١-ملي راډيو تلويزيون:
دغې دولتي رسنۍ خپل فعاليت په ١٣٨٥ لمريز کال په دايکنډي کې پيل کړى او د شپې له طرفه يو ساعته خپرونې لري، البته دا خپرونې په مرکزي ملي تلويزيون کې چمتو کېږي. اوسمهال يې مسووليت د چمن علي فرهمند پر غاړه دى.
د اړيکې شمېره : 0776241059
 ٢-دايکنډي راډيو:
دايکنډي يوه له هغو راډيوګانو څخه ده، چې په ١٣٨٤ لمريز کال کې د انټرنيزو ادارې له خوا جوړه شوې او ١٢ ساعته بېلابېلې خبري، سندريزې، کرنيزې ،روغتيايي او تفريحي خپرونې لري . ددې راډيو د امتياز خاوند محمدحسين علي زاده او مسوول مدير يې محمد انور شهاب دى.
د اړيکې شمېره  :0774219327
٣-نسيم راډيو:
نسيم خصوصي  راډيو په ١٣٨٩ لمريز کال په دغه ولايت کې جوړه شوې، ١٢ ساعته خبري، سندريزې او تفريحي خپرونې لري. ددې راډيو د امتياز خاوند مهدي موحدي او مسوول مدير يې رضا واحدي دى.
د اړيکې شمېره : 0772513006
 په دايکنډي ولايت کې اوسمهال له سايه روشن اونيزې پرته هېڅ کومه بله چاپي خپرونه نه شته، کومې چې تر دې وړاندې فعال وې، د وخت په تېرېدو او ګڼو ستونزو له امله له چاپ لوېدلې دي.
٤-سايه روشن اونيزه:
دې خپرونې تازه په خپرونو پيل کړى، مسوول مدير يې شهراب سروش غيبي او امتياز يې د يوه ټولنيز بنسټ پر غاړه دى. ددې خصوصي اونيزې مطالب سياسي، ټولنيز او نور موضوعات را نغاړي.
د اړيکې شمېره : 0770870587
غير فعالې رسنۍ :
 نماى دايکنډي:
نماى دايکنډي اونيزه د اسماعيل نګارش په مسوول مديريت په ١٣٨٦ لمريز کال خپره شوه، خو له خپرېدو وروسته بېرته سقوط شوه.
د اړيکې شمېره: 0778302002
ښاروالۍ مياشتنۍ:
دا مياشتينۍ خپرونه په لومړي ځل په ١٣٩٠ لمريز کال د ښاروالۍ په مرسته او د حسين اخلاقي په مسوول مديريت خپره شوه، خو وروسته يې خپرونې بندې شوې.
د اړيکې شمېره : 0772556003
محيط زيست مياشتنۍ:
دا خپرونه هم غير فعاله ده، چې پخوا يې مسووليت د علي مدد اسحاق پر غاړه او د امتياز خاوند يې د دايکنډي د چاپيريال ساتنې ملي اداره وه.
د اړيکې شمېره :0774747193
معارف مياشتنۍ:
دا غير فعاله خپرونه ددې ولايت د پوهنې رياست له خوا خپرېده او دمسووليت چارې يې د محمد عصمتي پر غاړه وې.
داړيکې شمېره: 0774813006
 دايکنډي اونيزه:
دايکنډي شخصي اونيزې هم د لومړي ځل لپاره په ١٣٨٨ لمريز کال د محمدعلي محسني په مسووليت پيل کړى، خو اوس بنده ده.
د اړيکې شمېره :0778583682
کوثر اونيزه:
کوثر خصوصي اونيزه په لومړي په ١٣٩٠ لمريز کال چاپ شوه، خو تر پنځو ګڼو خپرېدو وروسته بېرته ودرېده او مسوول مديريت يې د سيدجواد موسوى پر غاړه و.
د اړيکې شمېره: 0771288038
 جوانان اونيزه:
جوانان خصوصي اونيزه د خپلو څلورو ګڼو له خپرېدو وروسته سقوط شوه او مسوول مدير يې نعيم سايس دى.
د اړيکې شمېره : 0776200656
صبح دايکنډي اونيزه:
صبح دايکڼدي اونيزه د لومړي ځل لپاره په ١٣٨٦ لمريز کال  کې خپره شوه،خو تر يو کلنو خپرونو وروسته ودرېده او مديريت يې د علي پيام پر غاړه و.
 صفحه نو:
صفحه نو هم ددې ولايت له خصوصي رسنيو څخه يوه وه، چې تر  رامنځته کېدو وروسته يواځې  د څلورو کلونو لپاره د محمد رجا په مديريت خپره شوې ده.
د اړيکې شمېره: 0708302025