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل، چې د ټاکنو په موخه د شمال زون د امنيت د ارزونې به موخه يې د دغه زون دولتي او امنيتي چارواکي ورغوښتي دي.
نوموړي زياته کړه، يقين لري چې د غبرګولي په ۲۴مه به هم افغانان د وري د ۱۶مې په څېر په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.
د هغه په وينا، د دوی دنده ده، چې خپلو خلکو ته په ټاکنو کې د برخې اخيستو لپاره زمينه برابره کړي او ډاډ ورکړي، چې په ارامه فضا کې به ټاکنې ترسره کېږي.
سالنګي د شمال زون له امنيتي حالت څخه ډاډ څرګند کړ او ويې ويل، چې د ټاکنو د لومړي پړاو په څېر به دويم پړاو هم په امنيت کې ترسره شي.
نوموړي زياته کړه، چې د هېواد په سوېل او لوېدځ زونونو کې د دوی ترسره کړې غونډې په ډاګه کوي، چې د امنيت په برخه کې کومه ځانګړې ستونزه نشته.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.