غور دافغانستان له مرکزي ولايتونو څخه يو دى، چې د بيارغونې له پلوه وروسته پاتې ولايت ګڼل کېږي ، دکابل په ٤٨٠کيلومترۍ او د هرات، بادغيس، فارياب، سرپل، اروزګان، هلمند، فراه او باميانو ولايتونو په ګاونډ کې پروت دى،  خو له غوري دورې نه پاتې منار جام يې لرغونتوب زيات کړى دى.
 
غور ولايت يو غرنى ولايت دى، چې د جغرافيوي موقعيت له اړخه د شمال عرض البلد په ٣١ درجو او ٣٤ دقيقو کې او دختيځ طول البلد په ٢٥ درجو او ٦٥ دقيقو کې موقعيت لري او دسمندر له کچې ٢٢٥٠ متره لوړوالى لري.
 
 د غور ولايت پراخوالى ٣٨٦٠٠ زره کيلومتره مربع ته رسېږي ، چې د وګړو اټکلي شمېر يې ٣٦٦ زره تن دى او له ١٩٠٠ کليو څخه زيات په کې پراته دي.
 
ددې ولايت ډېرى سيمې د زياتو غرنيو سيمو په درلودلو سره يو ډول موسم نه لري، ځينې يې ډېرې يخې او ځينې نورې يې بيا نسبتا معتدلې او ګرمې دي.
 
 خپله د ولايت مرکز چغچران بيا د اوبو  او هوا له اړخه دوه اقليمه دى، چې په سوېل، ختيځ او لوېديځ کې يې هوا سړه  او واورينه ، خو په ژمي کې يې نښلوونکې لارې د پنځو مياشتو لپاره د ترافيکو پر مخ تړل کېږي.
 
په عمومي ډول ددې ولايت لوړې سيمې واورينې او يخې خو ښکتنۍ او هوارې سيمې يې نسبتا ګرمې دي.
 
ولسوالۍ :
 
غور ولايت د مرکز په ګډون ١٠ اداري واحدونه لري ، چې مرکز يې د چغچران ښار او ولسوالۍ يې له   تيوره ، تولک ،ساغر، پسابند، دولينه ،شهرک، دولتيار، چهار سده او لعل وسر جنګل څخه عبارت دي.
 
ددې ولايت ډېرى استوګن په دري ژبه خبرې کوي او ترڅنګ يې هزارګي ژبه هم له دې امله په کې دود ده، چې دا ولايت له باميانو سره ګډه پوله لري.
 
 د اوبو بندونه:
 
په غور ولايت کې د اوبو بندونه، نه شته، خو د هريرود، فراه رود او مرغاب سيندونه په کې بهېږي.  ټاکل شوې، چې دچغچران په ګرماب سيمه کې د هريرود سيند له پاسه د اوبو يو ستر بند جوړ شي ، چې نه يواځې د برېښنا د نه شتوالي ستونزه به حل کړي، بلکې زرګونه هکتاره ځمکه به هم خړوب کړي.
 
 تاريخي ابدات:
کله چې د افغانستان د تاريخي اثارو په اړه خبره کېږي، نو د منار جام تر هر څه وړاندې د سړي ذهن ته ورځي. دا جام د غور ولايت دشهرک ولسوالۍ د شمال ختيځ په ٦٠ کيلومترۍ کې د جام په کلي کې موقعيت لري، چې د ملګرو ملتونو د فرهنګي سازمان يونسکو له خوا د نړۍ په تاريخي اثارو کې شمېرل شوى دى.
منار جام د غوريانو په دوره کې ياني په کال ٢٠١٢ ميلادي کې د سلطان غياث الدين غوري د سطلنت پرمهال رغول شوى، چې د لرغونې معمارۍ او لوړوالي له اړخه د هندوستان  په ډهلي کې له قطب منار څخه وروسته د نړۍ دويم کم پيدا شاهکار او منار ګنل کېږي.
 د دې ولايت د دولتيار ولسوالۍ له کشک کهنه سيمې څخه هم د بودايي دورې ( له ٢- ٥ ميلادي پېړۍ) اثار تر لاسه  شوي، چې لرغونوالى يې له اسلام څخه زر کاله وړاندې ښودل شوى دى.
د غوري دورې تاريخي ابده ( قلعه ملک عنتر) هم په تولک ولسوالۍ کې ده، چې يو وخت د غوريانو ستر مرکز و، چې چنګيز يې هم په نيولو نه وو توانېدلى.
د ددې ولسوالۍ له ګاوګش تاريخي سيمې څخه هم په بېلابېلو ځانګړو ليکنو او تصويرونو ښکلې شوې د سرو زرو سکې هم تر لاسه شوي، چې د غوريانو تاريخي دورې نښې دي. البته غوريانو له ١٢ تر ١٣ ميلادي پېړۍ پورې واکمني درلوده.
چغچران ته څېرمه د قلعه ضحاک په نامه  هم يوه تاريخي سيمه شته، چې له تر لاسه شوو تاريخي اثارو څخه يې لرغونتوب اوه زره کلونو ته رسېږي .
د غور ولايت د اطلاعات او فرهنګ رياست د څېړنو له مخې، په غور ولايت کې د سلو په شاوخوا کې تاريخي سيمې ثبت شوي، خو لا هم زيات کار ته اړتيا ده، څو ټولې تاريخي سيمې تثبيت شي.
 موزيم:
په غور کې هم دځينو نورو ولايتونو غوندې موزيم نه شته او تر لاسه شوي تاريخي اثار يې کابل ته لېږدول کېږي. اوسمهال څو تاريخي اثار ددې ولايت په اطلاعات او فرهنګ وزارت کې ساتل کېږي  او ټاکل شوې چې د رياست په اډانه کې يو موزيم هم جوړ شي.
په تېره يوه لسيزه کې د مجسمو او سفالي لوښو په ګډون  په سلګونو نور قلمي اثار  په تاريخي ساحو کې د کيندنو له امله په لاس راغلي او وروسته بيا پاکستان او ايران ته قاچاق شوي دي.
د افغانستان اساسي قانون د لومړي څپرکى د نهمې مادې له مخې، معدنونه او نور تر ځمکه لاندې تاريخي اثار د دولت  شتمني ده، ددولتي شتمنيو څخه د ساتنې  او ددې ترڅنګ له طبيعي زېرمو او نورو عامه ملکيتونو څخه سمه ساتنه د قانون له لارې تنظيمېږي.
 مشاهير:
غور ولايت له پخوانيو پاچاهانو پرته  د شاعرانو او ادبيانو کور هم دى ، چې له دې ډلې  څخه کولى شو د غلام حيدريګانه او مهاج السراج نوم واخلو، چې ګڼ شعري اثار يې خپاره شوي دي.
ددې ولايت په ليکوالانو کې کولى شو د مستمند غوري ، عبدالقادر امامي غوري، نبي ساقي، فضل فايق ، محمد رسول فګار، سيد علي مشفق  او  علي عالمي کرماني نومونه واخلوو.
 رسنۍ:
  غور يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې په تېره يوه لسيزه کې يې  په فرهنګي برخه ښه پرمختګ کړى. همدا اوس په دې فرهنګپال ولايت کې د ٢١ په نامه مياشتينۍ،  فيروزکوه ، شنسب ، سام ، صداى غور مجله، پيام شهروند، فکرنو، انديشۀ جوان ، اراده مردم او ... نورې خپرونې فعالې دي.
ددې ترڅنګ يو دولتي راډيو تلويزيون، يوه خصوصي راډيو او د پنځلس بېلابېلې چاپي خپرونې فعالې دي، خو د تلوزيوني خپرونې په برخه کې يواځې د ملي تلويزيون خپرونې فعالې دي ، چې په  ١٣٨٥ لمريز کال فعالې شوې او د شپې له اړخه د مرکزي ملي تلويزيون خپلې ريلي کوي.
سره له دې چې د صداى عدالت په نامه يوه خصوصي راډيو هم په کې فعاله ده، خو د رسنيو په برخه کې يوه ورځپاڼه هم نه لري، همداسې ښځو ته ځانګړې شوې کومه چاپي او غږيزه خپرونه هم نه شته.
 
 پوهنه :
په غور ولايت  کې له ٨٠٠ ډېر ښوونځي شته، چې له دې ډلې ١٨٠ يې دښځو، ١٥ يې ګډ او پاتې نور يې دهلکانو دي. ددې ښوونځيو د زده کوونکو شمېر ٢٠٠ زرو ته رسېږي،چې ٧٠ زره يې نجونې او د تدريس چارې يې د ٤٤٠٠ ښوونکو له خوا تدرسېږي.
 
ددې ترڅنګ دوه تخنيکي انستيتيونه، شپږ دار المعلمينونه، دوه دکرنې لېسې، ١٧ مدرسې او دارالعلمونه، ١٠٥ کورني ښوونځي، ٩٠ د نړيوال مشارکت ښوونځي او يو دارالحافظ هم فعال دي.
يوه د لوړو زده کړو موسسه په کې په ١٣٩١ لمريز کال رامنځته شوه ، چې د ٤٥ نجونو په ګډون ٢٦٠ محصلين لري او په رياضي، فزيک، کمپيوټر، انګليسي، کيميا، بيولوژي او کرنې برخو کې زده کړه کوي.
 
صنعت:
 په غور ولايت کې ډېرى لاسي صنايع په ښځو پورې اړوند دي، دوى غالۍ، ټغر ، لمڅي او نور پشمونه ،چې د وزو او پسونو له وړيو جوړېږي، چمتو کوي.
د غور ښځې ددې ترڅنګ د ځايي جامو، لکه پيرهن، چپنو، چادرۍ،  ښځينه او نارينه خوليو او نورو په ګنډلو بوختې دي.
د تولک ولسوالۍ قالينچې يا وړوکې غالۍ  له ښه  نامه څخه برخمنې دي، په دغو قالينچو کې دغور د پخوانيو پاچاهانو او منار جام تصويرونه نقش شوي  وي.
د غور نارينه د بېل او کلنګ په څېر د کار وسايل جوړوي، چې په کرکيله کې ترې کار اخلي.
 د غور ولايت خرقې هم له تاريخي اهميت څخه برخمنې دي، چې د غور په مرکزي سيمه الله يار کې ډېرې جوېږي، لوړ کيفيت لري او تر ډېره يواځې شتمن کسان يې کاروي، ځکه چې بيه يې تر زرو افغانيو پورې رسېږي.
کرنه:
غور يو کرنيز ولايت دى، چې د خلکو ډېرې اقتصادي اړتياوې يې له کرکيلې پوره کېږي. ددې ولايت ډېر عمده کرنيز محصولات له غنمو، جوارو، کچالو، پيازو او د غوزانو په څېر وچو مېوو او د باقلي، مشنګو، لوبيا او ميو په څېر ځينو حبوباتو څخه عبارت دي.
مالداري هم په دې ولايت کې دود ده، چې اوسېدونکي يې پرې خپلې اقتصادي ستونزې حل کوي، کورت، وړۍ او پوستکي يې له مهمو حيواني محصولاتو دي.
 د غور ډېرې سيمې غرنۍ دي، نو له امله يې هوا هم په شمال کې يو ډول خو په سوېل کې بيا بل ډول ده، د مرغاب ډېرې سيمې يې د مرغاب سيند له برکته شنې  او سمسورې دي، ښکلې هوا لري او حتى د مرغاب ډېرى ښوونځي هم ددې ولايت د نورو سيمو خلاف په ژمي کې  فعال وي.
 ورزش :
 ورزش په وروستۍ لسيزه کې په غور ولايت کې ښه وده کړې او اوسمهال په کې  دنارينه وو لپاره د فوټبال، واليبال، تکواندو ،بسکټبال، وشوو، کانګفو، تکواندو، کاراته، کيک بُکس، کورش( چپنکي غېږباسنه)، دغړوښکلا، سپک اتلتيک ( له مرمۍ سره منډه)، هندبال، شطرنج، سنوکر، کبډي، او وزلوبې  ٢٠  ورزشي فدارسيونونه فعال دي، چې تر ډېره په کې ځوانان لوبېږي.
 په چغچران کې څو سالونونه او يو لوبغالى هم شته، چې په وروستيو څو کلونو کې را منځته شوي او ټاکل شوې په دې ولايت کې يو زرغون ميدان هم په روان لمريز کال کې جوړ شي. ددې ترڅنګ د ښځو لپاره په يوه جمنازيوم هم کار روان دى.
ددې ولايت ښځې د فوټبال، واليبال، تکواندو او بسکټبال په برخو کې فعاليت لري، چې شمېر يې تر ٢٠٠ کسانو پورې رسېږي.
 خو د وزلوبې دوديزه لوبه په کې له ډېر پخوانه په دې ولايت کې دود ده، چې د خوښۍ په محلفونو او ملي ورځو کې تر سره کېږي.
په زړه پورې خو دا وه، چې څو کاله وړاندې به د صابرې په نامه يوې ماهرې چاپ اندازې د وزلوبې په سيالۍ کې برخه اخيسته، خو اوسمهال يې له لوبې لاس اخيستى او دغور ولايت د  چهارسدې ولسوالۍ د ښځينه زندان د کارکوونکې په توګه دنده اجرا کوي.