دايکنډي ولايت د هېواد له مرکزي ولايتونو څخه يو دى ، چې  ٩ کاله وړاندې د اروزګان ولايت يوه ولسوالي وه.
دا ولايت د کابل لوېديځ ته په ٤٦٠ کيلومترۍ کې پروت دى، په سوېل لوېديځ کې له اروزګان، په ختيځ کې له باميانو، په شمال کې له غور، په سوېل کې له غزني او په شمال لوېديځ کې له هلمند ولايت سره ګډه پوله لري.
دايکنډي د عرض البد په ٣٣٥٥٠٠ او د طول البد په ٢٥٥٥٠٠ درجو کې پروت دى او د سمندر له سطحې ٢٤٠٠ متره لوړ والى لري.
 دا ولايت، چې ٢٢ زره کيلومترو څخه زيات پراخوالى او ٧٢٩ زره اټکلي نفوس لري، د لوړو غونډيو، غرونو، شنو جلګو ، يخې او ګرمې هوا په دردلو سره دهېواد يو وروسته پاتې ولايت ګنل کېږي، چې د واورو د سخت ورښت له امله يې نښلوونکې لارې په کال کې شپږ مياشتې دخلکو پر مخ تړلې وي.
نيلي ښار ددې ولايت مرکز دى، چې له نږدې ١٥٦ کليو او ٩٥ زره استوګنو څخه جوړ شوى او پراخوالى يې ٧٨٠ کيلومتره مربع دى.
 ولسوالۍ:
دايکنډي د اداري سيستم له اړخه په ٩ اداري واحدونو وېشل شوى ، چې ولسوالۍ يې له خدير، شهرستان، ميرامور، اشترلي، سنګ تخت وبندر، کيتي، کجران او ګيزاب څخه عبارت دي.
ددې ولايت استوګن له هزاره، پښتنو او بلوڅو څخه تشکيل شوي، چې له ٢٨٠٠ څخه زيات  کلي په کې اباد دي، خو دهزاره قوم شمېره په کې زياته ده.
 د اوبو بندونه:
په دغه ولايت کې هېڅ کوم د اوبو بند نه شته، خو د هلمند، لذير او تج په نامه درې سيندونه ورڅخه تېرېږي، چې د اوبو د بندونو لپاره ښه ظرفيت لري.
دا چې دايکنډي په يوه غرييزه سيمه کې پروت دى، نو له همدې امله تر اوسه په کې د اوبيزو بندونو جوړولو لپاره په کې اقدام نه دى شوى.
کولتور:
 په دغه ولايت کې ګڼ شمېر سيمه ييزې لوبې لکه نيزه بازي، اس ځغلونه، ملي اتڼ، پخته چيني د نرانو او دښځو په برخه کې سيمه ييزې نڅاوې او پيشپو په نامه لوبې دود دي.
پيشپو يوه دوديزه لوبه ده، چې د ښځو او نجونو له خوا تر ډېره په ډله ييز ډول تر سره کېږي او ملي اتڼ ته ورته ده. دا  لوبه يې يو ډول پخوانۍ محلي نڅا ده، چې د  هزاره جات په مرکزي سيمو کې دود وه. دا لوبه د محلي شعرونو له ويلو سره په ودونو کې اجراکېږي.
د دايکنډي خلک خپلې ملي او مذهبي ورځې نمانځي او د اخترونو يا نوي کال په ورځو کې د يو بل کورونو ته ورځي.
 د بادام ګل جشن هم ددغه ولايت له فرهنګي مراسمو څخه دى، چې هر کال دسلګونو کسانو له خوا چې بڼوال ، فرهنګيان او سيمه ييز چارواکي په کې وي، نمانځل کېږي.
تاريخي ابدات:
 په دايکنډي ولايت کې تاريخي ابدات نه شته، خو د نيلي – شهرستان  او ميرامور په اوږدو کې څو پياوړې کلاګانې شته، چې سلګونه کاله لرغونتوب لري، دا کلاګانې د کاروانسرايونو په نامه يادېږي او ښه بڼه لري.
ځينې اثار يې دخاورو له منځه هم پيدا شوي. د ١٣٩٢ لمريز کال په لومړيو کې د اسلامي دورې په لسګونه قلمه مسکوکات د سنګ تخت ولسوالۍ له شيخ علي سيمې څخه هغه مهال تر لاسه شول، چې عام خلک د سړک په جوړولو بوخت وو.
 په دغو اثارو کې ٢٠٠ سکې، د نقرې درې ګوتې، د سرو زرو دوه ګوتې، د زمردو او مرجانو درې ټوټې شاملې وې، چې ټول وزن يې ٦٦٠ ګرامه کېده او په يوه کوزه کې ځاى پر ځاى شوې وې.
په يوه سيکه باندې د( لا اله الاالله ) کلمه هم ليکل شوې ده.
 موزيم :
په دايکنډي کې نه موزيم شته او نه هم د ساتلو لپاره تاريخي اثار، که کله په کې کوم نيم تاريخي اثر له خاورو تر لاسه شي، نو کابل ته يې ملي موزيم ته استوي.
 مشاهير:
دايکنډي  ولايت د ګڼو مشاهيرو کور دى، چې له دې ډلې د ابراهيم ګاوسوار، محمد عظيم خان اشکار اباد، ملا خداداد، محمد حسين صادقي، مير يوسف بيګ،  نعيم خان، محمد کاظم افکاري، پهلوان نجف بيک  او پياوړي شاعر شاه ناطق سيد حليم شاه کجران نوم اخيستلى شو.
له دې ډلې هر يوه دخلکو په خدمت کې وخت  تېر کړى او ددوى په منځ کې يې نېک نومونه خپل کړي دي.
د شهرستان ولسوالۍ نظامي، د ميرامور محمد جان جوادي او د اشترلي ولسوالۍ حاجي محمد رحماني ددغه ولايت مشهور معاصر شاعران دي، چې د غزل، رباعي او حماسي شعرونو په برخه کې يې شاعري کړې ده.
 رسنۍ:
په دغه ولايت کې د رسنيو او مدني ټولنو شتون خورا پيکه دى.  دملي راډيو تلوزيون تر څنګ دوه سيمه ييزې راډيوګانې په کې ځنډنۍ خپرونې لري، چې د خپرنيز پوښښ ساحه يې يواځې تر نيلي بازار او شاو خوا سيمو پورې محدوده ده.
په چاپي خپرونو کې يې تر اوسه يواځې د نداى دايکنډي مهالنۍ دوه ګڼې، د اسمان دايکنډي مهالنۍ يوه ګڼه او د نسخه خطي په نامه اونيزې دوه ګڼې خپرې شوې دي. مطبعه، کتابپلورنځى، خبري رسنۍ او د ډله ييزو اړيکو وسيلې او مدني بنسټونه په کې کمرنګه دي.
په وروستيو کلونو کې لسګونو مدني او ټولنيزو بنسټونو په دې ولايت کې فعاليت پيل کړى، خو تر اوسه يې هم خپل ځاى نه دى موندلى.
 
 پوهنه:
په دې ولايت کې د يوه خصوصي پوهنتون ترڅنګ، څلور شپنۍ لېسې، پنځه د کرنې او حسابدارۍ انستيتيتونه او د ١٩٠ لېسو په ګدوڼ ٣٣٩ ښوونځي فعاليت لري.
د زده کوونکو شمېر يې ١٧١ زره تنه دى او څلور زره نور يې په پوهنتونونو او انستيتيتونو کې تحصل کوي، چې ٤٤ سلنه يې نجونې دي.
د پوهنې په برخه کې يې له څلورو سوو زيات ښوونکي او د پوهنې کارکوونکي خدمت کوي.
 صنعت:
په دغه ولايت کې دخامک دوزۍ، ګلدوزۍ، غالۍ اوبدنې، ټغر اوبدنې او خورجينونو جوړولو په څېر لاسي صنايع فعال دي، چې ډېره برخه يې د ښځو له خوا چمتو کېږي.
د دايکڼدي اوسېدونکي د پسونو د وړيو په رسېدو ټغر او غالۍ جوړوي او بيا يې د پلور لپاره بازار ته وړاندې کوي.
په وروسيتو کې له کابل څخه هم د غالۍ اوبدنۍ ځينې مواد( نخ) دغه ولايت ته رسېدلي، چې د غالۍ اوبدنې سيمه ييز  ډول يې اغيزمن کړى او اوسېدونکو يې  دعصري قالينو جوړولو ته مخه کړې ده.
 
کرنه:
د دايکنډي د خلکو اقتصاد په کرنه او مالدارۍ ولاړ دى، چې ددې ولايت له ٩٠ سلنې زيات وګړي يې بوخت کړي دي.
غنم، وربشې، جوار ،  بادام او زردالو يې له عمده محصولاتو څخه شمېرل کېږي. ددې ولايت بادام له ځانګړي شهرت څخه برخمن دي او په سلګونو بڼوال له دې لارې د خپل ژوند اړتياوې پوره کوي.
 تېر کال يې د بادامو محصولات ٧٥٠٠ ټنو ته رسېدل، خو د کرنې د برخې چارواکي يې وړاندوينه کوي، چې د کمو اورښتونو او اوبو دکمښت له امله به په دې اندازه کې د پام وړ کمښت راشي.
د بادامو باغونه عموما ددغه  ولايت په مرکز، شهرستان او ميرامور ولسواليو کې دي، چې د کفمل، کاغدي، ستاربايي او سنګک په نامه يادېږي او د حاصل ټولولو وخت يې منى دى.
 سره له دې چې په دې ولايت غنم هم کرل کېږي، خو خلکو ته بسنه نه کوي او خپل خوراکي توکي لکه وريجې، غوړ، لوبيا، نخود او مۍ د کابل او غزني له بازارونو څخه تر لاسه کوي.
لوبې:
په دايکنډي ولايت کې له ٢زور څخه زيات ورزشکاران شته، چې د فوټبال، واليبال، شطرنج، منډې، د غړو ښکلا  او رزمي ورزشونو په برخه کې فعاليت کوي. رزمي ورزشونه يې  له کانګفو، موتاى، نيوفول، کانتک او تکواندو څخه عبارت دي.
هغه ښځې او نجونې چې د فوټبال، منډې او شطرنج په برخه کې يې وزرش ته مخه کړې ٨٠ تنه کېږي.
سره له دې چې ١٠ خصوصي ورزشي کلپونه په دې ولايت کې فعاليت لري، خو په عمومي ډول د واليبال او فوټبال لپاره د جمنازيمونو لپاره امکانات نه شته، چې ورزشکارانو ته يې ستونزې زېږولې دي.