3 dead in Farah suicide attack

 
دويم تعقيب: فراه (پژواک ٢٦ زمرى ٩٢): د فراه د بالابلوک ولسوالۍ په ځانمرګي بريد کې د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان په ګډون درې تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندي پژواک خبري اژانس ته وويل، نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې يوه تن، چې غوښتل يې د جمعيت اسلامي ګوند پر يو پخواني جهادي قوماندان (ضابط جليل) بريد وکړي، موخې تر رسېدو مخکې ځان ته چاودنه ورکړه.
دى وايي، چې جليل په ياده سيمه کې د "شهيد عبدالستار بختور" په نوم خصوصي روغتون لري او د بريد پر مهال په همدغه روغتون کې و.
د ژوندي په وينا، ځانمرګي بريدکوونکي غوښتل، چې روغتون ته ننوځي خو له دې امله چې د جليل د ساتونکو له خوا وپېژندل شو، ځان يې د روغتون په دروازه کې والوځاوه.
هغه وايي، چې په دغه بريد کې د دې ولسوالۍ د "بهزک" کلي د سيمه ييزو پوليسو قوماندان محمد عوض او د جليل دوه ساتونکي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
ده وويل، چې جليل دا مهال کومه دولتي دنده نه لري، خو زوى يې (فريد) امنيتي کمپنۍ لري، چې د بهرنيو ځواکونو د اکمالاتي کاروانونو ساتنه کوي.
د سيمې يو هټۍ وال شرف الدين هم وايي، چې په دې پېښه کې درې تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي، خو هغه وويل، چې وژل شوي او ټپيان نه پېژني.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دغه بريد د سيمه ييزو پوليسو پر قوماندان محمدعوض ترسره شوى دى .
دى هم وايي، چې په بريد کې محمدعوض او دوه نور کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د ده په وينا، محمدعوض تېر کال د محمداسماعيل په نوم هغه ٦٠ کلن سيمه ييز پوليس وواژه، چې په يو بريد کې يې درې بهرني پوځيان وژلي وو.
د روان کال د غويي په ٦مه هم په ياده ولسوالۍ کې يوه تن د رېکشا په وسيله د بهرنيو ځواکونو پر کاروان ځانمرګى بريد ترسره کړى و.
هغه مهال ايساف ځواکونو ويلي وو، چې په دغه برېد کې يې کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو طالبانو دعوه کړې وه چې د اېټالوي ځواکونو يو ټانک له منځه تللى او پنځه اېټالوي سرتېري په کې وژل شوي دي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.