شاهراه کنر- نورستان هنوزهم مسدود است

 
جلال اباد (پژواک ٢٤ وږى ٩٢): د نورستان ولايتي چارواکي وايي، چې لا هم د کونړ-نورستان لويه لاره د خلکو پر مخ تړلې ده.
تېره اونۍ د نورستان ولايتي شورا ويلي وو، چې د نورستان او کونړ تر منځ لاره چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د عامو وګړو پر مخ تړل شوې وه، بېرته خلاصه شوه.
د نورستان د ولايتي شورا رييس عنايت الله مذهبيار له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې ويلي وو، چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې هغو ډريورانو چې د کونړ او نورستان پر لاره يې اکمالات کول، په شريکه پرېکون کړى و، چې نور به پر ياده لار سپرلي او خوراکي توکي نه وړي.
د نورستان د والي وياند ظاهر بهاند د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولايتي شورا يو شمېر وکيلانو او ځينو نورو چارواکو رسنيو ته ويلي چې د کونړ-نورستان لاره خلاصه شوې خو دا يواځې اوازې دي.
هغه زياته کړه، چې تر اوسه پورې لا لاره په مکمل ډول نه ده خلاصه شوې او هېڅوک نه شي کولى چې نورستان ته د کونړ له لارې ولاړ شي.
نوموړي وويل: ((د کونړ امنيه قوماندان هم تېره ورځ رسنيو ته ويلي وو چې لاره خلاصه ده او همداراز د نورستان د ولايتي شورا وکيلانو هم، مګر لاره په مکمل ډول بنده ده.))
دى وايي، هڅې روانې دي او هغه ستونزه چې له ډريورانو سره راپورته شوې وه، هغه يو څه حل شوې ده.
د بهاند په خبره، لا هم د يادې لارې د خلاصون لپاره عمليات دوام لري.
په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي پژواک اژانس ته وويل، چې د کونړ-نورستان د لارې د خلاصون په موخه د دوى عمليات دوام لري او تر دې مهاله ډېر بريالي روان دي.
نوموړى وايي، چې د سيمو له تصفيې وروسته پوستې ځاى پر ځاى کوي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال ارکانحرب عبدالحبيب سيدخېل وايي، چې نورستان ته په لاره د دغه ولايت د چپې درې په مربوطاتو کې عمليات روان دي او ډېرې سيمې له وسله والو پاکې شوې دي.
هغه زياته کړه، ځواکونه سيمې ته رسېدلي او ډېر ژر به يادې ټولې له مخالفينو پاکې شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.