Too early to name favourite runner: Mahmoud

 

 
کندهارښار(پژواک ٢٢غويى ٩٣): د ولسمشر حامد کرزي ورور او ملي پانګه وال محمود کرزى وايي، په دويم پړاو ټاکنو کې د هغه چا ملاتړ کوي، چې د هېواد د غوره راتلونکې لپاره هر اړخيزه کړنلاره او برنامه ولري.
محمود کرزي د لومړي پړاو په ټاکنو کې د خپل ورور ا و د ولسمشرۍ د کانديد عبدالقيوم کرزي ملاتړ کاوه، چې وروسته دغه کانديد له خپل ټول ټيم سره د ولسمشرۍ د بل کانديد زلمي رسول په ګټه تېر او له هغه سره يو ځاى شو.
 اوس مهال چې ټاکنې احتمالي دويم پړاو ته تلونکې دي او دوه مخکښ کانديدان ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزى به له يو بل سره سيالي کوي، زلمي رسول د ډاکټر عبدالله ملاتړ اعلان کړى دى.
 خو دا چې د ولسمشر دوه وروڼه عبدالقيوم کرزى او محمود کرزى به د زلمي رسول په پله قدم ږدي او که نه او يا د ډاکټر احمدزي ملاتړ به کوي، هغه وايي تر اوسه يې لا په دې اړه تصميم نه دى نيولى.
 محمود کرزي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، هغه او ورور به يې په دويم پړاو ټاکنو کې د هغه چا ملاتړ کوي ، چې د هېواد د غوره راتلونکې لپاره هر اخيزه کړنلاره ولري.
 هغه زياته کړه: ((موږ په دې برخه کې له هغو خلکو سره سلا مشوره کوو، چې په تېرو ټاکنو کې زموږ تر شا ودرېدل. موږ به د هغه چا ملاتړ وکړو چې د هېواد راتلونکي لپاره غوره اقتصادي کړنلاره ولري، د امنيت او سولې لپاره کار وکړي او ملي يووالى پياوړى کړي.))
 د نوموړي په وينا، تر دې مهاله يې په دې اړه پنځه ځله بېلابېلې غونډې او مجلسونه کړي، خو وروستۍ پرېکړه يې لا نه ده کړې.
 کرزي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دوو مخکښو کانديدانو له ډلې د کوم يوه کړنلاره او برنامه غوره ده؟ وويل: ((ما تر اوسه د ډاکټر اشرف غني احمدزي اقتصادي کړنلاره د کاغذ پر مخ نه ده لوستې، خو دومره پوهېږم چې هغه د يوه ښه مُدبر مدير په توګه د ښه او با ډسپلينه حکومت جوړولو وړتيا لري او دغه راز زموږ اقتصادي پاليسي او د هغه اقتصادي پاليسي ډېره سره نژدې ده.))
خو هغه په عين حال کې دا هم وويل چې خپله اقتصادي پاليسې يې د ولسمشرۍ بل  کانديد ډاکټر عبدالله  ته هم لېږلې او هغه هم منلې ده.
 نوموړي يو ځل بيا وويل، اوس ډېر وختي دى، چې ووايي له چا څخه ملاتړ کوي، خو هغوى به ګوري، چې کوم  کانديد په راتلونکو کلونو کې د خلکو او هېواد لپاره څه کولاى شي، کوم يو يې د سولې او ثبات، اقتصاد او ملي يووالي په برخه کې غوره پلانونه لري.