مزار شريف ( پژواک ١٦ غبرګولى ٩٢) : په شمال زون کې د امريکا متحده ايالاتو ملکي استازی وايي،  دوی هيله لري، چې د افغانستان په راتلونکو ټاکنو کې  افغانان  پراخه برخه واخلي.
پيتر کيستنر Peter G. Kaestener د غبرګولي په ۱۶مه مزراشريف کې په خبري ناسته کې وويل، امريکا متحده ايالات په دې تمه دي، چې د افغانستان راتلونکې ټاکنې به داسې نتيجه ولري، چې افغانان پرې خوښ وي.
کيستنر وايي، چې راتلونکې ټاکنې به قانوني او رڼې وي.
هغه زياته کړه (( د افغانستان ټاکنې افغاني دي، امريکايي نه دي، خو امريکا به ورسره د ټاکنو په اوږدو کې مرسته کوي.))
نوموړي وايي، چې دوی د کوم ځانګړي کانديد او يا هم سياسي ډلې  ملاتړ نه کوي، بلکې د ټاکنو ملاتړ کوي.
هغه په ټاکنو کې د طالبانو د ګډون په اړه وويل، چې دغه تصميم افغان دولت او د ټاکنو خپلواک کمېسون پورې اړه لري.
کيستنر وويل، امريکا هڅه کوي او تعهد لري، چې له افغانستان سره به خپلې هراړخيزې مرستې روانې ساتي.
نوموړي زياته کړه، دمګړۍ دوی دافغانستان د هراړخيز پرمختګ په موخه په بېلابېلو برخو کې ۴۰پروګرامونه پر مخ وړي.
د هغه په وينا، د دغو پروګرامونو له لارې دوی د ټاکنو په اړه د ظرفيتونو د لوړولو، بيارغونې، زده کړو، کرنې، اوبو او نورو برخو کې مرسته کوي.
کيستنر همداراز د امنيت د لېږد روانې پروسې ته هيله مندي وښوده او دغه پروسه يې په افغانستان کې د مثبت بدلون راوستو يوه هڅه وبلله.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.