Remote Ghazni towns lack female doctors, midwives

 
غزني ښار (پژواک ۲٤ زمری ۹۲): د غزني د لرې پرتو سيمو اوسېدونکي  په روغتيايي مرکزونو کې د ښځينه ډاکترانو  له نشتوالي شکايت کوي.
د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکي کمال شاه، چې خپله مېرمن يې د درملنې په موخه د غزني ولايتي روغتون ته راوستلې وايي، چې د دوی په سيمه کې يوه ښځينه ډاکټره هم نشته.
نوموړي پژواک ته وويل: ((مېرمن مې ناروغه ده، اوس که هلته ښځينه ډاکټره وای ،نو مابه ولې دومره زحمت ايست.))
کمال شاه وايي، چې  له يوې خوا د لارې امنيت خراب دى له بل لوري موټر چلوونکي هم زړه نه ښه کوي، چې پر دې لاره باندې ښار ته راشي.
د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی اسدالله وايي، که څه هم په ولسوالۍ کې روغتيايي مرکز فعال دى، خو ښځينه ډاکټرانې په کې نشته.
نوموړى وايي، په سيمه کې د ښځينه ډاکټرانو په ځانګړې توګه د قابلې د نشتوالي له امله ډېرى مېرمنې مړې کېږي.
په غزني کې لرې پرتې ولسوالۍ اجرستان، مقر، قره باغ، اب بند، ناوه، ګيلان او ناور هغه سيمې دي، چې د ښځينه ډاکټرانو نشتوالي خلکو او په ځانګړې توګه ښځينه ناروغانو ته ستونزې پيدا کړې دي.
د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکې مرسل، چې اوس د غزني په ملکي روغتون کې د قابلې دنده ترسره کوي وايي، چې په سيمه کې يې د امنيت ستونزه ده.
هغه وايي، که په اندړو کې امنيتي شرايط برابر شي دا به خپلې سيمې ته ولاړه شي او خپلو خلکو ته به خدمت وکړي.
هغې له وسله والو طالبانو هيله وکړه، چې د ولسواليو په روغتيايي مرکزونو کې د ښځينه ډاکټرانو د کار خنډ نه شي.
د غزني د عامې روغتيا رييسه ډاکټر ضياګل اسفنده يې هم دغه ستونزه مني او وايي، چې قابلې په لرې پرتو سيمو کې د امنيتي ستونزو، کورنيو محدوديتونو او د تنخوا د کموالي له امله کار ته زړه نه ښه کوي.
 نوموړې پژواک ته وويل: ((رښتيا هم چې داستونزه شته، خلک ستونزې لري موږ  په ولسواليو کې قابله ګانې نه لرو.))
د عامې روغتيا د رييسې په وينا، يو کال مخکې يې د قابله ګۍ په برخه کې ٢٥ نجونې وروزلې، خو سره له هغه هم د دوى اړتيا پوره نه شوه، په نږدې راتلونکي کې پلان لري، چې د قابله ګانو د روزنې نوى پروګرام پيل کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.