نيلی (پژواک ٢لړم ٩٢) : دايکنډي ولايت له هلمند، اروزګان، غور او غزني ولايتونو سره ګډه پوله لري او له لوړو امنيتي ننګونو سره مخ دى، په وروستيو کلونو کې څو ځله پرې د اروزګان له چارچينو، د غور له پسابند او د هلمند له باغران ولسواليو څخه وسله وال بريدونه شوي دي.
د امنيتي ګواښونو له اړخه د  دايکنډي تر ټولو زيانمنې ولسوالۍ  له کجران، کيتي او سنګ تخت بندر ولسواليو څخه عبارت دي، چې له هلمند او اروزګان سره ګده پوله لري.
 دې ولايت نهه کاله وړاندې د اروزګان له يوې ولسوالۍ څخه ولايت ته ارتقا وکړه . ددې ولايت کيتي ولسوالۍ کې هر څو له نسبتي امنيت برخمنه وه، خو د ګيزاب نا امنيو پرې اثر کړى، دا  ولسوالۍ اوسمهال له امنيتي اړخه په اروزګان خو د تشکيلاتو له اړخه بيا په دايکنډي پورې اړه لري او ګڼ وسله وال مخالفين په کې فعال دي.
همدارنګه  د هلمند د بغران او د اروزګان  له چهار چينو سره په ګاونډ کې د کجران ولسوالي هم له امنيتي ګواښونو سره مخ ده.
  د دايکنډي ولايتي شورا غړي هادي رحيمي زاده پژواک خبري اژانس ته وويل: سره له دې چې دايکنډي ولايت د وسله والو مخالفينو په کلابندۍ کې دى، خو دولت بيا هم د امنيتي ځواکونو اکمالاتو ته پاملرنه ، نه کوي.
هغه زياته کړه، له دولت  څخه غواړي، چې دا ساحه دې د پخوا په څېر امنه وي، امنيتي برخې دې په امکاناتو، زرهي او درنې وسلې سمبال شي.
 رحيمي زاده زياته کړه:(( که چېرته د ملي ځواکونو د پياوړتيا په برخه کې دا کارونه تر سره نه شي، نو دايکنډي به هم د سوېلي ولايتونو په څېر نا امنه شي.))
 خو د دايکنډي ولايت دامنيه قوماندانۍ جنايي مديرسمونمل نوروزعلي عطايي وويل:(( واقعيت دادى، چې د دايکنډي ولايت اوسېدونکي له ارام ژوند سره مينه لري، هر وخت چې وسله والو مخالفينو په دې ولايت بريد کړى، نو د خلکو په مرسته بېرته شړل شوي دي.))
هغه زياته کړه، چې پوليس د تشکيل، امکاناتو ، وسايلو او حتى په ولسواليو کې د استوګنې د و د ودانيو له کمښت مخ دي، ګڼې نيمګړتياوي لري، خو بيا هم په ډېره زړورتيا له خپل ولايت نه دفاع کوي.
 خو د نيلي ښار يو اوسېدونکى اميرحسين وايي، چې خلک له جګړې ستړي شوي، په هېڅ ډول نه غواړي، چې دا ولايت بېرته د جګړې په ډګر بدل شي او هره ورځ دې ومري.
هغه زياته کړه، چې د دايکنډي په تېر ١٢ کلن امنيت کې دخلکو خوښه مهمه وه، که چېرته دوى امنيت نه واى ساتلى، نو خلک به زيانمن شوي وو.
 له بلې خوا ددې ولايت امنيتي سکتور،  چې له امنيه قوماندانۍ، ملي امنيت  او دجلب او جذب د همغږۍ زون په کې شامل دي، په خپل کلني راپور کې د امنيت ټينګول، د اساسي قانون پلي کول، ملي حاکميت، له ځمکنۍ بشپړتيا دفاع، دسولې او ثبات له دښمنانو سره مبارزه،  د هېوادوالو له حقونو ساتنه او د نشه يي توکو له کښت او قاچاق سره مبارزه  د خپلې امنيتي ستراتيژۍ په توګه اعلان کړي دي.
 په دغه راپور کې ، چې سږ کال خپور شوى، په کې له سلو زياتې  د جنايي جرايمو سره د مبارزې او وهلو ټکولو، له کور نه د تېښتې له لسو زياتې، د وژنو ٢٠ او  د غلا ٢٠ پېښې ثبت شوې دي.  په لسګونو  نورو  مواردو کې بيا د تښتونې، قصدي سوځونې، له قانون نه د تېښتې او وهلو او ټپي کولو پېښې راځي.
 ددې راپور له مخې، په ټوليز ډول له ٤٤١ شکمنو سره ٢٣٦ دوسې په دې ولايت کې شته دي.
 ستونزې او ننګونې:
په کلني ګزارش کې ويل شوي، چې ددې ولايت امنيه قوماندانۍ  خپلو اوسنيو امکاناتو ته په پام سره امنيت نه شي خوندي کولى او په خپل تشکيل کې ٨٠٠ نورو  ملي پوليسو ته اړتيا لري.
په ولسواليو او د ولايت په مرکز کې د دوو امنيتي حوزو د نظارت ځايونو د امريتونو نه شتون او د ولسواليو د امنيه قوماندانيو د ودانيو نه جوړېدل هم دامنيه قوماندانۍ له ستونزو دي.
د ټول ولايت په کچه ٦١ امنيتي پوستې جوړې شوي ، چې ٥٤٣ کسان په کې ګومارل  شوي، خو ټولې پوستې د استوګنې خونې او درنې وسلې نه لري.
 امنيتي فعاليتونه:
دکجران اوکيتي په څېر ځپل شوو ولسواليو کې د وسله والو بريدونو ١٥ پېښې ثبت شوې دي.
د همدې ولسواليو د لارو په اوږدو کې د امنيتي ځواکونو له خوا د وسله والو مخالفينو درې ريموټ کنترول ماينونه کشف او شنډي شوي او دکندهار له زندان نه تښتېدلي ٢ پاکستاني وګړي هم ، چې په ورانکارو او ويجاړوونکو فعاليتونو کې ښکېل وو، نيول شوي دي.
 د اداري فساد ١١ پېښو او له خپل وظيفوي صلاحيت نه ناوړه ګټه اخيستي عدلي  او قضايي ارګاونو ته ور پېژندل شوي او د محمدعلي صداقت په نوم وسله وال مخالف قوماندان له خپلو ٢٠٠ څخه زياتو کسانو سره د سولې عالي شورا ته اوښتى دى.
 د دايکنډي ولايت د سولې عالي شورا رييس محمدحسين دانش وويل، چې دوى پوره ١٧ مياشتې په دې هڅو کې وو، چې صداقت راضي او د سولې پروسې سره يوځاى کړي، چې په دې هڅه کې بريالي شول او د ولايت امنيت ورسره سل په سلو کې خوندي شو.
 د دې ولايت د مدني ټولنې يو فعال مهدي مدبر ادعا کوي، چې ددې ولايت ځينې خپلسري قوماندانان او خپلسري وسله وال په ملي شورا کې ددې ولايت د ځينو استازو ملاتړ له ځان سره لري.
هغه د کوم استازي نوم وانه خيست او ويې ويل د فيروز رسولي او عصمت الله په نامه قوماندانانو له خپلو وسله والو سره خلکو ته امنيتي ستونزې پيدا کولې، چې له امله يې په شهرستان او ميرامور ولسواليو کې امنيت خراب او اوسېدونکي يې  د شپې له خپلو کورونو نه شواى را وتلى.
 په مشرانو جرګه کې د دايکنډي ولايت سناتور علي اکبر جمشيدي هم وويل، په خپل ولايت کې يې د شلو ورځو په تېرولو په بيا بيا له ځايي چارواکو اورېدلي، چې ددې ولايت ځينې چارواکي له وسله والو څخه ملاتړ کوي.
هغه زياته کړه:(( خپله مې والي ته وويل، چې دا وکيل دې په ډاګه کړي، چې څوک دى، خو له بده مرغه چې څوک د وکيل د نوم اخيستلو جرئت نه لري.))
 په دايکنډي کې د بشري حقونو او مدني ټولنو شبکې هم د نا امنيو په اړه انديښنه څرګنده کړه او د يوه ١١ ماده ييز پرېکړه ليک په ترڅ کې يې له حکومت، ځايي چارواکو او وکيلانو وغوښتل، څو مصلحتونه شاته وغورځوي او هغه وسله وال ، چې د نا امنيو په سر کې دي، مشخص کړي.
شبکې همدارنګه له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو وغوښتل، څو پر دولت فشار راوړي او په جدي ډول دې ترې وغواړي، چې د دايکنډي دخلکو په اړه  له مصلحت  او بې مسووليتۍ څخه ډډه وکړي.
 خو په ولسي جرګه کې د دايکندي استازي شيرين محسني وويل، چې د جرګې هېڅ کوم غړى په دې اړه نه شي تورنولى او نه هم کوم سند لري، چې له وسله والو د دوى ملاتړ ثابت کړي.
هغه د عصمت په نامه يوه خپلسري وسله وال نوم واخيست چې خلک يې ځورولي او د امنيت په اړه يو ستر ګواښ دى، چې امنيتي  چارواکي يې بايد مخه ونيسي.
خو امنيتي چارواکي وايي، کله چې ددغه قوماندان په ضد عمليات کوي، نوموړى دغور ولايت پولو ته تښتي.