قلعه نو ( پژواک ٢٦ وږى ٩٢ ) : د بادغيس ولايت چارواکي له امنيتي ستونزو سره سره د بيارغونې د چټګ پرمختګ خبر ورکوي، خو د ځينو ولسواليو اوسېدونکي بيا پخپلو سيمو کې د بيارغونې له نشتوالي شکايت کوي.
د  بادغيس د کليو د پراختيا رياست مرستيال انجنير محمد عثمان سعيد پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د بيارغونې په برخه کې په دې ولايت کې پنځه ملي پروګرامونه روان د ي.
دى وايي ، چې په دې پروګرامونو کې د ملي پيوستون، د اوبو رسولولوملي پروګرام، د ټولنيزو چارو پروګرام، د کليوالي  سړکونو د جوړښت او د ښونې او روزنې د پرمختګ پروګرامونه دي.
دى وايي ، چې ددې ترڅنګ د بېلابېلو دولتي او نا دولتي ادارو له خوا هم په دې ولايت کې د بيارغونې ګڼ شمېر  کارونه شوي دي.
د هغه په وينا، له تېرو څو کلونو راهيسې په څلورو ولسواليو ابکمري، مقر، قادس او جوند کې د ملي پيوستون پروګرام پلى شوى، چې په ترڅ کې يې د شل ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د بيارغونې پروژې بشپړې او څلورو زرو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې وه.
انجنير سعيد وويل ، چې د ملي پيوستون په دويم پړاو کې يې د روان لمريز کال له پيله د پنځه ميليونه او ٣٥ زره امريکايي ډالرو په لګښت په بېلابېلو سيمو کې د بيارغونې کارونه پيل کړي دي .
د هغه په وينا، په دې کې تر ٧٠ زياتې پروژې شاملې دي، چې ددې کال تر پايه پورې به بشپړې شي او زرګونه کورنيو ته به ترې ګټه ورسيږي .
د کليو د پراختيا رياست مرستيال وويل، چې په دغو پروژو کې د ښوونځيو ودانۍ، د کولتوري ټولنو ودانۍ، سړک، د پلونو اوپولګوټو جوړول،د اوبو رسولو سيستمونه، د برېښنا چمتوالی، د ښځو لپاره د حرفوي زده کړو ښونيزه چارې او نورې  شاملې دي.
هغه وايي ، چې د ټول ولايت په کچه د ملي پيوستون په چوکاټ کې ٨٥٥ ولسي شوراګانې جوړې شوې دي او زياته يې کړه چې په بالامرغاب ولسوالۍ کې تازه دغه پروګرام پيل شوى دى.
نوموړي دغه راز زياته کړه ، چې په دې ولايت کې د حلقوي سړک چارې هم روانې دي، چې د هرات-بادغيس ترمنځ  ٢٧٠ کيلومتره دى او د ميليونونو ډالرو په  لګښت جوړېږي.
دغه راز هغه وويل، چې په دې ولايت کې د سړکونو او په مرکز کې د اوبو پروژې هم تطبيق شوې دي.
ددې ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس حفيظ الله بينش، هم د کرنې او مالدارۍ چارو کې د پرمختګ ادعاوکړه او ويې ويل ، چې بزګرو ته په وخت د اصلاح شويو تخمونو او کرنيزو افاتو ضد درملو ورکړې له  امله يې  سږکال په زړه پورې حاصلات لرل .
د کرنې رييس زياته کړه، چې په دې ولايت کې د پستو د ځنګلونو د بيارغونې چارې پيل کړې دي او سږ کال د ٢٥ ميليونه افغانيو په لګښت دوه سوه هکتاره ځمکه کې د پستې ونې کرل شوې دي.
د بادغيس د پوهنې رييس ضياء الحق وثيق  وايي، چې په دې ولايت کې ګڼ شمېر ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې دي ، خو اوس هم يو شمېر يې ودانۍ نه لري.
د بادغيس د ولايتي شورا غړي محمد ناصر نظري پژواک ته وويل ، چې په بالامرغاب او جوند ولسواليو کې د ملي پيوستون پروګرام هېڅ پلى شوى نه دى.
هغه زياته کړې، چې په دې ولسواليو کې د څښلو لپاره پاکې اوبه، د ښوونځيو لپاره ودانۍ او پخې لارې نه لري او له نورو ستونزو سره مخامخ دي.
نظري وايي ، چې په نورو ولسواليو کې هم د بيارغونې کارونه  لکه څنګه چې تمه کېده، هغه ډول نه دي ترسره شوي.
هغه د حلقوي سړک د کارونو دسستوالي يادونه هم وکړه .
خو د والي وياند ميرويس مېرزکوال وايي ، چې ددې سړک کارونه اوس په چټکۍ  سره رواني دي او هيله يې څرګنده کړه، چې تر راتلونکي کال پورې به بشپړ شي .
ددغه حلقوي سړک پيسې اسيايي بانک ورکوي له فارياب څخه تر هرات پورې غځېدلى او په بادغيس ولايت کې تېر شوى دى.
د بالامراغاب ولسوالۍ يوه استوګن ۲۳ کلن ځوان محمد ابراهيم ژوندي پژواک اژانس ته وويل، چې د ولسوالۍ خلکو سره د مور مېرې سلوک کېږي.
هغه زياته کړه ، چې په دې ولسوالۍ کې نه د ملي پيوستون شورا جوړه شوې او نه هم په دې ولسوالۍ کې د بيارغونې کارونه ترسره شوي دي.
دى وايي ، چې ددې ولسوالۍ خلک د څښلو لپاره د پاکو اوبو ستونزو سره  مخ دي او د خرابو اوبو له امله يو شمېر ماشومان ناروغه شوي دي.
د ابکمري ولسوالۍ يو استوګن ۳۱ کلن کروندګر شعيب بيا له بيارغونې خوښ دى او زياتوي، چې په ولسوالۍ کې يې ډېر کارونه شوي دي.
د کليو د پراختيا رياست مرستيال انجنير سعيد د  خلکو شکايتونه مني ، خو زياتوي چې د نا امنيو له امله په ځينو ولسواليو کې د بيارغونې کارونه نه دي شوي.
هغه زياته کړه ، چې په بالامرغاب کې څلور کاله مخکې ١٧ شوراګانې جوړې شوې، خو د نا امنيو له امله يې کارونه وځنډېدل .
نوموړى وايي، چې سږکال يې د دوه سوه ميليونه افغانيو په لګښت په دې ولسوالۍ کې د بيارغونې کارونه پيل کړي او شوراګانې يې هم رامنځته کړې دي.
ده د جوند ولسوالۍ په اړه وويل ، چې هلته شوراګانې فعاله او د بيارغونه کارونه هم پکې روان دي.
د والي وياند ميرزکوال د اوبو ديوې لويې پروژې يادونه وکړه او ويې ويل ، چې له ابکمري ولسوالۍ څخه د ولايت تر مرکزه پورې د ٥٥ کيلو متره نل ليکې غځولو چارې يې پيل کړې دي ، چې له امله يې قلعه نو ښار ته پاکې او خوږې اوبه راشي .
دى وايي ، چې له ترکمنستان څخه د برېښنا د غځولو پر پروژې هم کار روان دى، چې له امله  به  يې ددې ولايت ډېرې سيمې روښانه شي .