١١-علي اکبر جمشيدي:
د دايکنډي انتخابي سناتور
 
سناتورعلي اکبر جمشيدي د ابراهيم زوى، چې په ١٣٥٣ لمريز کال ددې ولايت په سنګ تخت ولسوالۍ کې زېږېدلى او تر ١٢ ټولګي پورې يې زده کړه کړې. نوموړي تر دې وړاندې د پوهنې د ماموراو د سنګ تخت ولسوالۍ د پوهنې د مدير په توګه دندې اجرا کړې دي .
د اړيکې شمېره: 0706699065
 ١٢-حاجي سيدمحمد سادات ناصري:
د دايکنډي انتخابي سناتور
 
سناتور سيد محمد سادات ناصري د حاجي سيدايوب شاه زوى، چې په ١٣٥٣ لمريز کال ددې ولايت دکجران ولسوالۍ په کندو کلي کې زېږېدلى او تر ١٢ ټولګې پورې يې زده کړه کړې. نوموړي دوه کاله په کيتي او کجران ولسوالۍ کې د ملکانو او د سيمه ييزو استازو  د رييس، دوه کاله د سرې مياشتې د مشرتابه بورډ د غړي، د  مشورتي او دوديزې لويې جرګې د غړي په توګه دندې اجرا کړې دي.
د اړيکو شمېرې :   0706414445-0700001389
 
                                                                                                                                     ٨٢-نجيبه حسيني:
د دايکنډي انتصابي سناتوره
 
نجيبه حسيني د حاجي خادم لوري، چې په ١٣٤٦ لمريز کال د دايکنډي په شهرستان ولسوالۍ کې زېږېدلې ، د لېسانس سند يې د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې تر لاسه کړى او د قضايي ستاژ( فوق ليسانس) کورس فارغه ده. حسيني تر دې وړاندې په دايکنډي کې د ښوونکې، د ښځو چارو وزارت په حقوقو رياست  کې د ريسرچ د عمومي مديرې او دعدلي او قضايي اصلاحاتو کمېسيون د غړې په توګه دندې اجرا کړې دي.
د اړيکو شمېرې :  0700283420-0756015291
برېښناليک :[email protected]