د غزني هوايي ډګر به تر يوه کاله ګټې اخيستنې ته وسپارل شي

 
غزني (پژواک ۱۱ چنګاښ ۹۲): د غزني د هوايي ډګر د جوړېدو چارې يوه نوي ودانيز شرکت ته وسپارل شوې، چې تر راتلونکي يو کال پورې به يې ټول کار بشپړ شي.
د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي د هوايي ډګر پروژه د غزني او ګاونډيو ولايتونو د خلکو اړتيا بولي او زياتوي، چې له دې لارې به زرګونو مسافرو ته سفري اسانتياوې برابرې شي.
احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، د هوايي ډګر د چاردېوالي کار تېر کال اتيا سلنه بشپړ شوى او پاتې به يې په راتلونکو څو مياشتو کې بشپړ شي.
د نوموړي په وينا، د هوايي ډګر د احاطوي دېوال کار د يوه داسې شرکت له لوري پيل شوى و، چې د کار کيفيت يې ښه نه و او چارې يې نيمګړې وې.
د احمدي په خبره، د ياد ډګر پر احاطوي دېوال او د رنوې پر دوو کرښو نږدې به درې نيم ميليونه امريکايي ډالره لګښت راشي او د ترمينل کار به يې وروسته پيل شي.
د غزني هوايي ډګر د ٢٠١٣ کال ستره پروژه وه، خو د چارواکو د نه پاملرنې له امله يې چارې ټکنۍ شوې او پروژه نيمګړې پاتې شوه.
د غزني ښار يو اوسېدونکى اسدالله وايي، چې د هوايي ډګر پروژه بايد يو کال مخکې بشپړه شوې واى.
هغه زياتوي، هوايي ډګر د ٢٠١٣ کال د سترو پروژو برخه وه، چې بايد د همدغه کال تر نمانځنې مخکې يې کار بشپړ شوى واى او د کال په پيل کې ورڅخه په رسمي توګه الوتنې پيل شوې واى.
د غزني يو بل اوسېدونکى حکمت الله ارين هم د غزني هوايي ډګر د خلکو، سوداګرو او مسافرو اړتيا بولي او زياتوي، چې د هوايي ډګر په کار کې ډېر ځنډ راغى.
نوموړى وايي، له دغه هوايي ډګره له غزني پرته د ګاونډيو ولايتونو مسافر او سوداګر هم ګټه اخيستى شي.
د غزني د سوداګرۍ خونې رييس عبدالمتين قلندري وايي، چې د غزني هوايي ډګر جوړېدل به د خلکو په اقتصادي پرمختګ کې ژور بدلون راولي.
هغه زياتوي، چې چارواکي تل په خپلو ژمنو کې پاته راغلي، د ده په وينا، د هوايي ډګر پروژه بايد دوه کاله مخکې بشپړه او اوس ترې کورنۍ او نړيوالې الوتنې ترسره کېداى.
د غزني هوايي ډګر د ترانسپورټ وزارت په مالي مرسته جوړيږي، چې اوسمهال يې د احاطوي دېوال او ځغاستليکې د جوړېدو کار روان دى.
شاوخوا يوه مياشت مخکې د اروزګان او بلخ د هوايي ډګرونو د جوړېدو کار بشپړ شو او ګټنې اخيستنې ته وسپارل شول.
نږدې يو کال مخکې د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د يو کوچني هوايي ډګر د جوړېدو چارې هم پيل شوې وې.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.