فيض اباد(پژواک، ٢١ لړم ٩٢): سره له دې چې د بدخشان ولايت اوسېدونکي په اقتصادي برخه کې ددې ولايت چارو ته د زياتې پاملرنې خبر ورکوي، خو بيا هم د نښلوونکو لارو او مارکېټ نه شتون څخه سر ټکوي.
د مارکېټ، سوداګريزو او استوګنې ښارګوټو  او نښلوونکو لارو نه شتون هم په سوداګريزو چارو اغېز کړى او سوداګر يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
 
بدخشان په شمال ختيځ زون کې له سرحدي ولايتونو څخه يو دى، چې له پاکستان، چين او تاجکستان سره ګډه پوله لري.
 
کرنه:
د کرنې چارواکي وايي، چې د دې ولايت ٨٠ سلنه اقتصاد په کرنه او مالدارۍ ولاړ دى او دولت په وروستيو کلونو کې دې برخو ته ډېره پاملرنه اړولې ده.
 
د بدخشان د کرنې رييس انجنيرمحمدعالم عالمي وايي، چې په دې ولايت کې ٦٦ زره هکتاره اوبيزه او ٢٠٠ زره هکتاره للمه ځمکه شته، چې بزګر يې عموما ترې په دوو فصلونو کې حاصل اخلي.
 
راغها، ارګو، درايم، تيشکان، شهربزرګ، کشم، ارغنچخواه، خواهان، يفتل پايين او ځينې نورې غرنۍ ولسوالۍ له هغو ساخو څخه دي، چې للمې يانې د باران په اوبو زرغونې ځمکې په کې زياتې دي.
 
د کرنې رييس وايي، چې له ټولو بزګرانو سره يې اړينې مرستې کړي او ددوى د محصولاتو لپاره يې د ساتنې او بازار موندنې ښه زمينه مساعده کړې ده.
 
عالمي زياتوي، چې تل يې د غنمو او وريجو په موسم کې له کروندګرو سره د اصلاح شوو تخمونو او کيمياوي سرو مرسته کړې ده.
 
ده وويل، چې تېره اونۍ يې په ١١ سرحدي ولسواليو کې له ٥٣ زرو زياتو کروندګرو ته اصلاح شوي کرنيز تخمونه او کيمياوي سرې وېشلي، چې له دې جملې نه هر يوه کروندګر ته ٢٥ کيلو غنم، ٢٥کيلو توره سره او ٥٠ کيلو سپينه سره په وړيا ډول وکړل شوې او دا چاره به په نورو ولسواليو کې هم پلې شي.
 
د کرنې رييس له دې ډلې د وردوج ولسوالۍ ته اشاره وکړه او وايي، چې په وروستيو کلونو کې د نا امنيو له امله هېڅ ډول همکاري نه ده شوې او دا لومړى ځل دى، چې د وردوج کروندګر دا ډول امتيازات تر لاسه کوي.
 
د عالمي پر وينا، هر کال په زرګونو ټنه کرنيز محصولات کله غنم، وربشې، انګور، مڼې، بادام، پسته ، غوزان، زغر، کنجد، زردالو، پياز، کچالو، رومي بانجان، باميه ، تره ، بادرنګ، ګازرې او نورې مېوې په دې ولايت کې  را ټولېږي، خو د خلکو اړتيا او لګښت ته په پام سره په لاس راغلي محصولات دخلکو اړتياوې نه شي پوره کولى.
 
د بدخشان د کرنې رييس وويل، چې  ددې ولايت د ٢٨ ګونو ولسواليو په منځ کې يواځې د کشم ولسوالۍ ځينو ساحو کې شالي کرل کېږي او په پاتې نورو کې د اوبو د کمښت له امله دا کښت نه شته او يواځې غنم په کې کرل کېږي.
 
  کروندګر، مالداران او بڼوال د اوبو د بندونو او کرنيز اقتصاد په پياوړتيا ټينګار کوي او کرنيزو محصولاتو ته د پلور مارکېټونو، مېوې او سبزۍ لپاره د ساتنې لپاره د سړو خونو او پروسس غوښتونکي دي.
 
 د خواهان ولسوالۍ يو بڼوال ميرحيدر، چې اته جريبه ځمکه يې د مڼو بڼ ته ځانګړې کړې، وايي چې د حاصل اخيستو نه وروسته د لارو د سختوالي له امله په وخت سره  مارکېټ ته نه شي رسولى، چې له همدې امله يې ځينې خوسا کېږي.
 
دى دکرنيزو محصولاتو لپاره د بازار نه شتون د بڼوالو پر وړاندې يوه بله ستونزه بولي او زياتوي، چې د تېرو څو کلونو په اوږدو کې د خلکو سلګونه ټنه مېوه او سبزيجات د مارکېټ د نشتوالي له امله يا خراب شوي او يا هم په ولسواليو کې په ډېره ټيټه بيه پلورل شوي دي.
 
 دې بڼوال وويل:(( دولت بايد موږ ته لارې جوړې او مارکېټونه پيدا کړي.))
د بدخشان د کرنې چارواکي وايي، له هرې ممکنې لارې به هڅه وکړي، چې د کرنيز سکتور د ودې او د کروندګرو د اقتصادي ودې د پياوړتيا لپاره  لازم کار وکړي، څو مرکزي حکومت هم له دوى سره همغږى شي او د نښلوونکو لارو، کانالونو او سربندونو جوړولو ته پاملرنه واړوي.
د بدخشان عمده کرنيز محصولات له وريجو، غنمو،  وربشو او باقلي څخه عبارت دي، چې په دې سربېره د بهارک مڼې او ددې ولايت غوزان له ځانګړي شهرت څخه برخمن دي او په غرنيزو سيمو کې يې غرني بادام هم موندل کېږي.
 
سوداګري او پانګونه:
 
په بدخشان کې ځينې ملي سوداګر وايي، چې په دې ولايت کې سوداګري غوړېدلې، چې دخلکو په اقتصاد يې هم مثبت اغېز کړى دى.
 
دوى وايي، چې نسبي امنيت ددې لامل شوى، چې کورني او بهرني پانګوال په ډاډ سره په دې ولايت کې پانګونه وکړي او ددې ترڅنګ د وچې او تازه مېوې صادراتو ته لاره برابره کړي.
 
د فيض اباد ښار يو سوداګر قربانعلي، چې د قره قل څرمنې صادروي وايي، چې اوسنى امنيتي وضعيت ښه شوى او د هرې ورځې په تېرېدو سره سوداګريزې چارې مخ پر وړاندې  روانې دي.
 
دى هم مني، چې د بېلابېلو دلايلو له امله يې ددولت له خوا ملاتړ نه کېږي او نه هڅول کېږي، خو ټينګار کوي، چې ځايي ادارې يې تل ستونزې ورحل کړې دي.
 
دې ملي سوداګر وويل:((که چېرته دولت خصوصي سکتور ته غوره او ښه شرايط برابر کړي او امنيتي وضعيت ښه شي، نو دخلکو اقتصاد ورسره غښتلى کېږي او خلکو ته به هم دکار زمينه مساعده شي.))
 
د بدخشان د والي وياند عبدالمعروف راسخ وايي، چې په دې ولايت کې د سوداګريزو چارو  د ودې لپاره ښه زمينه مساعده ده او ځايي چارواکي هر وخت له ملي سوداګرو ملاتړ کوي.
 
ده يادونه وکړه، چې د سوداګرو اوسنۍ ستونزې به د هېواد اوسني وضعيت ته په پام سره د سوداګرۍ وزارت او سوداګرۍ او صنايعو خونې سره په همغږۍ حل کړي.
 
د بدخشان ولايت سوداګر ددې ولايت کرنيز محصولات د پلور لپاره د تخار- کندوز له لارې مزار شريف ، کابل او نورو ولايتونو ته لېږدوي.
 
لاسي صنايع :
 د بدخشان ولايت د ښځو چارو رياست چارواکي وايي، چې په وروستيو کلونو کې د ښځو اقتصاد ته پاملرنه ډېره شوې، ګڼې حرفوي پروژې ورته پيل شوي او د دوى  د لاسي صنايعو غوړېدو ته هم زمينه مساعده شوې ده.
د بدخشان ولايت د ښځو چارو رييسه ذوفنون حسام ناطق وايي، چې ځايي نا دولتي موسساتو ژمنه کړې، چې د ښځو د پرځان بسياينې او توليدي محصولاتو د بازار موندنې لپاره په ځانګړي  ډول د ښځو لاسي صنايعو لپاره همکاري  کوي.
د بدخشان د ښځو لاسي صنايع له الچه، کرباس، ټغر، چکمن او قاقمه ګنډنې څخه عبارت دي ، ددې ترخنګ په کې د بوټو، خامو، چمبسو ګنډڼې، کلالۍ، معمارۍ، سوداګرۍ، زرګرۍ، اهنګرۍ او مسګرۍ څخه عبارت دي.
 
د بدخشان ولايت د خلکو نور صنعتونه  د وريښمينو ټوټو، پشم، پوست، وړينو کاليو، خټينو لوښو، يخ جوړونې او اړو له فابريکې څخه عبارت دي.
 
د ښځو چارو رييسه وايي، چې په وروستيو کلونو کې د کورنيو لاسي صنايعو توليداتو ته پاملرنه ډېره شوې او همدا اوس په سلګونو مېرمنې په حرفوي پروژو کې په کار بوختې دي.
 
دا وايي ، چې هر کال د ښځو د لاسي صنايعو او توليداتو لپاره د بازار موندنې په موخه نندارتونونه جوړوي، چې د دولتي اوبهرنيو موسسو زياته پاملرنه يې ورته را اړولې ده.
د بدخشان د ښځو چارو رييسه وايي، که څه هم تر اوسه پورې ددې لاسي صنايعو لپاره مناسبه بهرنۍ  بازار موندنه نه ده شوې ، خو د سيمې په بازارونو کې ښه ځلېدلي دي.
دده په خبره ، د ښځو د لاسي صنايعو د نندارتونونو او مارکيت موندنې لپاره يې  مسوولو چارواکيو ته د يوه ښځينه بڼ وړانديز کړى، چې له منظورۍ وروسته به په دې برخه کې اقدام وکړي.
د بدخشان د ښځو چارو رييسه زياتوي، چې په وروستيو کلونو کې يې په مرکز او ولسواليو کې د ښځو ١٥٠ مرکزونه جوړ کړي او دې ګروپونو سربېره پر دې، چې له بې وزلو او محرومو ښځو  ته يې اسانتياوې برابروي، بلکې دوى ته په ټولنيزو  او سياسي موضوعاتو کې هم د تصميم نيونې لپاره ونډه ورکوي.
 
مېرمن ناطق وايي، چې په بدخشان کې  د تاجکستان سره په پوله دوه ګډ بازارونه هم شته، چې وطني صنايع او توليدات په کې پلورل کېږي او دې کار په اقتصادي وده کې مهم رول لوبولى دى.
په فيض اباد ښار کې يوه  د خامک او غالۍ اوبدونکې مېرمن مروه وايي، چې لاسي صنايعو يې د نړيوالو پام ور اوړلى، خو ورته بازار موندنه او د پلور زمينه نه شته .
دا زياتوي، چې د اړتيا وړ لاسي صنايعو بېلابېل ډولونه چمتو کوي، خو د بدخشان په بازارونو کې په کمه بيه پلورل کېږي او حتى د دوى د ژوند لګښتونه هم نه شي پوره کولى.
 
دې قالين اوبدونکې مېرمنې غوښتنه وکړه، چې د ښځو د لاسي صنايعو سکتور دې پياوړى شي.