Foes languishing together in Ghazni jail

 
غزني ښار (پژواک ٢٠ زمری ۹۲): د غزني په محبس کې يو شمېر هغه پوليس، چې پر بېلابېلو تورونو نيول شوي وايي، چې اوس په زندان کې له هغو وسله والو طالبانو سره په يوه خونه کې ساتل کېږي، چې ډېری يې د دوی له لوري په عملياتو کې نيول شوي دي.
دوى زياتوي، په يوه خونه کې د دوی او وسله والو طالبانو ساتل ورته وېره پيدا کړې او څو ځلې له طالب بنديانو سره لاس او ګرېوان شوي هم دي.
د ده يک ولسوالۍ اوسېدونکی حميدالله، چې څلور کاله يې په پوليسو کې دنده ترسره کړې او اوس د غزني په زندان کې بندي دى، پژواک خبري اژانس ته وويل: ((له ما سره په خونه کې داسې کسان بنديان دي، چې څو ځلې مخا مخ ورسره جنګېدلی يم، دوی ماپېژني او زه دوی پېژنم خونې مو بايد بېلې وي.))
نوموړى وايي، څو ځلې يې له وسله والو طالبانو سره لفظي شخړې او ان وهل او ډبول هم کړي دي.
په دغه زندان کې نه يوازې د غزني ولايت اړوند پوليس، بلکې د نورو ولايتونو هم بنديان دي.
د لغمان يو پوليس نورالحق، چې د عامه نظم په پوليسو کې يې دنده ترسره کوله او اوس د يوې ترافيکي پېښې په تړاو بندي دی وايي، چې په خونه کې له څو طالب بنديانو سره يو ځاى اوسي.
نوموړي پژواک ته وويل: ((د دغو طالبانو هر څه په وس پوره دي، والله چاقوګان هم لري، هر څه لري که يې زړه وغواړي موږ دلته په زندان کې وژلی شي.))
نورالحق زياته کړه، چې وسله وال طالبان ورته د پرديو او کفارو مزدوران وايي او هره ورځ يې په داسې خبرو باندې تحقيروي، سپکې اوسپورې ورته وايي.
د غزني په زندان کې نږدې ٤٠٠ کسان بنديان دي، چې ۹ يې مېرمنې دي.
تېر کال د غزني په زندان کې د زندانيانو تر منځ نښته رامنځته شوې وه، چې نږدې ۱۵ کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.
بلخوا بندي طالبان هم وېره لري او وايي، دوی يې له پوليسو سره يو ځای په خونه کې بنديان کړی او وايي چې بايد خونې يې جلا شي.
د قاري احمدالله په نوم يو طالب بندي وايي: ((مخکې شپو کې يې دلته زموږ خونې ته اربکيان راوستو، چې لوی جنجال پورته شو، طالبانو دغه اربکيان ځورول او حق يې ده چې ويې ځوروي.))
دغه طالب زياتوي، چې اوس يې له هغو پوليسو سره يو ځای کړی دى، چې مخکې ورسره مخا مخ جنګېده.
د دوی په وينا، دولت بايد دې ستونزې ته پاملرنه وکړي او د حل لاره ورته پيدا کړي.
د زندان مسوولين هم دغه ستونزه مني او وايي، چې د دې ستونزې له امله څو ځلې په زندان کې نښتې هم رامنځته شوې دي.
د غزني د زندان مرستيال سيد سرور د دې ستونزې لوى لامل د ځاى نه شتوالی بولي او زياتوي، چې د ځاى د تنګوالي له امله يې طالب او پوليس په يوه خونه کې يو ځاى کړي دي.
د ده په خبره، ر څو د غزني د محبس لپاره نوې ودانۍ جوړه نه شي دغه ستونزه به پر خپل ځاى پاتې وي.
د غزني د څارنوالۍ رييس عبدالرشيد عابد هم د غزني زندان معياري نه بولي او زياتوي، چې په دې اړه يې کارونه پيل کړي تر څو په راتلونکي کې ورته د حل لاره پيداکړي.
د عابد په وينا، د يو بل وينو ته تږي کسان په يوه خونه کې ساتل ناقانونه کار دى خو د ځاى نشتوالي دې ته اړ کړي، چې دوه دښمنانان په يوه کوټه کې وساتي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.