MoI orders arrest of serial killer

 
کابل ، ترينکوټ ( پژواک ٢٨ زمرى ٩٢ ) : د کورنيو چارو وزارت په اروزګان ولايت کې د حکيم شجاعي په نامه د يوه غير مسوول وسلوال تن د نيولو امر کړى دى.
د کورنيو چارو وزارت لخوا د زمري په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د کورنيو چارو وزارت ملي پوليسو ته دنده سپارلې، چې حکيم شجاعي ونيسي.
سرچينې زياته کړې چې حکيم شجاعي هېڅ  امنيتي ارګان پورې مربوط نه دى او له ملي پوليسو يې غوښتي چې هغه د قانون منګولو ته وسپاري.
د کورنيو چارو وزارت ويلي چې حکيم شجاعي د غزني ولايت اصلي اوسېدونکى دى ، خو له يوې مودې راهيسې له يو شمېر غير مسوول وسلوالو سره د اروزګان ولايت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې مېشت دى او د خلکو په ځورولو يې لاس پورې کړى دى.
د کورنيو چارو وزارت وروسته له شجاعي د نيولو امر وکړ، چې تېره ورځ پژواک خبري اژانس د هغه لخوا په خاص اروزګان ولايت کې د خلکو د ځورولو، شکنجه کولو او وژلو په اړه يو تفصيلي راپور او د زيانمن شويو خلکو انځورونه خپاره کړل.
د اروزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل وايي چې دوى د کورنيو چارو وزارت لخوا د شجاعي د نيول کېدو امر ترلاسه کړى دى.
خو هغه پژواک اژانس ته وويل چې شجاعي په اروزګان ولايت کې نشته، ځکه دوى يې نه شي نيولى.
دى وايي : (( موږ به خپله هڅه وکړو، که چېرې مو په دې ولايت کې پيدا کړ، نو وبه يې نيسو، خو هغه دلته نه وي.))
د عايل په وينا، څو مياشتې مخکې هم دوى د کورنيو چارو وزارت دا ډول امر ترلاسه کړى و، خو هغه دلته نه و، ځکه يې ونه نيولو.
د يادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم د کورنيو چارو وزارت او په ځانګړې توګه وزير مجتبى پتنګ د شجاعي د نيولو ژمنې کړې وې، خو تر اوسه په دې برخه کې هېڅ عملي اقدام ونه شو.
تر دې مخکې ويل کېده،  چې شجاعي د سمييزو پوليسو په ليکو کې دنده لري، او دايساف لخوا يې ملاتړ کېږي.
خو دافغانستان د سيمه ييزو پوليسو لوى قوماندان جنرال عليشاه احمدزي دا خبره رد کړه ، چې ګوندې شجاعي د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې دنده لري.
هغه پرون پژواک اژانس ته وويل : (( شجاعي يو ظالم ، قاتل او جنايتکار دى، ما يو ځل نيولى و او د کورنيو چارو وزارت جنايي  رياست ته مې وسپاره، خو نه پوهېږم، چې ولې بېرته خوشې شو.))

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.