Sherzai slams Kandahar security organs

 
کندهار (پژواک ٥ کب ٩٢): د ولسمشرۍ نوماند محمد شفيق ګل اغا شېرزي په کندهار ولايت کې پر امنيتي ارګانونو تور ولګاوه، چې ګواکې د هغه د امنيت ساتلو په موخه يې هېڅ اقدام نه دى کړى.
 شېرزي دغه څرګندونې نن مازيګر په خپل کور کې په يوه خبري غونډه کې وکړې.
 هغه وويل، چې د خپل کمپاين په لړ کې يې باميانو، ډايکندي او يو شمېر نورو ولايتونو ته سفرونه کړي، چې بېلابېلو امنيتي ارګانونو يې د امنيت ساتلو چارې ښې سمبال کړې وې.
 خو هغه نيوکه وکړه، چې د کندهار امنيتي ارګانونو يې د امنيت ساتلو لپاره هېڅ اقدام نه دى کړى.
 دده وويل: ((زه څو ورځې مخکې باميان ته تللى وم، ډايکندي ته تللى وم، هلته زما ډېر ښه امنيت نيول شوى و؛ خو کندهار چې زما خپل کور او ټاټوبى دى، دلته امنيتي ارګانونو زما هېڅ امنيت نه و نيولى.))
 هغه له ولسمشر او پارلمان څخه وغوښتل، چې د ملي دفاع وزارت او د ملي امنيت رياست مسوولين بايد استيضاح شي، ځکه د امنيت خونديتوب يې قانوني حق دى.
 خو هغه ګواښ وکړ، که بيا هم ورسره داسې چلند وشي او امنيت ساتلو ته يې پام و نه شي، نو احتجاج به وکړي.
 ګل اغا شېرزي دغه راز په دغه خبري غونډه کې هغه ګنګوسې هم رد کړې، چې ګواکې د کوم کانديد په ګټه تېرېږي.
 هغه ځينې رسنۍ په توپيريز چلند تورنې کړې او ويې ويل، چې د کمپاين خبرونه يې نه خپروي.
 د کندهار د امني قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي وايي، د کورنيو چارو وزارت په امر يې د ولسمشرۍ د نوماند ګل اغا شېرزي لپاره پوره امنيتي تدابير نيولي دي.
 هغه زياته کړه، که کوم کانديد د خپل امنيت لپاره پوليسو ته اړتيا لري، نو کولاى شي له هغوى سره په اړيکه کې شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.