مزارشريف (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٢): په شمال کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې چارواکي وايي، چې د فساد پروړاندې روانه مبارزه، د يادې ادارې، څارنوالۍ او قضايي ادارو د نه همغږۍ له امله له ټکني توب سره مخ ده.  
دادارې فساد پر وړاندې د مبارزې عمومي رييس عزيز الله لودين نن د غبرګولي په ۱۳مه، د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې خبري ناسته کې وويل، چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په ټول افغانستان کې ستونزې شته دي.
نوموړي، چې د خلکو وړې غونډې ته له خبرو کولو وروسته يې د رسنيو پوښتنو ته ځوابونه ورکول، زياته کړه، چې تر کومې چې قانون عملي نه شي، د فساد پر وړاندې مبارزه به ستونزمنه وي.
د هغه په وينا، له ټولو جدي مشکل د قانون نه عملي کېدل دي.
لودين وويل، چې په داسې يو هېواد کې چې له تېرو دېرشو کلونو په کې په بېلا بېلو لارو هراړخيز فساد وده کړې، له منځه وړل يې اسانه نه دي.
 د ادارې فساد پر وړاندې د مبارزې رييس ادعا وکړه: (( اوس هم داسې وزيران، واليان او جهادي رهبران شته، چې يو وخت يې يو بايسکل نه درلود، نن ميلياردونه امريکايي ډالر لري.))
هغه د چا نوم وانخيسته او ويې ويل، چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې عامو خلکو د فساد پر وړاندې د مبارزې له جوړو شويو ادارو سره مرسته کړې او په خپل هېواد کې يې د فساد ريښې ويستلې دي.
لودين وويل، چې که په افغانستان کې هم عام خلک له دغې ادارې سره مرسته ونه کړي ،نو د دوی هڅې به ډېره نتيجه ورنه کړي.
نوموړي زياته کړه، چې له يادو ستونزو سربېره يې هم په تېرو دوه کلونو کې د فساد پر وړاندې جدي مبارزه کړې او ښې لاسته راوړنې لري.
د هغه په وينا، په دغه موده کې يې د اداري فساد ۱۹۰ دوسيې څارنوالۍ ته ورپېژندلي ، چې له رييسانو نيولې تر واليانو او وزيرانو پکې شامل دي.
لودين وويل، چې د سلګونو قراردادونو له څېړلو وروسته يې دولت ته ميلياردونه افغانۍ هم ګټه رسولې ده.
همداراز د شمال زون د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې رييس شمس الله جاويد غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې د اداري فساد پر وړاندې روانه مبارزه، د يادې ادارې، څارنوالۍ او قضايي ادارو د نه همغږۍ له امله له ټکني توب سره مخ ده.
نوموړي زياته کړه، چې په تېر کال کې يې د اداري فساد ۱۰۲ دوسيې څېړلي او څارنوالۍ ته يې معرفي کړې دي.
د هغه په وينا، په همدې کال کې يې په شمال کې څلور لوړپوړي چارواکي بالفعل پر رشوت نيولي او څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.
ده قانون ماتونه د دغې مبارزې پر وړاندې ستر خنډ وباله او له خلکو څخه يې غوښتنه وکړه، چې په دې اړه همکاري وکړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.