"د ټاکنو پرمهال دې د بلخ د پښتني سيمو امنيت ټينګ شي"

 
مزارشريف (پژواک ٣ تله ۹۲): د بلخ پښتانه د دغه ولايت له دولتي چارواکو څخه غوښتنه کوي، چې په راتلونکو ټاکنو کې بايد د دوى سيمې د تېرو ټاکنو له برخليک سره مخ نه شي.
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د تلې په ۳مه، سلګونو پښتنو، چې شمېر يې نږدې اووه سوه تنو ته رسېد، د راتلونکو ټاکنو د احتمالي ستونزو د حل په موخه سره غونډه وکړه.
دغه غونډه چې د حاجي محمد اختر ابراهيم خېل په دېره کې جوړه شوې وه، د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف په ګډون د چاربولک، چمتال، بلخ، دهدادي، دولت اباد، شولګر او خلم ولسواليو د سلګونو قومونو استازو په کې ونډه اخيستې وه.
د يادې غونډې يوه تنظيموونکي او د بلخ پوهنتون استاد پوهندوی غلام فاروق خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادې غونډې ته د ټول ولايت د پښتنو قومي استازي رابلل شوي، چې د راتلونکو ټاکنو د احتمالي ستونزو د حل په موخه سره يوې پايلې ته ورسېږي.
نوموړي زياته کړه، چې په تېرو ټاکنو کې له بلخ ولايت څخه ولايتي شورا او ولسي جرګې ته يو يو وکيل لاره پيدا کړې وه، چې د بلخ مېشتو پښتنو د نفوس په کچه خورا کم شمېر دی.
د هغه په وينا، دوی په نننۍ غونډه کې په هغو ټولو روا لارو فکر کوي، چې له مخې د خپل قوم د رايې کارونې لپاره زمينه برابره شي او نوماندان بريالي کړي.
د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشر حاجي محمد قيوم د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې په تېرو ټاکنو کې د پښتنو سيمې ناامنه وساتل شوې، چې رايه يې ونه کارول شي.
نوموړي زياته کړه، که څه هم په دغه برخه کې ځينې سياسي ستونزې هم وې، خو ډېره پړه پر پښتنو ده، چې وډار شول او رايه يې ونه کاروله.
د هغه په وينا، دوی هڅه کوي، چې په راتلونکو ټاکنو کې له دغه ډول برخليک سره مخ نه شي او له امنيتي چارواکو څخه غوښتنه لري، چې مرسته يې وکړي.
د چاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشر عطامحمد وويل، دوی د راتلونکو ټاکنو لپاره پوره چمتووالی لري او له امنيتي چارواکو هيله کوي، چې مرسته ورسره وکړي.
نوموړي زياته کړه، که چېرې په راتلونکو ټاکنو کې امنيتي چارواکي خپله دنده په ښه توګه ترسره نه کړي، نو لرې نه ده، چې د دوی رايې ونه کارول شي او يا ښه پايله ونه لري.
د غونډې په پای کې د پښتنو قومي مشران د حاجي محمداختر ابرهيم خېل په مشرۍ د يوې شورا په جوړېدو سره سلا شول، چې د نورو سياسي او ټولنيزو چارو ترڅنګ د راتلونکو ټاکنو د احتمالي ستونزو د حل په موخه به فعاليت کوي.
خو د بلخ ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د راتلونکو ټاکنو د امنيت د ټينګښت لپاره په پوره توګه چمتو دي او تر دې دمه له کوم لوړ ګواښ سره هم مخ نه دي.
د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمنوال عبدالرزاق قادري پژواک اژانس ته وويل، چې دوی په ټول ولايت کې د ټاکنو د امنيت د ټينګښت لپاره خپلې هلې ځلې پيل کړې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د راتلونکو ټاکنو لپاره له ۳۱۹ مرکزونو څخه يواځې په ۱۱ مرکزونو کې په منځنۍ کچه له احتمالي ګواښونو سره مخ دي.
د هغه په خبره، تېر کال دوی د منځنۍ کچې ګواښونو تر څنګ له لوړې کچې ګواښونو سره هم مخ وو.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.