گندم

 
کندوز (پژواک،٢٦ چنګاښ ٩٢): د بغلان ولايت ملي امنيت،د مشرانو جرګې يو سناتور د پلخمري له سېلو د پلاوي له شتون پرته د څلورو موټرو غنمو پر ايستلو، چې شاوخوا ٢٠٠ ټنه کېږي، تورن کړى دى.
د بغلان د ملي امنيت يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې وه دغه غنم د مرکزي بغلان، دهنه غوري او پلخمري په ډنډ غوري ولسواليو کې پر کوچيانو ووېشل شي، خو بر عکس له غنمو بار موټر يې کابل ته روان کړي و.
سرچينې زياته کړه، د ملي امنيت موظفينو له غنمو بار څلور موټر، چې شاوخوا ١٤٠ ټنه غنم کېږي، د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې نيولي، خو دوه نور موټر لا هم ناردرکه دي.
د بغلان ولايت له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر نصيراحمد کهزاد وايي، چې د دغو غنمو اسناد د شته پړاوونو له وهلو وروسته د بغلان ولايت مقام ته راجع شوي او د ولايت مقام له پېښو سره د چمتووالي د رياست او کوچيانو يو ګډ څلور کسيز پلاوى ټاکلى و، چې دغه غنم د ياد پلاوي په شتون کې له لېست سره سم پر بې وزلو کوچيانو ووېشي.
خو هغه زياته کړه، چې په مشرانو جرګه کې د بغلان سناتور فقيرمحمد نظري ٢٠٤ ټنه غنم د ياد پلاوي له شتون پرته له سېلو ايستلي او کابل ته يې لېږدول.
د ولايت مقام استازى او غړى صفا خان هم وايي، چې له سېلو څخه د غنمو ايستلو پر مهال بايد پلاوى موجود واى، خو سناتور دغه غنم د پلاوي له خبرولو پرته ايستلي دي.
هغه زياته کړه، د پلخمري سېلو چې د کرنې رياست اړوند ده په دغه کار کې شريکه ده، يا يې هم په دنده کې غفلت کړى دى.
هغه وايي، چې د سېلو مسوولين بايد په دې اړه وپښتل شي.
د پلخمري سېلو د خدمتونو سرپرست او مدير عبدالهادي وويل، چې ياد پلاوى له سېلو د غنمو ايستلو پر مهال حاضر و، خو سناتور ورته کوم سند او يا هم لاسليک نه دى سپارلى.
نوموړي په دې اړه، چې ولې يې ترې سند نه دى اخيستى؟ ځواب ورنه کړ.
خو سناتور نظرمحمد فقيري وايي، چې ده د دې اندازې غنمو ايستلو لپاره د جمهوري رياست د لومړي مرستيال امر درلود، نو د را ايستلو پر مهال يې د پلاوي شتون ته اړتيا نه وه.
فقيري پژواک ته وويل: "موږ مرکزي بغلان ته د وړو په نيت غنم له سېلو را و ايستل، خو کوچيان د شمالي سالنګ پر لوري کوچېدلي وو نو غوښتل مې چې دغه غنم هلته پر هغوى ووېشم."
هغه ادعا وکړه، چې د بغلان ولايت شل سلنه خلک کوچيان دي او هغوى ټول مرستې ته اړتيا لري.
له بلې خوا د بغلان مرستيال والي قديم خان وايي، چې مسترد شوي غنم په پلخمري کې د ملي امنيت په رياست کې دي او دوى هڅه کوي، چې دغه غنم ترلاسه او پر بې وزلو کوچيانو يې ووېشي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.