ديني علما: د سولې پروسه کې رښتينې مرسته نه ده شوې

 
مزارشريف(پژواک،١١غبرګولى٩٣):يو شمېر ديني عالمان وايي، چې ځينې ګاونډي او غربي هېوادونه د سولې پروسه کې خپلې ګټې لټوي، چې له امله يې دغه پروسه تر دې دمه ناکامه ده.
ديني علماوو دا څرګندونې په مزارشريف ښار کې داخندزاده سيف الرحمن مشهور په"پيرارچي"په څلورم تلين کې وکړې، چې د بېلا بېلو ولايتونو ديني عالمانو په کې برخه اخيستې وه.
د يادې غونډې په څنډه کې په ولسي جرګه کې د بلخ استازي او د دغه ولايت د يني عالم مولوي عبدالرحمان رحماني پژواک ته وويل، چې لا هم په افغانستان کې د سولې په موخه روانو هڅو هېڅ پايله نه ده ورکړې.
نوموړي زياته کړه، چې سوله د ژوند لپاره تر ټولو ارزښتناکه مسله ده؛ خو د افغانستان په څېر هېوادونو لپاره له دې هم لوړ ارزښت لري.
د هغه په وينا، ګاونډي او غربي هېوادونه خپلې ګټې د افغانستان له ګټو خورا لوړې ګڼي او دغه مسله يې د سولې په پروسه کې ګډه کړې ده.
د غونډې بل ګډونوال مولوي محمد شفيق وويل، تر هغه چې د سولې د هڅو افغاني اړخ پياوړي نه شي، نو د افغانستان ګټې به يې متن نه ، بلکې حاشيه وي.
نوموړي وويل، چې که افغان دولت په لومړي سر کې د وسله والو مخالفينو کورني او بهرني اړخونه بېل کړي ، نو ممکن د سولې لپاره هم ښه طرحه جوړه او عملي کړای شي.
همداراز په ياده غونډه کې ځينو ديني عالمانو ټاکنې د افغانستان د ژغورنې يواځنۍ لاره وبلله.
مولوي حيات الدين وويل، چې د افغانستان د ژغورنې لپاره په اوسنيو حالاتو کې له ټاکنو پرته بله کومه لاره نشته .
هغه وويل، خلک بايد په ټاکنو کې برخه واخلي  او خپل ولسمشر وټاکي .

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.