دايکنډي ولايت د مرکز په ګډون له ٩ اداري واحدونو څخه جوړ شوى دى.
 ١-مرکز(نيلي ښار):
نيلي ښار د دايکنډي ولايت مرکز دى. دا ولايت ٩ کاله مخکې د اروزګان ولايت يوه ولسوالۍ وه، خو کله يې  چې ولايت ته ارتقا وکړه، نو نيلي د نورو ولايتونو د مرکزونو په پرتله کوچنى او د عامه کارونو او بيارغونې له اړخه هم چندان پرمختللى نه و.
 ٢-خدير:
خدير ولسوالي د ٢٩٤ کليو او ١٩٢٠ کيلومتره مربع پراخوالي په درلودلو په اټکلي ډول د ٨٣٤٠٠ کسانو داستوګنې سيمه ده ، چې نيمه متعدله اقليم لري. ددې ولسوالۍ د ٩٠ سلنو خلکو اقتصاد په کرنه او مالدارۍ ولاړ دى. دا ولسوالي له اشترلي، سنګ تخت بندر ولسواليو سره ګډه پوله لري او په شمالي برخه کې له نيلي ښار سره هم نښتې ده.
 
٣-اشترلي:
 
اشترلي په اټکليز ډول ٨٨٣٤٠ تنه نفوس لري، چې په ٣٤٣ کليو کې استوګنه لري او پرخوالى يې ١٩٨٠ کيلومتره مربع ښودل شوى دى. هوا يې نيمه معتدله او ډېرى خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. غنم، جوار او وريجې يې عمده کرنيز توکي ګڼل کېږي او په شمال کې له باميان ولايت سره ګډه پوله لري.
 
 ٤-سنګ تخت –بندر:
دا ولسوالي د ٧٨٩٠٠ تنه نفوس او ١٠٩٥ کيلومتره مربع پرخوالي په درلودلو سره له ٢٩٠ کليو تشکيل شوې ، سړه هوا لري او له غور ولايت سره په پوله پرته ده. د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د يخنۍ په موسم کې د لارو له سخت بندښت سره مخ وي او اقتصاد يې په کرنه او مالدارۍ ولاړ دى.
٥- شهرستان :
شهرستان ولسوالي د ٤٦٥٣کيلومتره مربع پراخوالي او د 72450 تنه نفوس په درلودلو له ٢٩٠ کليو څخه تشکيل شوې، نيمه معتدله هوا لري او بادام يې له ځانګړي شهرت څخه برخمن دي. دا ولسوالي له سوېل ختيځ لوري له غزني، په لوېديځ کې له نيلي، په ختيځ کې له ميرامور او شمال کې له اشترلي ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.
 
 ٦-ميرامور:
 
ميرامور ولسوالي د ١٩٢١ کيلومتر مربع پراخوالي او ٨٨٤٠٠ تنه نفوس په درلودلو له ٣٢٦ کليو څخه جوړه شوې، نيمه معتدله هوا لري او په ختيځ کې له باميانو ولايت سره  ګډه پوله لري.
 
٧-کجران:
 
کجران ولسوالي د ١٦١٠ کيلومتره مربع پراخوالي او ٧٣٨٠٠ تنه نفوس په درلودو له ٣٢٦ کليو تشکيل شوې، ګرمه هوا لري او له اروزګان او هلمند ولايتونو سره په ګډه پوله پرته ده.
 
 ٨-ګيزاب :
 
ګيزاب ولسوالي د ٤٢٤٠ کيلومتره مربع پراخوالي او ٧٨٤٥٠ تنه نفوس په درلودلو له ١٢٦ کليو څخه  تشکيل شوې، هوا يې ګرمه ده او په سوېل کې له اروزګان ولايت سره ګډه پوله لري.
 ٩-کيتي:
کيتي ولسوالي د ١٦١٠ کيلومتره مربع پراخوالي او ٦٤٩٠٠ تنه  نفوس په درلودلو سره له ١٩٦ کليو څخه تشکيل شوې او يوه ګرمه سيمه ګڼل کېږي. دا درې  ولسوالۍ له هلمند او اروزګان ولسواليو سره ګډه پوله لري، له همدې امله ځينې وخت له  دې لارې د وسله والو مخالفينو له امنيتي ګواښ سره مخ وي.  که څه هم ياده ولسوالي اوسمهال په امن ده، خو دګيزاب ولسوالۍ له لارې، چې د وسله والو مخالفينو فعاليت کې  پراخ دى، تل د وسله والو مخالفينو له ګواښ سره مخ وي.