Faryab roadside bomb kills 5 civilians

 
ميمنه (پژواک ١٣ چنګاښ ٩٢): د فارياب ولايت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله د ښځو په ګډون پنځه تنه ووژل شول.
د پښتونکوټ ولسوال عبدالقدير قادري نن سهار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سړک غاړې دغه ماين تېر مازديګر د دې ولسوالۍ په سرخاب کلي کې په مسافر وړونکي سراچه موټر چاودلى دى.
هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې پنځه تنه، چې ښځې او نارينه وو، وژل شوي او يو بل تن ټپي شوى دى.
ولسوال زياته کړه، چې وژل شوي د يوې کورنۍ غړي چې له خپل کلي د اړتيا وړ توکو اخيستو په موخه ميمنې ښار ته روان وو.
خو د سيمې يو اوسېدونکى حيات الله وايي، چې دغه کسان پر خرو سپاره او يوې فاتحې ته پر لاره وو، چې ماين پرې چاودېدلى دى.
د پښتونکوټ ولسوال ادعا کوي، چې وسله والو مخالفينو دغه ماين د دې لپاره ځاى پر ځاى کړى و، چې امنيتي ځواکونو په دې ساحه کې د عملياتو پلان درلود.
خو وسله والو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
د ويلو ده، چې تېر کال هم په همدې ولسوالۍ کې يو مسافر وړونکى فلاينکوچ د سړک غاړې پر ماين وربرابر شو، چې په پايله کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنه ووژل شول او اوه نور ټپيان وو.
امنيتي مسوولين وسله والو مخالفين په دې پېښه کې په لاس لرلو تورنوي، خو خو وسله والو دغه خبره رد کړې وه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.