د بلخ ولايتي شورا کانديدان له لېسته د ايستل کېدو وضاحت غواړي

 
مزارشريف (پژواک ٤ لړم ٩٢): د بلخ د ولايتي شورا حذف شوي نوماندان وايي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون سيمه ييز دفتر ورته له لېسته د لرې کېدو قانع کوونکي دليلونه نه دي وړاندې کړي.
د بلخ ولايتي شورا ته ۱۲۹کسانو ځانونه کانديد کړي، چې ۶ يې لومړني خپاره شوي لېست ته لار پيدا نه کړه.
خو له لومړني لېست څخه ځيني حذف شوي کانديدان وايي، لا هم ورته د ټاکنو خپلواک کمېسيون سيمه ييز دفتر د حذف کېدو قانع کوونکي دليلونه نه دي وړاندې کړي.
 د ولايتي شورا له لېست څخه حذف شوي کانديد حاجي نورالله باختري پژواک خبري اژانس ته وويل، له لومړني لېست څخه د ځان په حذف کېدو حيران دی.
نوموړي زياته کړه، د کانديدۍ ټول شرطونه يې پوره کړي او خپل ټول اسناد يې پوره کړي وو.
د هغه په وينا، د حذف کېدو په اړه يې د ټاکنو خپلواک کمېسيون څخه د لامل پوښتنه هم وکړه؛ خو قانع کوونکي ځواب يې ونه موند.
باختري وويل، د شکايتونو فورمه يې ډکه کړې، کمېسيون ته يې سپارلې په دې هيله دى، چې په وروستني لېست کې به يې بېرته نوم شامل شي.
همداراز ډاکټر دوست محمد جاهد چې د ولايتي شورا کانديدانو له لومړني لېست څخه يې نوم حذف شوی پژواک ته وويل، په دې نه پوهېږي، چې ولې د ده نوم په لېست کې نشته.
 ډاکټر جاهد وويل: ((په دولتي روغتون کې مې دنده لرله او د کانديدو سره سم مې رسماً له دندې استعفا وکړه او رسمي پاڼه مې له خپلو نورو اسنادو سره کمېسيون ته سپارلې ده.))
جاهد هم د شکايتونو فورمه ډکه کړې او له کمېسيون څخه د قانع کوونکي دليل غوښتنه کوي.
په بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دفتر مسوولين وايي، دوی د ټولو کانديدانو اسناد مرکزي کمېسيون ته استولي او هغوی د ټاکنو د قانون له مخې کړنې ترسره کړې دي.
په بلخ کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دفتر مشر عزت الله ارمان پژواک ته وويل، ولايتي شورا ته ۱۲۹ کسانو ځانونه نومولي وو، چې ۶ يې له لومړني لېست څخه حذف شوي دي.
نوموړي زياته کړه، په نوماندانو کې ۱۷ مېرمنې دي، چې ټولې په لومړني لېست کې شاملې دي.
د هغه په وينا، د بلخ ولايتي شورا له لومړني لېسته په وتلو کانديدانو کې اسدالله احمدزی، اميرالله اميني، ډاکټر دوست محمد جاهد، اميد ناصري، سيد حسين حسيني او حاجي نورالله باختري شامل دي.
ارمان وويل، له لومړني لېست څخه حذف شوي کانديدان، د اسنادو کمښت، د تحصيلي اسنادو نيمګړتيا، د ټاکنو د کارتونو کمښت او له دولتي پوستونو څخه د نه استعفا له امله لرې کړای شوي دي.
نوموړي زياته کړه، دوی هر حذف شوي کانديد ته سپارښتنه کړې، چې د شکايتونو فورمې ډکې کړي، چې په رسمي توګه يې شکايتونه وڅېړل شي.
د هغه په وينا، د بلخ د ولايتي شورا له لومړني ليست څخه شپږ واړو حذف شويو کانديدانو د شکايتونو فورمې دوی ته سپارلې دي.
 د ټاکنو کمېسيون مشر وويل، د لړم تر ۲۵مې ڼېټې پورې به د کانديدانو وروستنی ليست هم خپور شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.