11 dead in Kandahar unrest

 
کندهار (پژواک ١٩ غبرګولى ٩٢): د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې دوه پوليس او يو ماشوم وژل شوي او بلخوا په زېړۍ او ميوند ولسواليو کې ځايي چارواکو د اتو وسله والو د وژلو خبر ورکړى دى.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن (د غبرګولي ١٩مه) ارغستان ولسوالۍ ته پر غځېدلې لاره د پوليسو يو رينجر موټر پر ګزمه بوخت و، چې د سړک غاړې ځاى پر ځاى شوى ماين ورباندې وچاودېد.
دى وايي، په چاودنه کې دوه پوليس او يو لاروى ماشوم وژل شوي دي.
د ارغستان ولسوال حاجي عبدالغني مسلميار هم د پېښې پخلى کوي او وايي، چې سيمې ته د پلټنې په موخه پوليس استول شوي دي.
په دې وروستيو کې په کندهار کې د ماين په چاودنو کې د امنيتي ځواکونو تر څنګ د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده.
درې اوونۍ وړاندې هم په همدې ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر يوه موټر د ماين چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٠ تنه وژلي وو.
د يو بل خبر له مخې، ملي اردو د کندهار په ژېړۍ او ميوند ولسواليو کې چاڼيز عمليات کړي او پر مهال يې اته وسله وال طالبان وژلي او اته نور ژوندي نيول شوي دي.
جاوېد فيصل وايي، دغه عمليات له تېرې ورځې راهيسې پيل شوي، چې تر دې مهاله په کې اته وسله وال مخالفين وژل شوي، دوه ټپيان او اته نور ژوندي نيول شوي دي.
په ژېړۍ او ميوند ولسواليو کې د ملي اردو له خوا دغه عمليات تر هغه وروسته پيليږي، چې د کندهار په ځينو ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو په اړه خبرونه خپاره شول.
فيصل وايي، په دغو عملياتو کې يوازې مخالفين په نښه شوي، ملکي وګړو او د ملي اردو سرتېرو ته په کې هيڅ زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو د يادو دواړو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.