Shift Qatar office to Ghazni, governor asks Taliban

 
غزني (پژواک ۱۵ چنګاښ ۹۲): د غزني والي موسى خان اکبرزاده له طالبانو غوښتنه وکړه، که په ريښتيا سوله غواړي نو د قطر پر ځاى دې د خبرو لپاره د اسلامي فرهنګ او تمدن په پلازمېنه غزني ښار کې دفتر پرانيزي.
نوموړي دغه خبرې نن (د چنګاښ ١٥مه) په غزني ښار کې د قومونو د پيوستون شورا په غونډه کې وکړې.
په دې غونډه کې د ميدان وردګو، پکتيا، پکتيکا، خوست او زابل ولايتونو لسګونه قومي مشرانو او د سياسي ګوندونو استازو ګډون کړى و.
اکبرزاده وايي، که طالبان د بهرنيانو شتون بهانه کوي، نو دوى په قطر کې د چا په دفتر کې اوسي، د چا ډوډۍ خوري او د چا په موټر کې ګرځي.
والي زياته کړه، روانه جګړه د بهرنيانو د ګټو د ساتنې لپاره ده خو زيان يې افغانانو ته رسېږي.
دغې غونډې ته راغلو قومي مشرانو او د ګوندونو يو شمېر استازو هم خبرې وکړې او له وسله والو طالبانو يې وغوښتل، چې له جګړې لاس واخلي او له افغانانو سره د سولې خبرو ته کېني.
د پکتيکا يوه قومي مشر حاجي شهباز خان روانه جګړه ورور وژنه وبلله او زياته يې کړه، چې ولس نور امن او سولې ته اړتيا لري.
هغه له دولتي چارواکو غوښتنه وکړه، چې راتلونکو ټاکنو ته دې ډاډمن شرايط برابر کړي، چې درغلۍ په کې ونه شي او ډېرى خلک په کې ګډون وکړاى شي.
د غزني د تره کو د شورا مشر الله نظر ضيايي هم له وسله والو طالبانو وغوښتل،چې له جګړې لاس واخلي او له افغانانو سره خبرو ته کېني.
ضيايي وايي: ((په دې جګړه کې که طالب وژل کېږي که د اردو او پوليسو سرتېري وژل کېږي افغان دي، نور بايد افغان وژنه بنده شي.))
هغه د قومونو پر يووالي ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې د پښتون، تاجک، هزاره، ازبک او نورو قومونو په نوم شخصي ګټې بايد له پامه ورغورځول شي.
دغه لومړى ځل دى، چې د سولې د ټينګښت او قومپالنې د مخنيوي په موخه د څو ولايتونو قومي مخور د قومونو د پيوستون په نوم سره راټولېږي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.