BSA impasse: US faces political, technical problems

 
مزارشريف (پژواک١٣کب ٩٢): په افغانستان کې د امريکا سفير وايي، چې  د کابل – واشنګټن تر منځ د امنيتي سند د لاسليک د ځنډ له امله پيدا شويو بې باوريو، امريکا له يو لړ سياسي او تخنيکي ستونزو سره مخ کړې ده.
دغه څرګندونې په افغانستان کې د امريکا سفير جېمز بي کانينګهام( James B Conningham ) بلخ ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بلخ والي او د مدني ټولنو له يو شمېر فعالانو سره له کتنې وروسته خبريالانو ته  وکړې.
ده د پژواک خبري اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې که د افغانستان اوسنی حکومت له امريکا سره امنيتي سند لاسليک نه کړي؛ نو ګومان نه کوي، چې د افغانستان او امريکا تر منځ اړيکو کې دې کوم بدلون راشي.
د هغه په وينا ، د داوړو هېوادونو تر منځ امنیتي سند باندې د افغانستان لويې جرګې هوکړه کړې ده.
خو جېمز وويل، چې د امنيتي سند د لاسلېک کېدو د ځنډ له امله په سيمه او افغانانو کې ځینې بې باورۍ پيدا شوې دي، چې د همدې بې باوريو له امله امريکا له ځينو سياسي او تخنيکي ستونزو سره مخ شوې ده.
ده زیاته کړه، دوی هڅه کوي، چې دغه ستونزې حل کړي.
د هغه په وينا، د دوی اړيکې کله ، کله له ولسمشر حامد کرزي سره خړې پړې شوې دي؛ خو امنيتي سند د دواړو هېوادونو د ګډ کار پايله ده.
په افغانستان کې د امريکا سفير وويل، چې سربېره پر دې چې لویې جرګې په تړون هوکړه کړې، خو کرزي ويلي، چې نه يې لاسليکوي.
هغه وايي،  دوی اړ دی، چې له افغانستان سره د امنيتي تړون د نه لرلو په حالت کې بل پلان ولري، ځکه چې دوی له افغانستان سره د اوږدو اړيکو غوښتونکي دي.
د امريکا سفير وويل،چې که  امريکا له افغانستان سره امنيتي تړون ونه لري، نو له ٢٠١٤ کال وروسته به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د پاتې کېدو جواز ونه لري او له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو په وتو سره به ناټو هم خپل ځواکونه له دې هېواد څخه وباسي.
همداراز هغه وويل ،چې په دې صورت کې به دوی په افغانستان کې پراختيايي چارې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره خورا اړينې دي، تر سره نه شي کړای .
دا په داسې حال کې ده ، چې ولسمشريزو ټاکنو ته شاوخوا يوه مياشت پاتې ده او د ولسمشرۍ ډيرى کانديدانونو له امريکا سره د افغانستان امنيتي تړون د هېواد په ګټه بللى دى .
د امريکا سفير ،روان کال د افغانستان لپاره د امنيتي سند د لاسليک او د ولسمشريزو ټاکنو له امله خورا مهم وګاڼه.
ده  زیاته کړه، چې امريکا په افغانستان کې د رڼو او معتبرو ټاکنو ملاتړ کوي او راتلونکې ټاکنې د دغه هېواد لپاره تاريخي فرصت ګڼي.
 
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.