که څه هم دايکنډي يو نوى تاسيس شوى ولايت دى او په ١٣٨٤ لمريز کال يې د اروزګان ولايت له يوې ولسوالۍ څخه ولايت ته ارتقا وکړه، خو له دې سره سره هم په کې مدني ټولنو وده نه ده کړې او اوسمهال په کې ١٠ مدني بنسټونه فعاليت لري.
 ١-د دايکنډي د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکه:
دا شبکه په ١٣٨٩ لمريز کال د بشري حقونو، ديموکراسۍ، قانون حاکميت او دغو ارزښتونو ته د يوه ژمن حکومت د جوړولو په موخه خپل فعاليت کړى. د   بشري حقونو او مدني ټولنې ١٣٨٢ لمريز کال په وږي مياشت کې په کابل کې د ٢٨ غير دولتي موسسو له خوا د بشري حقونو او مدني ټولنو څخه جوړه شوه، چې اوسمهال يې ١١٢ مدني ټولنو غړيتوب تر لاسه کړى دى.
د اړيکو شمېرې:  0774295958 – 0708938934
 برېښناليک  : [email protected]
 
 ٢-د دايکنډي دمدني ټولنو شبکه:
دا شبکه په ١٣٩١ لمريز کال د غبرګولي په ١٥مه ددغه ولايت د مدني ټولنو له خوا تاسيس شوه، چې موخه يې د مدني ټولنو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالو را کمول او ظرفيت لوړولو په موخه جوړه شوې ده، څو خلک عدالت ته لار پيدا کړي ، ددې شبکې مسووليت د سودابه موحدي پر غاړه دى.
د اړيکې شمېره : 0779170873  
برېښناليک : [email protected]
 
 ٣-د دايکنډي ښځو فرهنګي او ورزشي ټولنه:
دا ټولنه ‎چې مشري يې د شکريې تابش پر غاړه ده، خپل جواز يې په ١٣٩٠ لمريز کال  کې دعدليې وزارت له انسجام رياست څخه تر لاسه کړى، دښځو د ورزش او پوهې لوړولو په برخه کې فعاليت کوي.
د اړيکو شمېرې : 0771818343 – 0770208780 
برېښناليک : [email protected]
 
 ٤-پيمان عدالت ټولنيز بنسټ:
دې بنسټ خپل فعاليت د ١٣٩١ لمريز کال په ژمي کې پيل کړى دى. ځانګړې کړنلاره لري، چې په شپږو څپرکو او ٢٥ مادو کې جوړه شوې ده.  ددې بنسټ د جوړېدو موخه داده، څو د پوهنې د زده کوونکو او خلکو افکار په فرهنګي او ټولنيزه برخه کې سره تبادله کړي او ددې ترڅنګ د خلکو په منځ کې د زده کوونکو د استعدادونو  د ودې او ظرفيت جوړونې په برخه کې کار کوي.  ددې ټولنيز بنسټ مشري د رضايي پر غاړه ده.
د اړيکې شمېره : 0708002521
برېښناليک : [email protected]
 
 ٥-دهمغږۍ اسلامي او پراختيايي شورا:
دا شورا په ١٣٨٩لمريز کال د دايکنډي ولايت په کچه د ښځو لپاره دمرستو دجذب او  ظرفيت لوړولو په موخه جوړه شوې ده او مشري يې د علم تاج اميري پر غاړه ده.
د اړيکې شمېره :   0773788962
 
٦-د ټولنيز عدالت عالي اسلامي شورا:
دا بنسټ  په ١٣٨٥ لمريز کال کې د ښځو لپاره د مرستو د جذب او سوکالۍ په موخه جوړ  شوى او تر اوسه پورې ګڼې لاسته راوړنې لري. ددې شورا مسووليت د روشن اختياري پر غاړه دى.
داړيکې شمېره :   0773788962
برېښناليک :     [email protected]
 
 ٧-نور هنري او فرهنګي ټولنه:
دا ټولنه په ١٣٨٩ لمريز کال د ځوانانو د ظرفيت جوړونې، دعدالت لپاره د مبارزې  او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د ورکولو په موخه جوړه شوې او رياست يې د لطيفې سجادي پر غاړه دى.
د اړيکې شمېره : ٠٧٧٨٥٨٦٣٠٥   
برېښناليک : [email protected]
 
 ٨-د ځوانانو فرهنګي ټولنه:
د اټولنه په ١٣٨٤ لمريز کال د دايکنډي ولايت د بېلابېلا ولسواليو د ځوانانو له خوا د ټولنيزو فعاليتونو دانګيزې رامنځته کولو او فکري پياوړتيا په موخه را منځته شوې ده. دا ټولنه په دې توانېدلې، چې دځوانانو تر منځ ښه همغږي رامنځته کړي او په نيلي کې دمرکزي دفتر تر څنګ په اشترلي او خدير کې هم ساحوي دفترونه رامنځته کړي.  دا ټولنه اوسمهال ١٤٠ غړي لري او رياست يې د اسماعيل نګارش پر غاړه دى.
د اړيکو شمېرې : 0778302002 -0708302002
برېښناليک   : [email protected]
 
٩-نجات څېړنيز او حقوقي بنسټ:
دې بنسټ خپل فعاليت په ١٣٩١ لمريز کال د حقوقي، ټولنيزو او فرهنګي څېړنو په موخه پيل کړى او مشري يې د محمد توحيدي پر غاړه ده.
د اړيکو شمېرې :-  0703578362 -   0774558285
برېښناليک : [email protected]
 
١٠-د دايکنډي د ژورنالېستانو ټولنه:
 
دا ټولنه په ١٣٨٨ لمريز کال له  ژورنالېستانو څخه د ملاتړ او ظرفيت اوچتولو په موخه دايکنډي کې جوړه شوې، چې مشري يې د محمد رجا پر غاړه ده.
 
د اړيکو شمېرې : 0708302025 – 0772268993
برېښناليک : [email protected]