Votes cast at all Balkh polling centres

 
مزارشريف ( پژواک، ١٧ ورى ٩٣ ) : د بلخ د ټاکنو خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې د تېرو ټاکنو په پرتله دوه برابره خلکو په ټاکنو کې برخه واخيسته، چې ۴۵ سلنه يې ښځينه وې.
د دغه ولايت د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر عزت الله ارمان د وري په ۱۷مه، پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د بلخ ولايت د رايې ورکولو په ټولو ۳۱۹مرکزونو کې ټاکنې تر سره شوې.
نوموړي زياته کړه، چې که څه هم له ټاکنو وړاندې په دغه ولايت کې ۶ مرکزونه تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې ښودل شوي وو، خو بيا هم په ټولو مرکزونو کې ټاکنې ښې تر سره شوې.
د هغه په وينا، د دغه ولايت په يوه نيمه ساحه کې يوڅه وسله وال خنډونه رامنځ ته شول؛ خو ډېر ژر يې مخه ونيول شوه.
ارمان وويل، چې د مزارشريف ښار په افغانيه ښارګوټي او د چهاربولک ولسوالۍ په ځينو مرکزونو کې له يو څه مزاحت پرته په ټول ولايت کې ټاکنې په امن کې تر سره شوې.
نوموړي زياته کړه، همدا لامل و، چې په دې ټاکنو کې د بلخ ولايت د اوسېدونکو ګډون خورا غوښن وو.
د هغه په وينا، په تېرو ټاکنو کې په بلخ کې ۳۵۰ زره کسانو په ټاکنو کې برخه اخيستې وه؛ خو په دې ټاکنو کې دغه شمېر دوه برابره زيات شوى وو.
ارمان وويل: ((د بلخ په ټولو مرکزونو کې مو د رايو ۶۳۵زره پاڼې وېشلې وې، چې لومړني تر لاسه شوي معلومات دا راښيئ، چې ۶۲۰زره کسانو خپلې رايې کارولې دي.))
نوموړي زياته کړه، چې په دغه شمېر کې له ۴۱ څخه تر ۴۵ سلنې پورې ښځې دي.
د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ د جرکلا کلي اوسېدونکي احمد جاويد پژواک اژانس ته وويل،   په تېرو ټاکنو کې د دوی په سيمه کې، چې د ټاکنو مرکز هم پکې و، هېچا په ټاکنو کې برخه وانخيسته.
نوموړي زياته کړه: ((په تېرو ټاکنو کې زموږ د سيمې د ټاکنو د رايو ورکولو مرکز وتړل شو، وسله والو بريد وکړ، جګړه ونښته، د ټاکنو ځينې کارکوونکي ټپيان او ووژل شول او درې کارکوونکي يې له ځانه سره ژوندي بوتلل.))
خو هغه وويل، چې په دې ټاکنو کې د دوی په سيمه کې هېڅ ستونزه نه وه، محلي پوليسو ښه امنيت نيولی و او نږدې ټولو خلکو په ټاکنو کې برخه واخيسته.
ارمان وايي ، چې په بلخ ولايت کې د رايو شمېرنه پای ته رسېدلې، ځينې شکايتونه هم ثبت شوي او له مرکزونو څخه د کمېسيون مرکزي ګودام ته د رايو د صندوقونو د لېږد لړۍ هم پيل شوې ده.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري په ١٦مه، د سهار په اووه بجو په ټول هېواد کې پيل او د مازيګر په پنځو بجو پاى ته رسېدلو سره سم د رايو د شمېرنې پروسه پيل شوې ده.
د ټولټاکنو خپلواک کمېسيون د رايو ورکولو پروسې په پاى کې اعلان وکړ، چې د اټکل له مخې، په ټول هېواد کې شاوخوا اووه ميليونه کسانو خپلې رايې کارولې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.