سرپل ښار ( پژواک ٢١ وږى ٩٢ ) : د سرپل ولايت اوسېدونکي وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله په دغه ولايت کې امنيت ښه شوی؛ خو امنيتي مسوولين بايد لا پسې ګړندۍ چارې تر سره کړي، چې د خلکو پوره باور تر لاسه کړي.
 
د دغه ولايت امنيتي چارواکي هم د تېرو ستونزو له امله د امنيت ټکني توب مني؛ خو زياتوي، چې د تېرو کلونو په پرتله په دغه ولايت کې د امنيت په موخه منظمې او ګړندۍ چارې روانې دي.
دوی وايي، که چېرې عام ولس د امنيتي مسوولينو ملاتړ وکړي؛ نو لرې نه ده، چې د امنيت په برخه کې شته ډېرې ستونزې له منځه لاړې شي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرووف تاج، چې له تېرو يو نيم کال څخه يې په دغه ولايت كې دنده پيل كړې؛ پژواك خبري اژانس ته په يوه ځانګړې مركه كې وويل، چې په دغه ولايت كې تر ټولو ستره ستونزه پر پوليسو د عامو خلكو بې باوري ده.
نوموړي د خلكو د اعتبار په اړه په ځانګړې توګه څه ونه ويل، خو زياته يې كړه، چې ښايي له خلكو سره ښه چلند نه وي شوى.
د هغه په وينا، په تېر يو نيم کال کې يې په دغه برخه کې ډېر کار کړی او ډاډمن دی، چې د خلکو د باور تر لاسه کېدو ته خورا نږدې شوی دی.
نوموړي سرپل ولايت په نسبي توګه ناامنه وباله ، خو ټينګار يې كاوه، چې د امنيتي حالت د سمون لپاره يې ګړندۍ هڅې پيل كړې دي.
د هغه په وينا، د صياد او کوهستانات ولسواليو ځينې برخې او مركز ته نږدې سيمه سيداباد، له نسبي ناامنو سيمو څخه دی، چې د دوى ورته ډېر پام دى.
امنيه قوماندان مل پاسوال تاج وويل، چې د تېرو دووکلونو په ترڅ کې په يادو سيمو کې څو ځلې چاڼيز عمليات تر سره شوي او ښه نتيجه يې ورکړې ده.
نوموړي زياته كړه، چې د يادو عملياتو په ترڅ كې يې د صياد ولسوالۍ نو قشلاق، ارملك، توربغري او شاتوت كلي له وسله والو مخالفينو پاك كړي دي.
د هغه په وينا، د عملياتو په ترڅ كې يې د لسګونو ميله وسلو ترڅنګ زيات شمېر وسله والو مخالفين ژوندي نيول شوي او يو شمېر يې وژل شوي هم دي.
د سرپل ولايت اوسېدونکي که څه هم په ځينو سيمو کې د وسله والو طالبانو د شتون پخلی کوي؛ خو له امنيتي مسوولينو څخه غواړي، چې د عامه ځايونو د امنيت په برخه کې جدي هڅې وکړي.
د سرپل د مرکز اوسېدونکي محمد اسماعيل پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت لا هم د ناامنۍ سيورى خور دی.
نوموړي زياته کړه، چې په لرې پرتو سيمو، کوهستانات او د صياد په ځينو برخو کې د طالبانو له شتون څخه څوک انکار نه شي کولی؛ خو امنيتي مسوولين بايد د ولايت مرکز ته نږدې د عامه ځايونو د امنيت په ټينګښت کې لټي ونه کړي.
د هغه په وينا، د سرپل مرکز او د شبرغان ښار تر منځ لويه لاره وخت ناوخته ناامنه وي، امنيتي مسوولين بايد د دغه ډول ستونزو پر وړاندې جدي هڅې وکړي.
اسماعيل وويل، چې که څه هم دغه لاره د امنيتي مسوولينو له خوا په پوره توګه څارل کېږي او د تېر په پرتله پکې پېښې کمې شوې دي؛ خو بيا هم د خلکو په زړونو کې ډار شته دی.
د سنچارک ولسوالۍ اوسېدونکي محمد دين وويل،چې ياده ولسوالۍ لا هم د پخوانيو زورواکو په ولکه کې ده.
نوموړي د کوم زورواکي نوم په ډاګه نه کړ؛ خو زياته يې کړه، چې دلته د پخوانيو جنګونو زورواکي لا هم په نوې بڼه پر خلکو هراړخيز فشار راوړي.
د هغه په وينا ، د پخوانيو جنګونو پاتې شوني زورواکي له سياسي مسلو څخه د ځمکو تر غصب پورې د خلکو په ژوند کې لاسوهنې کوي، چې يو ډول ناارمه فضا يې رامنځ ته کړې ده.
محمد دين وويل، چې د همدې مسلو له امله د پوليسو او عامو خلکو تر منځ واټن پيدا شوی؛ تر کومې چې پوليس د خلکو ستونزې حل نه کړي او زورواکو ته ځواب ورنکړي، نو باور جوړول به ناشوني وي.
امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرووف تاج وويل، دوی هڅې کوي، چې امنيتي حالات د تېر په پرتله ډاډمن وي.
نوموړي زياته کړه، چې د سرپل او شبرغان تر منځ لويه لاره کې له تېرو شپږو مياشتو هېڅ ډول ستونزه نه شته.
هغه همداراز د زورواکو د شتون په اړه وويل، چې که وي؛ نو عام خلک دې له دوی سره نېغې اړيکې ونيسي، خپله ستونزه دې ورسره شريکه کړي.
تاج وويل، چې که امنيتي مسوولينو د خلکو د ستونزو د حل په موخه جدي هڅې ونه کړي. نو بيا پوليس ګرم دي.