Female candidate complains of insecurity

 
کندهار (پژواک ٥ ورى ٩٢): د کندهار ولايتي شورا ته خپلواکه کانديده سرينا فيضي وايي، چې ناامني او د خلکو خبرې يې پر وړاندې لويې ستونزې دي، خو له دغو ستونزو سربېره يې ځان کانديد کړى او غواړي د خلکو خدمت وکړي.
سرينا فيضي چې د لومړي ځل لپاره ولايتي شورا ته کانديده شوې، له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، په لومړي ګام کې د هغې پر وړاندې تر ټولو لويه ستونزه ناامني ده، چې نه شي کولاى په ډاډه زړه کمپاين وکړي او خلکو ته خپل پيغام ورسوي.
هغې زياته کړه، د کندهار غوندې په دوديزه ټولنه کې ان زده کړې کول هم د ښځينه وو لپاره ستونزمن کار دى، خو سياست ته داخلېدل او سياسي فعاليتونه کول خو بيا تر ټولو ستونزمنه چاره ده.
د سرينا په وينا، کله چې يوه ښځينه په سياسي فعاليتونو کې بوختېږي، نو د خلکو لا ډېر پام ور اوړي او ډول ډول خبرې ورپسې کېږي، چې دا د يوې ښځې لپاره تر ټولو ډېره ځوروونکې خبره ده.
خو هغې وويل، چې د ناامنۍ تر څنګ يې د خلکو هر راز خبرې او ګڼې نورې ستونزې پر ځان منلې، ولايتي شورا ته يې ځان کانديد کړى او غواړي د خلکو او په ځانګړې توګه د مېرمنو استازيتوب وکړي او د هغوى د حقونو لپاره کار وکړي.
سرينا د خپل ټاکنيز کمپاين په اړه وويل، شرايطو ته پام يې ټاکنيزې منډې ترړې يوازې تر پوسټرونو او بېلبورډونو محدودې ساتلې، خو کله کله په دې برخه کې له خلکو سره هم ويني او له نږدې ورسره غونډې کوي.
هغې زياته کړه: ((سره له دې چې ناامني لويه ستونزه ده، خو زه په خپله تر دې مهاله درې څلورو نږدې ولسواليو ته تللې يم، هلته مې له قومي مشرانو او نورو سره غونډې کړې او هغوى مې هڅولي چې په ټاکنو کې زما ملاتړ وکړي.))
خو د نوموړې په وينا، په ولسواليو کې دا ډېره ګرانه ده، چې يوه ښځينه کانديده دې له مېرمنو سره وګوري، هغوى ته دې خپل پيغام ورسوي او په ټاکنو کې يې خپل ملاتړ ته وهڅوي، ځکه هلته د ناامنۍ تر څنګ دوديز او سنتي مسايل لويه ستونزه ده.
دې کاندېدې د ټاکنيز کمپاين په لړ کې د ټاکنو د کمېسيون له خوا د ولايتي شورا د کانديدانو لپاره د پنځه سوه زره افغانيو د لګښت اندازه هم کمه ګڼي او وايي، چې دغه اندازه په اوسنيو شرايطو کې ډېره کمه ده.
د هغې په خبره، که هغوى په ښار کې د يوې مياشتې لپاره د خپل بېلبورډ لپاره ځاى کرايه کوي، نو ځايي شرکتونه ورڅخه ډېرې زياتې پيسې غواړي، په داسې حال کې چې کانديدان په ټاکنيزو سياليو کې يو له بله سره سختې سيالۍ کوي.
نوموړې وايي، که زياتې پيسې لګوي، نو سمدستي ورڅخه څېړنې کېږي او په اړه يې شکايتونه درج کېږي.
سرينا د يوې بلې ستونزې يادونه هم وکړه او ويې ويل، دا چې کانديدان ډېر دي، نو په دغه ولايت کې په رضاکاره توګه ناظرين هم نه شي موندلاى.
دا وايي، مجبوره ده د ټاکنيزو مرکزونو لپاره له ٥٠ تر ٦٠ پورې ناظرين وټاکي، خو هغوى يوازې د يوې ورځې لپاره سل ډالره حق الزحمه غواړي، چې په دې حساب يوازې د يوې ورځې لګښت ٥ يا ٦ زره ډالر کېږي، چې دا ډېرې پيسې دي.
خو نوموړې له يادو شوو ستونزو سربېره هيله وښوده، چې د کندهار خلک به ورباندې باور کوي، هغې ته به رايه ورکوي او ولايتي شورا ته به يې بريالۍ کوي، تر څو د هغوى د ستونزو د حل لپاره کار وکړي.
دا ځل د کندهار ولايتي شورا ته تر ٦٠ زياتو کسانو ځانونه نوماند کړي دي چې د نولسو څوکيو لپاره به له يو بل سره سيالي کوي.
په دغو کانديدانو کې د ولايتي شورا د تېرو دوو دورو وکيلان هم شامل دي.
ټاکل شوې د ولايتي شوراګانو او ولسمشرۍ ټاکنې د وري په ١٦مه ترسره شي.