د نیمروز والي د ناټو په بمبار او عملیاتو کې د ۴۵ طالبانو دوژل کیدو ادعا وکړه

 
زرنج ( پژواک ۹ زمری ۹۲ ) د نیمروز ولایت چارواکیو د ناټو ځواکونو په هوایي عملیاتو کې دیو شمیر مهمو قوماندانانو په ګډون د ۴۵ وسلوالو طالبانو دوژل کیدو ادعا وکړه.
د نیمروز والي محمد سرور ثبات د زمري په ۹مه، دشپې ناوخته پژواک خبري اژانس ته وویل چې د وسلوالو طالبانو دوو ډلو تیره ورځ د چابرجک ولسوالۍ په چهل مهریز سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې برید کړی و، چې د پولیسو له سخت مقاومت سره مخ شول. 
هغه زیاته کړه چې په دې نښته کې پولیسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو په ځوابي کې ۴ تنه وسلوال طالبان ووژل شول او یو شمیر نور یې ټپي شول.
ثبات وایي ، کله چې د وسلوالو طالبانو دغه دوه ډلې بیرته خپلو سیمو ته تښتیدل، نو په لاره د ناټو ځواکونو تر هوایي برید لاندې راغلل .
د والي د معلوماتو له مخې په دې هوایي برید کې ۴۱تنه وسلوال طالبان ووژل شول او یو شمیر نور يې ټپي شوي دي.
نوموړی زیاته کړه چې په وژل شویو کسانو کې د ملا فیض په ګډون یو شمیر مهم قوماندانان هم شامل دی.
هغه وایي چې ملا فیض په هلمند او نیمروز ولایتونو کې د وسلوالو طالبانو له مهمو قوماندانانو څخه وو او دوژل شويو کسانو مړي په سیمه کې پاتې دي.
ددې ولایت یوې امنیتي سرچینې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وویل چې په وژل شویو کسانو کې د حافظ غلام رسول په نامه یو بل مهم طالب قوماندان هم شامل دی.د سرچینې په وینا، ټبي طالبان د ایران د زابل ولایت روغتون ته لیږدول شوي چې د څلورو روغتیایي حالت داندیښنې وړ ښودل شوی دی.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.