سرپل ښار ( پژواک ٢٥ وږى ٩٢) : د سرپل ولايت دولتي چارواکي وايي، چې که څه هم په تېرو کلونو کې په دغه ولايت کې د بيارغونې چارې د بېلابېلو لاملونو له امله ټکنۍ وې؛ خو په وروستيو دوه کلونو کې يې د بيارغونې چارې تر ډېره ګړندۍ شوې دي.
دوی وايي، چې په وروستيو دوه کلونو کې د پوهنې، سړک جوړونې او ځمکنيو زېرمو په برخه کې د يادو وړ کارونه شوي دي.
د سرپل ولايت والي عبدالجبار حقبين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې د بېلا بېلو لاملونو له امله په دغه ولايت کې د بيارغونې او پراختيايي چارې د نشت برابرې دي.
نوموړي زياته کړه، چې څه به واليانو په سمه توګه مرستې نه وي جذب کړي او څه د دې ولايت امنيتي حالت تر دې کړکېچن و، چې له امله يې بيارغونې او پراختيايي چارو ته زمينه نه ده برابره شوې.
خو حقبين وويل، چې په وروستيو دوو کلونو کې دوی د ولايت هراړخيزې بيارغونې ته جدي پاملرنه کړې ده او په دې هڅو کې دي، چې د عامو خلکو په مرسته دغه لړۍ همداسې روانه وساتي.
د سرپل والي په دغه ولايت کې د شويو کارونو په اړه وويل، چې د نفت وګازو  او د مسو د استخراج زمينه برابره شوې، چې د نورو ګټو تر څنګ به پکې زرګونو عامو خلکو ته د کار زمينه برابره شي.
نوموړي د پوهنې په برخه کې د شويو چارو په اړه زياته کړه، چې په تېر کال کې ۲۵ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوي او په راتلونکي کال کې ۷۵ ښوونځيو ته د ودانيو جوړېدو پلان لري.
د هغه په وينا، که څه هم سرپل ولايت د برېښنا له جدي ستونزې سره مخ دی؛ خو دوی هڅې کوي، چې دغه ستونزه په نږدې موده کې حل کړي.
حقبين وويل، چې له مزراشريف څخه د ازبکستان د برېښنا د غځولو په موخه د دغه ولايت په ساحه کې د ۶۲ کيلومتره واټن په اوږدو کې د برېښنا پايې لګول شوي، چې په ۴۰ کيلومتر واټن کې پرې د برېښنا مزي هم غځول شوي دي.
نوموړي همداراز د سړکونو د قير کولو د پيل شويو چارو په اړه وويل، چې د ولايت په مرکز کې يې ۸ کيلومتره سړک د قير کېدو چارې د بشپړېدو په درشل کې دي او د ۸ کيلومتره نور سړک د قير کېدو چارې به په نږدې موده کې پيل شي .
د ولايت د مرکز او د سوزمه قلعې او سنچارک ولسواليو تر منځ د لويې لارې قير کېدل پيل شوي دي.
حقبين د دولتي ودانيو د جوړېدو په اړه وويل، چې د امريکا د ځانګړو قواوو په لګښت د ولايت مقام ودانۍ چارې بشپړې شوي، د بلخاب ولسوالۍ ودانۍ د جوړېدو په حال کې ده او د سنجارک او صياد ولسواليو د ودانيو د جوړېدو قرارداد د تر سره کېدو په حال کې دی.
د سرپل ولايت اوسېدونکي که څه هم په دغه ولايت کې د بيارغونې له شويو کارونو څخه راضي نه دي؛ خو په نږدې موده کې د بيارغونې د چارو د ګړنديتوب پخلی کوي.
د سرپل د مرکز اوسېدونکي محمد الله پژواک اژانس ته وويل، چې په ټول هېواد کې به سرپل يواځينی ولايت وي، چې د بيارغونې چارې يې د نشت برابرې دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه ولايت کې په هېڅ برخه کې داسې کار نه دی شوی، چې ولس ورته د بيارغونې د چارې په سترګه وګوري.
د هغه په وينا، تر درې مياشتو مخکې پورې د سرپل ولايت په مرکز کې يو کيلومتر قير شوی سړک هم نه و.
خو د همدې ښار اوسېدونکي محمد اجمل که څه هم په تېرو لسو کلونو کې د دغه ولايت بيارغونه درېدلې ګڼي؛ خو زياتوي، چې په دې وروستيو کې ځای ځای د بيارغونې له چارو سره مخ کېږي.
نوموړي د بېلګې په توګه د ولايت په مرکز کې د اته کيلومتره سړک د قير کېدو د چارو د جريان پخلی وکړ.
د هغه په وينا، لا هم په دغه ولايت کې د بيارغونې جدي هڅو ته اړتيا ده.
د سرپل والي عبدالجبار حقبين هم تاييد کړه، چې لا هم په ډېرو برخو کې د بيارغونې جدي هڅو ته اړتيا شته ده.
نوموړي زياته کړه، چې د کار وړ برېښنا نشته، ډېری دولتي ادارې ودانۍ نه لري، څه کم درې سوه ښوونځيو کې په ازاده هوا کې لوست روان دی، د سړکونو په برخه کې که څه هم کار روان دی، خو ډېر کار ته اړتيا شته ده.
د هغه په وينا ، د همدې ستونزو د حل په موخه يې له تېر يو نيم کال څخه جدي هڅې پيل کړې دي، چې تر دې دمه يې ځينو هڅو پايله  هم ورکړې ده.