اروزګان کې اووه تنه د ټاکنيزو درغليو او سرغړونو په تور نغدي جريمه شول

 
ترينکوټ (پژواک، ٢٤ ورى ٩٣): د اروزګان د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون په ټاکنو کې د درغليو او سرغړونو په تور د ولايتي شورا د يوه کانديد په ګډون اووه کسان نغدي جريمه کړل.
بل خوا تورن کسان وايي، دوی بې ګناه دي او په خبره يې چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ورسره ظلم کوي.
د دې ولايت د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د تحليل او بررسۍ مدير نجم الدين لودين د وري په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په اروزګان کې د ټاکنو په ورځ ټول ۲۱ شکايتونه ثبت شوي، چې اته يې د ولسمشرۍ د کانديدانو، ۷ يې د ولايتي شوراګانو د کانديدانو او پاتې ۶ شکايتونه خپله د ټاکنو کمېسيون له کارکوونکو څخه شوي دي.
د ده په وينا، دغه شکايتونه ډېرى د تخلف او تقلب په برخه کې شوي دي.
د دې ولايت د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر عبدالجبار ساپي، د کمېسيون له دوو غړو سره نن په ترينکوټ ښار کې د يوې علني محکمې په ترڅ کې ٧ تنه نغدي جريمه کړل.
په دې کسانو کې يې دوه تنه چې يوه يې د ولايتي شورا کانديده وه، محکمې ته حاضر شوي وو او پنځه تنه نور نه وو حاضر شوي.
د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون غړي محمد حنيف حبيبي وويل، د ولايتي شورا له کانديدې سره د ټاکنو په ورځ د رايو ٤٣ کارتونه نيول شوي وو، چې په سل زره افغانيو او يو بل تن، چې ورسره ٢٣ کارتونه نيول شوي وو، په دولس زره افغانيو نغدي جريمې محکوم شول.
دغه کمېسيون پنځه تنه نور د دوه ځلې رايې د کارونې په تور، په غياب کې هر يو په ۱۲۰۰۰، ۱۲۰۰۰ افغانۍ نقدي جريمې محکوم کړل.
د کمېسيون په وينا، محکوم شوي کسان کولى شي په ٧٢ ساعتونو کې مرکزي کمېسيون ته مراجعه وکړي.
خو د ولايتي شورا کانديده انيسه وايي، له نوموړې سره نيول شوې د رايې ورکولو کارتونه يې د څارونکو وو او دې غوښتل دغه کارتونه خپلو ناظرينو ته د رايو ورکولو په موخه ورکړي.
د هغې په وينا، غواړي د ټاکنو مرکزي کمېسيون ته مراجعه او له ځانه دفاع وکړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.