٣٧-اسدالله سعادتي:
د دايکنډي د خلکواستازى- رايې: ١٢٧١٢
 اسدالله سعادتي د محمدعلي زوى،چې په ١٣٥٣ لمريز کال د دايکنډي په شهرستان ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې لومړۍ او ثانوي زده کړې په خپل کلي او دليسانس برى ليک يې په ١٣٨٤لمريز کال د کابل پوهنتون ادبياتو پوهنځي له دري څانګې څخه تر لاسه کړى دى. نوموړي تر دې وړاندې  په پارلماني چارو کې د دولت د ستر کارپوه، د تحصيل پرمهال د دانشجو اونيز امتياز خاوند، اته کاله د ملي مشارکت اونيزې مسوول مدير په  توګه کار کړى او ددې ترڅنګ د حزب وحدت اسلامي افغانستان ګوند په سياسي کمېسيون او مرکزي شورا کې ٩ کلنه سياسي مخينه لري.
د اړيکو شمېرې: ٠٧٧٧٢٣٢٦٢٦ او ۰۷۹۶۱۵۵۹۶۹
 ۳۸- شيرين محسني:
د دايکنډي دخلکواستازې- رايې: ٨٥٨١
شيرين محسني د غريب حسين لور،چې په ١٣٥٩ لمريز کال د دايکنډي په شهرستان ولسوالۍ کې زېږېدلې ده. نوموړې خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې د دايکنډي په بنت هداى لېسه کې سرته رسولي  او د لېسانس برى ليک يې په کابل کې د خاتم النبين خصوصي پوهنتون له فقه او حقوقو څانګې څخه تر لاسه کړى دى. محسني تر دې وړاندې د بېرنۍ لويې جرګې، داساسي قانون لويې جرګې او د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره کې د دايکنډي د استازې په توګه دنده اجرا کړې او اوسمهال هم د ولسي جرګې غړيتوب لري.
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۹۷۲۳۷۸۲
برېښناليک : [email protected]
 ٣٩-محمدنور اکبري:
د دايکنډي د خلکواستازى- رايې:  ١٥٧٨٠
محمدنوراکبري د محمد اکبر زوى، چې په ١٣٤٢ لمريز کال د دايکنډي ولايت په خدير ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې  لومړنۍ  او ثانوي زده کړې  په خدير لېسه کې په ١٣٥٥ لمريز کال بشپړې کړې او په ١٣٥٨ کال د کابل پولي تخنيک څخه فارغ شوى دى. نوموړي د لېسانس سند په ١٣٧٤ لمريز کال او د ماسټرۍ سند په ١٣٧٦ لمريز کال دواړه د هند له جامعه مليه ډهلي پوهنتون څخه د ادبياتو په برخه کې تر لاسه کړي دي. اکبري له ١٣٧٤ څخه تر ١٣٨١ لمريز کال پورې د تفاهم جريدې د مسوول مدير، په هند کې دافغانستان دسفارت د لومړي مرستيال،  په جاپان کې دافغانستان دسفارت د مستشار مختار وزير، دهمدې سفارت د مستشار او شارژدافير او همدارنګه د ولسي جرګې په تېره او اوسنۍ دوره کې د دايکنډي دخلکو استازي په توګه دنده تر سره کړې ده.
 د اړيکو شمېره : ۰۷۹۹۳۳۵۶۸۰
برېښناليک : [email protected]
  ٤٠-نصرالله صادقي زاده نيلي:
د دايکنډي دخلکو استازى- رايې: ١٠٥٩٢
 نصرالله صادقي د  محمدحسين زوى ، چې په ١٣٥٤ لمريز کال د دايکنډي د نيلي ولسوالۍ په کجران کلي کې زېږېدلى دى. نوموړى په اسلام پوهنه کې ليسانس لري او د جهاد پرمهال د نيلي ولسوالۍ قوماندان وو. نوموړي داساسي قانون او بېړنۍ لويو جرګو کې د دايکنډي دخلکو استازولي کړې، څه موده د دايکنډي مرستيال والي او د ولسي جرګې په تېره دوره کې يې هم غړيتوب درلود.
 د اړيکو شمېره : ۰۷۰۰۲۷۳۵۸۵