فيض اباد(پژواک،٢٠ لړم ٩٢):په تېرو څو کلونو کې به بدخشان ولايت کې سلګونه د بيارغونې پروژې عملي شوې، چې له دې جملې څخه د کشم- فيض اباد سړک قير کول د يوې سترې پروژې په توګه يادولى شو.
 
د بدخشان د والي وياند عبدالمعروف راسخ وايي، چې په دې پروژه کې د سړکونو، اوبو بندونو، ښوونځيو، کلينيکونو او استنادي دېوالونو جوړولو، د څښاک اوبو چمتو کولو او لمريزې برېښنا چمتو کولوڅخه عبارت دي، چې خلکو ته داسانتياوو چمتو کولو پرته يې ځوانانو ته د کار زمينه هم مساعده کړې ده.
 دده په خبره، دا پروژې د کرنې، کليو او پراختيا، عامه ګټو، ښځو چارو، کار او ټولنيزو چارو، دريايي حوزې، ترانسپورټ، ښاروالۍ، پوهنې، عامې روغتيا او سولې عالي شورا په څېر بېلابېلو سکتورونو له لارې پلې شوې دي.
 
راسخ زياتوي:((ددې پروژې په عملي کولو سره د خلکو په ژوند کې مثبت بدلونونه تر سترګو شوي دي.))
د بدخشان والي وياند زياتوي، سږ کال هم يو شمېر نورې پروژې ددې ادارو له خوا پيل شوي ، چې په عملي کېدو سره به يې په بېلابېلو برخو کې د خلکو ستونزې هوارې شي.
 
 د بدخشان ولايت چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د بنسټيزو پروژو له عملي کېدو څخه يوه هم د کشم – فيض اباد لارې جوړونه وه، چې سوداګري ورسره غوړېدلې ده.
ددې سړک اوږدوالى سل کيلومترو څخه اوږد دى او په ٢٠٠٩ زېږديز کال کې د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID ) په ١٢٨ ميليونه ډالري مرسته پيل او د ٢٠١٠ زيږديز کال په سپټمبر مياشت کې پاى ته ورسېد.
د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې چارواکي وايي، چې په دې سړک کې ٩ پلونه او ٦٠٠ پولګوټي شامل دي، چې د کشم او فيض اباد( د بدخشان مرکز) ترمنځ يې اوه نيم ساعته واټن يو نيم ساعته ته را کم کړى دى.
 همدارنګه په ورځني ډول ١٦٠٠ لېږدوونکې وسيلې هم په دې لاره تګ راتګ کوي، چې په سيمه کې تر ډېره پورې ورسره  سوداګري، پوهنې او روغتيايي خدمتونه غوړېدلي دي.
ددې سړک په جوړېدو سره د سوداګريزو توکو د لېږدوونکو وسيلو په لګښت کې د پام وړ کمى راغلى او د محصولاتو جنسونه هم په خورا چټکۍ سره بازار ته لېږدول کېږي، چې په پايله کې يې سوداګريز فرصتونه زيات شوي او ددې ترڅنګ د لارې په اوږدو کې د هټيو او تېلو پمپونو په شمېر کې هم زياتوالى ليدل کېږي.
سيمه ييز چارواکي هم وايي، چې ددې سړک په جوړېدو سره د خلکو په ژوند کې د پام وړ پرمختګونه راغلي دي.
تر دې وړاندې دغه لاره له سختو او غرنيو سيمو تېرېده،چې  خلک ورسره زيات په تکليف وو،  خو اوسمهال دې لارې خلکو ته ګڼې اسانتياوې رامنځته کړي او د سوداګرۍ ، روغتيا، اقتصاد او کرنې په پراختيا کې يې مهم رول لوبولى دى.
 ګداجان چې د کشم په ولسوالۍ کې د سبزۍ او مېوه پلورنې هټۍ لري، په دې اړه وايي:((پخوا سړک خام و، کوتلونه يې لرل، په لاره کې به له موټره ښکته کېدو او يو  څه واټن به مو پلى واهه.))
دده په خبره،  ځينې وختونه نېزونو او دغرونو ښوييدنې په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې هم سړک بنداوه.
دې هټيوال زياته کړه، چې پخوا يې  دا لاره په موټرونو کې له سختو ستونزو  او زيات وخت سره وهله، خو اوسمهال يې سبزي په ټاکلي او مناسب وخت فيض اباد ښار ته لېږدول کېږي، پخوا به موټرونو يوه يا دوه شپې په لارې تېرولې، مېوې او سبزۍ به يې خرابېدې او هټيوالو په کې زيان کاوه.
 ده زياته کړه، چې پخوا سړک خراب اوکرايه لوړه وه ، خو اوس د مساپرو په کرايه کې هم کمښت راغلى دى.
د بدخشان د ولايتي شورا رييس مولوي عبدالواحد طيبي سره له دې چې  خوشبينه دى او وايي، چې په وروستيو کلونو کې بيارغونې ته زياته پاملرنه شوې، خو د لرو پرتو سيمو اوسېدونکي روغتيايي مرکزونو، درملو او ډاکټر ته لاسرسى نه لري او بايد ورته پاملرنه وشي.
 
 طيبي هم په ځينو لرو پرتو سيمو کې د روغتيايي اسانتياوو نشتوالى او له بيا رغونې سره د موسساتو نه لېوالتيا، بدخشان ته د نه پاملرنې بېلګه وګڼله او ګواښ يې وکړ:((که وضعيت همداسې ادامه وکړي، نو د لرې پرتو سيمو د خلکو ستونزې به لا هم زياتې شې.))
د ولايتي شورا رييس وويل، چې په دې وروستيو کې يې د خواهان ولسوالۍ نه هم ليدنه کړې. دده په وينا، چې درې کاله وړاندې په دې ولسوالۍ کې يو روغتيايي مرکز د ٤٤٠ زره ډالرو په لګښت جوړ شوى و؛ خو د بې کيفيته توکو د کارونې له امله ويجاړ شوى، درمل په کې نه شته او يواځې يوه نرسه لري.
دى زياتوي، چې خواهان ولسوالي ٣٢ زره وګړي لري او د تاجکستان سره د کوفاب ولسوالۍ په راغ ها سيمه کې  ګده پوله جوړوي، خو د بيارغونې برخې ته يې چندان پاملرنه نه ده شوې.
 د طيبي پر وينا، چې مرستندويو بنسټونو خپله ټوله پاملرنه فيض اباد ښار ته ا ړولې او ډېرى پروژې هم د ښار په دننه کې پلې کېږي.
 
ده د پلونو، پولګوټو، د برېښنا رسونې  د شبکو فعالول، د هوايي ډګر او ورسره تاسيساتو پراختيا او پرمختګ، د سرحدي ولسواليو د نښلوونکو لارو بيارغول او نوي کول، د صنعتي پارکونو جوړول، د ځنګلونو بيا احيا کول، د ښځو د لاسي صنايعو وده، د کوچکه دريا د څنډوټينګول، ښوونځيو ته د څښاک اوبو او ودانيو چمتو کول د خلکو له اړتياوو څخه وبلل او ويې ويل، چې دولت تر اوسه په دې برخه کې هېڅ پاملرنه، نه ده کړې.
 
 
 له بلې خوا د بدخشان اوسېدونکي وايي، چې د بېوزلۍ کچه د تېرو دوولسو کلونو په  پرتله کمه شوې او د خلکو په ژوند کې مثبت بدلونونه راغلي دي.
د فيض اباد ښار يوه استوګن عنايت الله وويل:((په تېره يوه لسيزه کې د خلکو په ژوند کې ګڼ بدلونونه تر سترګو کېږي او ګڼو خلکو ته د بيارغونې په پروژو کې کار پيدا شوى دى.))
 
 عنايت الله يک دهه گذشته را، سالهاى پردستاود براى مردم افغانستان به ویژه مردم بدخشان دانسته مى افزايد : (( مانند من هزاران تن در بدخشان درگذشته محتاج  معيشت روزگاربودند، اما اكنون به امكانات و تسهيلات لازم دسترسى دارند و اقتصاد شان رشد کرده است.))
دى وايي، چې د بدخشان خلک د ملي پيوستون په پروژو کې بوخت دي، چې د ولايت د مرکز او نورو ولسواليو په بېلابېلو سيمو کې د کليو بيارغونې وزارت له خوا پلې کېږي.
 المان يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې د افغانستان او په ځانګړي ډول د بدخشان ولايت په بيارغونه کې زياته ونډه لري او زيات سرتېري يې هم د ايساف په چوکاټ کې په دې ولايت کې فعاليت لري.
د المان سفارت روان کال ١٣٩٢ په کابل کې خبر ورکړ، چې ٤٣٠ ميليونه يورو يې د يوه کال لپاره د بدخشان په ګډون د شمالي او شمال ختيځو ولايتونو لپاره ځانګړي دي .
د اوبيزې برېښنا جوړول هم يو له هغو پروژو څخه ده، چې د المان په مرسته په دې ولايت کې پلې شوي او د يفتل پايين ولسوالۍ ٢٦ زره کسانو ترې ګټه اخيستې ده.
 د بدخشان ولايت د برېښنا مرستيال رييس امان الله غالب وايي، چې د فرغامبول سيمه کې د برېښنا يو بند د ٢٨٠ کيلو واټه ظرفيت په درلودلو او بل په نالان سيمه کې د ١٢٥ کيلو واټ په درلودلو سره ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.
هغه وويل، چې ددې برېښنا څخه له   ٢٦ زرو  زيات خلک ګټه اخلي او په ډېره ښکته بيه د استوګنې کورونو ته ورکول کېږي.
 د المان د همکاريو پراختيايي ادارې  GIZ دفتر چارواکي وايي، چې ددې دوو پروژو ټوليز لګښت ٢ عشاريه ٣ ميليون يورو ته رسېږي.
د سرچينې په وينا، دا پروژې د المان د اقتصادي همکاريو او پراختيا وزارت (BMZ) له خوا طرحه او د (GIZ) ادارې پر مټ د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت او برېښنا شرکت په همکارۍ عملي شوي دي.