50 Balkh polling sites face recount

 
مزارشريف (پژواک ٢٦ ورى ٩٣): په بلخ کې د ټاکنو کمېسيون د مرکزي دفتر په امر د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون د ۵۰ محلونو د رايو بيا ځلې شمېرنه روانه ده.
د بلخ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر عزت الله ارمان د وري په ۲۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوی د ټاکنو کمېسيون د مرکزي دفتر په امر د دغه ولايت د ۲۹ مرکزونو د ۵۰ محلونو د رايو بيا شمېرنه پيل کړې ده.
نوموړي زياته کړه، چې دغه مرکزونه د ولايت په مرکز او ټولو ولسواليو پورې اړوند دي؛ خو ډېری يې د مزارشريف ښار، زارع، چاربولک او چمتال ولسواليو دي.
د هغه په وينا، د بلخ د ټاکنو لومړني نتايج مرکز ته استول شوي وو، چې د هغو له کتنې وروسته ورته د يادو محلونو د رايو د بيا شمېرنې امر وشو.
هغه وويل، چې دغه محلونه د درغليو تر شک لاندې نه دي، بلکې ګومان شوی چې ممکن په شمېرلو کې به سهوه شوې وي.
ارمان وويل، ځيني صندوقونه داسې هم وي، چې رايې پاڼې په کې کمې وي، خو په پايلو کې رايې ډېرې رسول شوې دي، په ځينو کې ډېری سپينې پاڼې پاتې وي او په نتايجو کې پوره رايې رسول شوې وي.
نوموړي زياته کړه، چې د همداسې کړنو د مخنيوي په موخه دوی د مرکزي دفتر په امر د يادو محلونو بيا شمېرنه پيل کړه.
د هغه په وينا، ښايي ياده شمېرنه تر دوو ورځو پورې اوږده شي.
د بلخ ولايت اوسېدونکي هم د ټاکنو کمېسيون له ورته کړنو خوښ دي او وايي، دوی بايد هڅه وکړي، چې د ولس د پاکو رايو پر بنسټ د ټاکنو پايلې اعلان کړي.
د مزارشريف ښار اوسېدونکي محمدنعيم پژواک اژانس ته وويل، چې ولس دغه ځل په ډېره مېړانه او پوره هيله مندۍ په ټاکنو کې برخه واخيسته.
نوموړي زياته کړه، چې د ټاکنو کمېسيون بايد د خلکو هيله مندي په نظر کې ونيسي او تر هېڅ ډول فشار لاندې رانه شي.
د هغه په وينا، په بلخ ولايت کې د ټاکنو کمېسيون له خوا د ۵۰ محلونو د رايو له بيا شمېرنې جوتېږي، چې تر دې دمه د ټاکنو کمېسيون د خپلواکۍ هڅه کړې ده.
د يادونې ده، له تېرې ورځې د بلخ ولايت د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون له خوا د قرنطين شوو صندوقونو د رايو بيا کتنه او شمېرنه پيل شوې ده.
د يادونې ده، د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د روان لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شول.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.