Data Gathered Date: 

Thursday, October 24, 2013 - 11:30

نيلي(پژواک، ۳۰ تله ٩٢):د دايکنډي ولايت اوسېدونکي او مدني ټولنې په دولت او نورو بهرنيو مرستندويه ادارو نيوکه کوي، چې د دوى ولايت ته يې د بيارغونې په برخه کې هېڅ پاملرنه، نه ده کړې.
دوى د سړکونو نه پخېدل، د بنسټيزو پروژو نه شتون او له اروزګان او هلمند سره په ځينو سرحدي ولسواليو کې شته نا امنۍ خپلې عمده ستونزې ګڼي .
د دوى پر وينا، ډېرى ولايتونه پاخه او معياري سړکونه لري، خو په دايکنډي کې يو متر پوخ سړک هم نه شته.
 د دايکنډي مرستيال والي حبيب الله رادمنش وويل:(( دايکنډي ته ډېر کم کار شوى، دا ولايت هم دولت هم نړيوالې ټولنې هېر کړ. دا زموږ لپاره يوه معما ده،  چې ولې يې موږ هېر کړي يو.))
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سيمه ييزو چارواکو او په ملي شورا کې  ددې ولايت استازو ددغه ولايت د اقتصادي او ټولنيزې پراختيا موضوع په بيا بيا له لوړ پوړو چارواکو  او نړيوالو بنسټونو سره  په کابل کې شريکه کړې، خو چا يې غږ نه دى اورېدلى.
مرستيال والي د کنايې په ډول وويل:(( فکر کوم زموږ ګناه داده، چې له ترهګرو  مو دفاع نه ده کړې.!))
   ظاهراُ دده نغوته په هېواد کې هغو نا امنو سيمو ته وه، چې په وروستيو کلونو کې د رغونې ګڼې پروژې په کې پلې شوې دي. دولتي چارواکو ويل، چې دغه پروژې د بې وزلۍ او وزګارتيا دمخنيوي او د سولې پروسې سره د وسله والو مخالفينو له ليکو د يو ځاى شوو کسانو لپاره په دغه سيمو کې پلې کېږي.
 د نيلي ښار يو ملا اما جان محمد فاضل وويل، چې په دايکنډي کې يو متر پوخ سړک هم نه شته او د سيندونو له پاسه پلونه نه دي جوړ شوي.
هغه زياته کړه، چې د مرکز او ولسواليو ترمنځ د سړکونو د خرابوالي له امله هره ورځ په لسګونو موټر له سړک وځي او سپرلۍ يې د اوښتو له امله وژل کېږي.
فاضل زياته کړه :(( يواځې په روان کال کې نږدې ٣٠ تنو ته له دې امله مرګ ژوبله اوښتې، چې يواځې د غير معياري سړکونو له امله د ورته پېښو سره مخ شوي دي.))
 د دايکنډي يو هټيوال محمدنبي هم وايي:(( دولت موږ ته هېڅ کار نه دى کړى، د نيلي بازار اوس هم له دېرش کاله وړاندې بڼې سره څه توپير نه لري.))
دغه هټيوال زياته کړه، يوه نيمه ودانۍ که جوړه شوې، هغه هم د دولتي ادارو لپاره ده ، خو خلکو ته د سړکونو دقير کولو، پلونو او پل ګوټو جوړولو په څېر ګټور کارونه ، نه دي  شوي.
د دايکنډي د ولايتي شورا يو غړى حسين علي منتظري وايي، چې دولت په ښکاره ډول له تبعيضي سياست څخه کار اخلي او دې ولايت ته يې پاملرنه، نه ده کړې.
 د ولايتي شورا رييس سهراب علي اعتمادي هم دې ولايت ته د دولت نه پاملرنه او په پراختيايي پروژو کې د عدالت او توان نه رعايت  د خپل ولايت پر وړاندې  مهمې ننګونې ګڼي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دايکنډي ته د دولت او نړيوالې ټولنې نه پاملرنه ددې سبب شوې، چې ددې ولايت اوسېدونکي له ټولو پروژو محروم شي او په عادي ژوند کې يې هېڅ بدلون رانه شي.
 سرچينې زياته کړه ، په دې ولايت کې پانګونه نه ده شوې، موسسات د لارو د اوږدوالي  له امله دلته کار ته زړه نه ښه کوي، نه د برېښنا درک شته نه د سړک او نه هم د بيارغونې.
امنيتي ستونزې:
دايکنډي له هلمند او اروزګان ولايت سره ګډه پوله لري، چې له دې امله ورته امنيتي ستونزې پيدا شوې. دې ولايت ته د خوراکي توکو د رسولو لنډه لار له اروزګان څخه د کندهار په لور تللې، چې نا امنۍ يې د دايکنډي خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.
 تېراو سږ کال له دغې لارې تلونکي څو موټر د سړک په سر وسوځول شول او په ځينو برخو کې خو طالبانو هم  ګواښ وکړ، چې په دې لاره تلونکي بار وړونکي موټر به وسوځوي.
 د دايکنډي نوى والي عبدالحق شفق وايي:(( هغو ګڼو ستونزو ته په پام سره چې په دې ولايت کې شته، خلک د پراختيايي پروژو غوښتنه کوي، خو موږ هيله من يو، چې د خپلو پروګرامونو د پلي کولو له لارې له خلکو سره مرسته وکړو.))
  والي زياته کړه، چې ددې ولايت دخلکو ستونزې دومره زياتې دي، چې د ټولو يادول يې ګران دي، ځکه چې دا يکنډي يو پر مختللى ولايت نه دى. سيمه ييز چارواکي وايي، ددې  ولايت اوسېدونکي د روغتيا، کرنې او پوهنې په برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ښه اقتصاد  نه لري.