سرپل ښار ( پژواک ٣١ وږى ٩٢ ) : د سرپل ولايت اوسېدونکي د دغه ولايت د پوهنې په برخه کې د ښوونځيو د ودانيو او د مسلکي ښوونکو کمښت له ټولو جدي ستونزه ګڼي.
دوی وايي، چې په تېرو لسو کلونو کې د دغه ولايت د پوهنې برخې ته د اړتيا وړ پاملرنه، نه ده شوې، همدا لامل دی، چې د ډېرې مودې په تېرېدو لا هم دوی له لومړنيو اسانتياوو برخمن نه دي.
د سرپل ولايت د پوهنې رييس عبدالغفور سرپلي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ۴۰۰ تعليمي دولتي بنسټونه کار کوي.
نوموړي زياته کړه، چې ۳۸۱ ښوونځي، ۱۸ ديني مدرسې او يو تربيه معلم کې ۱۶۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې ۴۰ سلنه يې نجونې دي.
د هغه په وينا، په يادو تعليمي ادارو کې ۳۵۰۰ ښوونکي په تدريس بوخت دي.
سرپلي وويل، چې سربېره پر دې په سرپل ولايت کې د نيمه لوړو زده کړو ۴ بابه تخنيکي ښوونځي، چې دوه يې د کرنې، يو د نفت ګاز تخنيکم او يو د برېښنايي سامانونو د بيارغونې ښوونځی دی.
نوموړي زياته کړه، چې له تېرو دوو کلونو د ښوونې او روزنې د څانګې په فعالېدو سره د سرپل پوهنتون هم په فعاليت پيل کړی دی.
خلک :
خو د سرپل ولايت اوسېدونکي په تېرو لسو کلونو کې د پوهنې په برخه کې له شوي کار څخه راضي نه دي.
د صياد ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشر حاجي فروتن پژواک ته وويل، چې د دوی په ولسوالۍ کې له ټولو جدي ستونزه د پوهنې په برخه کې ده.
نوموړي زياته کړه، چې په ټوله ولسوالۍ کې يې ۷۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري .
د هغه په وينا، دوی څو ځلې له اړوندو دولتي چارواکو سره د خپلې سيمې د پوهنې د برخې ستونزې شريکې کړي؛ خو لا يې کومه پايله نه ده ورکړې.
خو د سوزمه قلعې ولسوالۍ زده کوونکي بيا د مسلکي ښوونکو له کمښت څخه سر ټکوي.
د دغې ولسوالۍ د مرکز د لېسې د لسم ټولګي زده کوونکي ميرمحمد پژواک ته وويل، چې د دوی په ښوونځي کې ټول امکانات تر يو ځايه پورې شته دي؛ خو ډېری ښوونکي له همدې لېسې څخه فارغ او يا هم د نورو لېسو د دوولسم ټولګي فارغين دي.
نوموړي زياته کړه،دوی پوهېږي، چې دغه ښوونکي ورته هغسې تدريس نه شي کولی، څومره چې دوی اړتيا لري.
د هغه په وينا، ډېری وخت په ټولګي کې د مسلکي ښوونکو د کمښت له امله وخت بې ځايه تېرېږي.
ميرمحمد وويل: ((که چېرې د دوولسم صنف فارغين له لسم څخه ښکته صنفونو کې درس ورکړي ، نو ممکن کوم  خاص مشکل نه وي، خو له لسم څخه تر دوولسم صنف پورې، مهم صنفونه دي بايد موږ مسلکي استادان ولرو.))
د سرپل ولايت د پوهنې مسوولين هم په دغه ولايت کې د يادو ستونزو پخلی کوي؛ خو وايی، چې دوى د پوره کېدو هڅې پيل کړې دي.
د پوهنې رييس عبدالغفور سرپلي وويل، چې له تېرو لسو کلونو راهيسې په سرپل ولايت کې د بيارغونې شوې چارې د نشت برابر  دي، چې د پوهنې په روان بهير يې هم منفي اغېز کړی دی.
نوموړي زياته کړه، چې له همدې امله په دغه ولايت کې ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري.
د هغه په وينا، دم ګړۍ په سرپل کې ۲۳۰ ښوونځي ودانۍ نه لري، چې زده کوونکي يې په کرايي خونو، ازاده هوا او جوماتونو کې په زده کړو بوخت دي.
خو سرپلي وويل، چې دوی له تېر کال راهيسې د ښوونځيو د ودانيو د جوړېدو چارې جدي پيل کړې دي.
نوموړي زياته کړه، چې تېرکال يې ۲۵ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړې او سږکال د ۱۰۰ ښوونځيو لپاره د ودانيو د جوړېدو پلان بشپړ شوی ، چې په نږدې موده کې به يې چارې پيل شي.
خو د سرپل د پوهنې رييس د مسلکي ښوونکو کمښت جدي ستونزه وګڼله.
نوموړي زياته کړه: ((که څه هم د مسلکي استادانو د مشکل د حل لپاره هم هڅې کوو؛ خو لا هم په سرپل کې دغه مشکل جدي دی او له همدې وجې د پوهنې چارې تر ډېره سستې دي.))
د هغه په وينا، دوی د سرپل ولايت په ۳۵۰۰ ښوونکو کې څه باندې ۱۰۰۰ مسلکي ښوونکي لري، چې شمېر يې خورا کم دی.
نوموړي زياته کړه، چې د دغو ښوونکو ډېر شمېر اجير او د دوولسم ټولګيو فارغين جوړوي.
د هغه په وينا، د همدې ستونزې د حل په موخه يې څه موده وړاندې د څوارلسم ټولګي له ۶۰۰ فارغينو څخه د استادۍ ازموينه واخيسته، چې ۵۰۰ يې بريالي شول او په ښوونځيو کې په دندو وګومارل شول.
شنونکي :
د پوهنې په برخه کې د چارو شنونکي وايي، چې د سرپل ولايت د پوهنې په برخه کې که د مسلکی ښوونکو د کمښت ستونزه په لنډه موده کې حل نه شي، نو ممکن د دغه ولايت د پوهنې بنسټ ته زيان ورسوي.
د چارو شنونکي عصمت الله روفي پژواک ته وويل، چې په تېرو لسو کلونو کې د پوهنې په برخه کې ډېر کار شوی، خو بيا هم داسې ولايتونه شته، چې د پوهنې برخې چارې يې د نشت برابر  دي.
نوموړي زياته کړه، چې د سرپل ولايت ستونزه جدي ده، که چېرې دولت د دغه ولايت د پوهنې برخې ته جدي پاملرنه ونه کړي ، نو ممکن د پوهنې بنسټ يې ناسم کېښودل شي.
د هغه په وينا، د ښوونکو په نشتوالي کې د زده کړو بهير پر مخ وړل ناشونې مسله ده؛ بايد د سرپل د مسلکی ښوونکو د کمښت ستونزه په لنډه موده کې حل شي.