نيلی (پژواک ۳۰ تله ٩٢): د دايکنډي د پوهنې چارواکي وايي، چې په وروستيو کې د دغه ولايت پوهنيز بهير ښه پرمختګ کړى، خو خلک بيا په دې برخه کې د ښوونځيو د ودانيواو مسلکي ښوونکو له نه شتونه شکايت کوي.
د دايکنډي د پوهنې رييس محمد علي واثق وايي، چې د پوهنې په برخه کې ګڼې ستونزې وې، خو په وروستيو څو کلونو کې دغه ستونزې کمې شوې، زده کوونکو او ښوونکو ته غوره اسانتياوې برابرې شوې دي.
ده وويل، په دايکنډي ولايت کې يو خصوصي پوهنتون، د شپې څلور لېسې، پنځه د حسابدارۍ او کرنيز انسټيټيوټونه او د ١٩٠ لېسو په ګډون ٣٣٩ ښوونځي فعال دي او زياتوي، چې په دغو ښوونځيو کې له ١٧٠ زرو زيات زده کوونکي او په انسټيټيوټونو او پوهنتونونو کې له ٤٤ زره زيات نجونې او هلکان تحصيل کوي.
د واثق په وينا، په دغه ولايت کې د پوهنې په برخه کې له څلورو سوو زيات ښوونکي په تدريس بوخت دي.
د دايکنډي د پوهنې رييس زياته کړه: ((ټولو دې شمېرو له پنځو کلونو وړاندې مودې سره دېرش سلنه زياتوالى موندلى، چې له پوهنې سره د خلکو مينه او لېوالتياڅرګندوي.))
د ده په وينا، له پوهنې سره د خلکو مينه، د پوهنې رياست هڅې او د زده کوونکو ترمنځ مثبته سيالي د دې لامل شوې، چې د ١٣٩١ کال په کانکور کې له ٣١٠٠ زيات دولسم پاسان پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته لار پيدا کړي.
 خو د دغه ولايت د ولايتي شورا منشي هادي رحيمي زاده وايي، د کانکور په ازموينه کې د دايکنډي د زده کوونکو بريا د زده کوونکو د کورنيو او پوهنې رياست د کوښښونو څرګندونه کوي.
هغه زياته کړه: ((ډېرى کورنۍ خپل بادام او پسونه پلوري، په پيسو د ژمي په موسم کې خپلو اولادونو ته په کابل کې د کورسونو او کانکور ته د چمتووالي زمينه مساعدوي.))
د دايکنډي يو فرهنګي احمدعلي صادقي هم وايي، چې د زده کوونکو د بريا يو راز هم دا دى، چې د ژمي په موسم کې د درس ويلو لپاره کابل، باميانو او هرات ته ځي.
د ده په وينا، سره له دې چې د دايکنډي خلک د پوهنې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، خو اوس په دې اند دي، چې دغه ولايت د مرکزي حکومت له ياده وتلى دى.
ستونزې:
د دايکنډي يو اوسېدونکى نوروز علي د دغه ولايت د پوهنې له ناسم وضعيت څخه شکايت کوي او وايي، چې ښوونيز او تحصيلي سيستم په ټول هېواد کې له ګنو کمزوريو سره مخ دى.
نوموړي دايکنډي ولايت د دغو ستونزې د نمونې په ډول وړاندې کوي، ځکه چې ښوونکي په منظم ډول ښوونځيو ته نه ځي او زده کوونکو ته ډېر مضامين د غير مسلکي او داسې کسانو او ملا امامانو له خوا تدرسېږي، چې خپله يې تر شپږم ټولګي پورې زده کړه کړې دي.
 سرچينې زياته کړه، چې دولت ورته په هره برخه کې کمه پاملرنه کړې، هغه په دې اړه زياته کړه: ((څو چې زموږ په منځ کې دغه تعصبات او ستونزې حل نه شي، موږ په خپلو منځو کې يوه نسبي يووالي ته ونه رسېږو، نو حل يې امکان نه لري.))
د دايکنډي ولايت اوسېدونکى خداى رحيم هم يو له هغو کسانو دى، چې د دغه ولايت د پوهنې په برخه کې يې کار کړى، هغه په دې اړه زياته کړه: ((لا هم زموږ تحصيلي نظام ستونزې لري، په ښوونځيو کې ډېر داسې ښوونکي لرو، چې پوره سواد نه لري، خو په لوړو ټولګيو کې تدريس کوي.))
په دايکنډي ولايت د يوولسم ټولګي يوه زده کوونکې فاطمه هم له ستونزو شکايت کوي او وايي: ((موږ زياتې ستونزې لرو، چې زياته برخه يې د پوهنې په برخه کې دي.))
فاطمې زياته کړه، چې له لومړي ټولګي تر اوسه پورې زده کړه يې د ونو تر سيوري او خېمو لاندې کړې ده، له همدې امله د ښوونځيو زده کوونکي ځورېږي.
 دا په داسې حال کې ده، چې پوهنې وزارت ويلي، د پنځوسو زرو څخه زياتو زده کوونکو ستونزې به د ٢٥ ميليونو ډالرو په لګښت په باميانو، دايکنډي او غور کې د اويا ښوونځيو او مناسبو درسي ځايونو په جوړولو حل شي.
 د دغه وزارت په وينا، په باميانو کې ٢٤ ښوونځي په دايکنډي کې به ٢٣ ښوونځي او په غور کې به ٢٣ نوي ښوونځي جوړ شي.
 د پوهنې وزير ډاکتر فاروق وردک تېر کال د دايکنډي په ګاونډ باميانو ولايت کې د يوه ښوونځي د بنسټ ډبرې اېښودلو پر مهال ويلي وو: ((تر دوو راتلونکو کلونو پورې به د افغانستان هېڅ کومه سيمه چې ښوونځي ته اړتيا لري بي ښوونځي، هېڅ کوم ښوونځى به بې ښوونکي او هېڅ کوم زده کوونکى به بې کتابه پاتې نه شي.))
د پوهنې وزارت وايي، د٢٠١٣ زېږديز کال له پيله هر کال ١٢٥ميليونه ډالر د پوهنې د کيفيت لوړولو لپاره د نړيوالې ټولنې له خوا په افغانستان کې لګول کېږي، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې دغه اندازه ٢٥ ميليونه ډالره وه.