د غزني د ولايتي شورا يو شمېر کانديدان د درغليو ادعا کوي

 
غزني ښار(پژواک د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۳):د  غزني د ولايتي شورا د پايلو له لومړني لېست څخه ويستل شوي يو شمېر کانديدان وايي، چې په پايلو کې درغلۍ شوې دي.د ولايتي شورا دغه کانديدان ، چې د احتجاج په ډول د غبرګولي په لومړۍ نېـټه، د غزني د ټاکنو او شکاياتو کمېسيونونو  ته ورغلي وو تور پورې کړ، چې د رايو د شمېر پر مهال  د پاکو او ناپاکو رايو توپېر نه دى شوى.
په لومړنيو پايلو کې له لېست څخه ويستل شوي کانديد حميدالله دانش د ټاکنو کمېسيون  غړو ته په خطاب کې وويل، په ټاکنو کې د درغليو تر څنګ په کمېسيون کې هم درغلي شوې او رايې يې ورکې دي.
هغه زياته کړه : (( دغزني دټاکنوکمېسيون د پايلو پاڼې بدلې کړې دي او نورې نوې پاڼې يې د ټاکنو مرکزي دفتر ته لېږي.))
دانش وايي، کومې رايې، چې په محلونو کې شمېرل شوي او کومې رايې، چې د ټاکنو په کمېسيون کې شمېرل شوي،  ډير توپيرلري.
د نادر خان ګيروال په نامه يوه بل کانديد پژواک ته وويل، چې په قصدي ډول ددوى ګڼ شمير رايې نادرکه شوې دي.
هغه زياته کړه، چې د ټاکنو په ورځ په يو شمېر سيمو کې صندوقونه  ډک شوي  او تور يې پورې  کړى، چې په کمېسيون کې هم درغلۍ شوې دي.
ده زياته کړه :(( په لومړيو شمېرنو کې زه بريالى وم، خو چې کله په کمېسيون کې رايې بيا وشمېرل شوې، نو زما سلګونه رايې ورکې او زه يې ناکام اعلان کړم.))
دغزني يوبل بې نتيجې شوى کانديد ناصري وايي، چې دغزني دټاکنوپه کمېسيون کې سپينې رايې بيخې ورکې دي او دټاکنو کمېسيون  دې ته نه حاضريږي، چې دسپينوپاڼوپه اړه معلومات ورکړي.
ناصري وايي،چې دنتيجو پاڼې له سره د ټاکنو په کمېسيون کې ډکې شوي  او وروسته مرکزته استول شوې دي.
په غزني کې دټاکنو دشکاياتو کمېسيون مسوول احمدشا وحدت وايي، چې دوى ته تراوسه د ولايتې شورا د کانديدانو له لوري پنځوس شکايتونه وړاندې شوي دي.
هغه پژواک اژانس وويل ، چې يو شمېر شکايتونه ثبوت لري، خو ډېرى يې نه لري او له کانديدانو يې وغوښتل، چې ثبوتونه وړاندې کړي.
نوموړي د درغليو او صندوقونو د ډکولو په اړه د کانديدانو د تورونو او ادعاوو په اړه وويل، چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي او حق به حقدار ته ورسيږي.
د غزني د ټاکنو خپلواک کمېسيون عملياتي مرستيال نورالله پژواک ته وويل، چې د کانديدانو سپينې رايې نه دي ورکې شوې .
هغه په دې اړه له نورو خبرو کولو ډډه وکړه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.