Noor comes hard on electoral bodies

 
مزارشريف (پژواک ١٦ غويى ٩٣): د بلخ والي عطامحمد نور وايي، ټاکنې ترسره شوې، خو په پايلو کې لاسوهنه وشوه.
نوموړي دغه څرګندونې د غويي په ١٦مه په مزارشريف کې د ولايت مقام په هغې غونډه کې وکړې، چې د دغه ولايت د ولايتي شورا له خوا د شمال زون د امنيتي مسوولينو د ستاينې په موخه جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د بېلابېلو امنيتي او دولتي چارواکو تر څنګ د دغه ولايت قومي مشرانو او مطرح کسانو برخه اخيستې وه.
په ياده غونډه کې د بلخ والي عطامحمد نور د خپلو خبرو په ترڅ کې له امنيتي ځواکونو مننه وکړه او د ستاينې وړ يې وبلل، چې د ټاکنو په ورځ يې په پوره توګه امنيت ټينګ کړى و.
نوموړي همداراز وويل چې تېره ديارلس کلنه دوره سربېره پر دې چې له ځينو اسانتياوو يې په پوره توګه ګټه نه ده اخيستل شوې خو بيا هم بريالۍ وه.
د هغه په وينا، بايد له ولسمشر حامد کرزي مننه وشي، چې په تېرو ديارلس کلنو کې يې تش افغانستان ته ډېر څه وکړل.
خو د بلخ والي د ټاکنو له پايلو نارضايتي وښوده او د بلخ ولايت د ټاکنو په اړه شوې شکايتونه يې دروغ او په لاس جوړ شوي وبلل.
نوموړي زياته کړه: ((زه نه وايم چې د شکاياتو او د ټاکنو کمېسيونونه له يو سره خدای مه کړه، خراب کاره دي؛ خو دا وايم چې د دوی تر منځ داسې کسان شته، چې جاهلانه او خاينانه حرکت يې وکړ، جانبدارانه حرکت يې وکړ.))
د هغه په وينا، په هغه شوق چې خلک د ټاکنو تر صندوقونو تللي وو، چې خپل ولسمشر وټاکي، له بده مرغه، چې د خلکو په ارمانونو او غوښتونو کې لاسوهنه وشوه.
نور، د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون د خراب کار په اړه، هرات ولايت د بېلګې په توګه ياد کړ، چې په دوه ساعتونو کې يې د خلکو ۱۰۰زره رايې باطلې کړې.
نوموړي زياته کړه: ((په دوو ورځو کې څنګه دغه رايې حساب کړای شوې، د شکايتونو لس ورځې تېرې شوې وې، دا نور وخت يې له کوم ځايه کړ. دا ښاغلي اول تصميم نيسي او بيا وخت تمديدوي، چې خپل پلان يې ښه عملي کړی وي.))
د هغه په وينا، دغه ډول جنايت په ټول افغانستان کې زيات وشو.
د بلخ والي د همدغه ولايت په اړه وويل، چې پرته له دوو ځايونو نور په ټول ولايت کې د رايو پاڼو له کمښت پرته نور هېڅ ډول ستونزه نه وه.
نوموړي زياته کړه، چې له بلخ ولايت څخه ساختګي شکايتونه شوي دي.
د هغه په وينا، بلخ هغه ولايت و چې زرګونه خلکو ته په کې د رايو پاڼې ونه رسېدې نو تقلب ته په کې څه اړتيا وه، چې تقلب دې په کې وشي.
والي وويل: ((ځيني شکايتونه يې له مرکز څخه ماته رسېدلي، چې په کې ويل شوي، د بلخ والي فلاني ځای ته ولاړ مرکز يې وتاړه او په خپلو باډيګارډانو يې صندوقونه ډک کړل، د خدای لپاره داسې نو څوک کوي؟))
نور د ټاکنو او د شکايتونو کمېسيونونو ته په اشارې وويل، چې دوی بايد دروغ ونه وايي او خپله اداره په خپله تر پوښتنې لاندې را نه ولي.
نوموړي د ټاکنو پر کمېسيونونو تور پورې کړ، چې له مرکزه يې د بلخ د ځينو صندوقونو په بار بار شمېرلو امر کړی، ان چې ځيني صندوقونه پنځه ځلې هم شمېرل شوي دي.
هغه وويل: ((دا هر څه يوه توطيه ده، ګوري چې د ډاکټر عبدالله صندوق چېرې دی، چې يو ځل يې خلاص کړي، په دويم ځل يې خلاص کړي، په درېيم ځل يې خلاص کړي.))
خو نوموړي زياته کړه، د يو والي په توګه يې خلکو ته ويلي، چې ټاکنې اوږده او ملي پروسه ده بايد حوصله وکړي.
نور همداراز وويل: ((د خلکو له رايو سره لوبې کول، له زمري سره لوبې کول دي، له اژدهار سره لوبې کول دي، د خلکو له راتلونکي سره لوبې کول دي، دا هر څه بې پوښتنې نه پاتې کېږي، له دې ځايه تر کابله دې زما خبرې واوري، چې دا هر څه بې پوښتنې نه پاتې کېږي.))
نوموړي تمه څرګنده کړه، چې د دغه وطن وياړونه، نظم او عزت وساتل شي او روانه پروسه دې د وطن په ګټه پای ته ورسېږي.
د بلخ والي د خپلو خبرو په پای کې وويل: ((په هغو خلکو دې لعنت وي، چې د تقلب او د غلا شوو رايو له لارې په کاذبو څېرو ميدان ته راوځي او دورغ وايي، چې د خلکو رايه ورسره ده. په هغه کس دې هم لعنت وي، چې ويې بايلي او بيا وايي، چې ناکامي نه قبلوي؛ خو هغه څه چې د خلکو حق دی، زموږ حق دې بايد ملاتړ يې وشي.))
د بلخ امنيه قوماندان پاسوال عبدالرحمن رحيمي د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، څومره چې يې مسووليت درلود، هغه ډول يې نه دی ترسره کړی.
نوموړي د ټاکنو روانې پروسې ته په اشارې زياته کړه: ((ما خپله لا هم قناعت نه دی کړی، خو دا چې ولايتي شورا زموږ د ستاينې په اړه غونډه نيولې نو له دې وروسته به مننه وکړو، چې کوم کمښتونه لرو، بايد پوره يې کړو.))
د بلخ والي په داسې حال کې پر ټاکنيزو کمېسيونونو تور پور کړ، چې د شکايتونو کمېسيون نن په علني غونډه کې په ډاګه کړه، چې په بلخ کې د رايو جعلي پاڼې کارول شوې دي.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياند نادر محسني نن په کابل کې د نور څرګندونې رد کړې او ويې ويل چې تر اوسه وروستۍ پرېکړه شوې، بيا څه ډول پر دوى تورونه پورې کېږي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشاء رييس ضياء الحق امرخېل وويل چې دوى خپل بې پرېتوب ساتلى او ډاډ يې ورکړ، چې له دې وروسته به هم دغه کار ته ادامه ورکوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.