قلعه نو( پژواک ٧ وږى ٩٢ ) : بادغيس ولايت چې د هېواد په لوېديـځ کې واقع دى، د خلکو اقتصاد يې پر کرنې، مالدارۍ او باغدارۍ ولاړ دى، خو خلک يې خپلو حاصلاتو ته د بازار له نشتوالي شکايت کوي.
دغه راز ددې ولايت اوسېدونکي شکايت کوي، چې نا امنيو ددوى پر اقتصادي پرمختګ ناوړه اغېزه کړې ده.
د بادغيس د کرنې او مالدارۍ رييس حفيظ الله بنيش پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ددې ولايت د خلکو اقتصاد په کرنه او مالدارۍ ولاړ دى .
هغه زياته کړه ، چې ددې ولايت اوسېدونکو د پخوا په پرتله ښې رمې او د څارويو ګلې لرلې، خو د نرخونو د ټيټوالي له امله يې مالدار له زيانونو سره مخ شوي دي.
دى وايي ، چې په دې ولايت کې په وخت بارانونو ددې ولايت کرنيز حاصلات زيات کړي وو، خو زياتوي چې د نا امنيو او ناقانونه وسله والو له خوا د کروندګرو او مالدارو ځورولو خلکو ته ستونزې پيدا کړې دي.
د کرنې رييس وايي ، چې سږکال په دې ولايت کې ۹۶ زره ميټريک ټنه غنم له درمندونو اخيستل شوي ، په داسې حال کې ، چې تېر کال د غنمو حاصل په دغه ولايت کې ۳۸زره ټنه و.
ده زياته کړه ، چې د حاصلاتو د ډېرېدو لوی لاملونه په وخت بارانونه او د زراعت له اصولو سره سم  د خلکو د کروندو برابرول دي .
د هغه په وينا، د کرنې رياست ، خلکو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې او همکاري کوي او ډاډ يې څرګند کړ، چې په راتلونکي کې به ددې ولايت کرنيز محصولات نور هم زيات شي .
بنيش وايي، چې ددې ولايت ٨٠ سلنه ځمکې للمي دي او د اوبيزې ځمکې کچه کمه ده، خو بيا يې هم حاصلات زيات شوي وو.
نوموړي دغه راز وويل ، چې په دې ولايت کې د مېوو حاصلات هم ډير دي ، لکه هنډوانې، خټکي ،انګور ، بادام  او پسته .
بينش وويل ، چې ددې ولايت د پستو باغونه هم د خلکو پر اقتصاد ښه اغېزه لري او هر کال خلک له دې باغونو څخه ډېر عايد ترلاسه کوي.
دى وايي، چې په دې ولايت کې تازه سبزيجات هم ښه حاصلات لري او ددې ولايت اړتياوې پوره کوي.
د کرنې رييس وايي، چې  په دې ولايت کې مالدارۍ هم د پخوا په پرتله ډېر پرمختګ کړى او خلکو په زياته اندازه بېلا بېل ډول څاروي ساتلي دي.
د نوموړي په وينا، په دې ولايت کې شاوخوا ٨٢١ زره پسونه ، ٥٤٠ زره اوزې او څه دپاسه سل زره غواګانې شتون لري.
بنيش وويل ، چې په دې ولايت کې خلکو ١٢٢٤٣  اوښان هم ساتلي ، خو زياته يې کړه چې په دې ولايت کې د اسونو نسل د ورکېدو په حال کې دى.
د نوموړي په وينا، د څارويو د سم بازار د نشتوالي او د بيو د ټيټوالي له امله مالدار له اقتصادي ستونزو سره  مخ  دي.
د بادغيس د کرنې او مالدارۍ رييس زياتوي ، چې اوس مهال په دې ولايت کې ٢٤٣١ اسونه شته، په داسې حال کې چې پخوا ددې ولايت تقريباً هر يوه کور يو اس درلود او د سپرلۍ په توګه يې ترې کار اخيسته.
د دې ولايت کروند ګر او عام اوسېدونکي له خپلو کرنيزو حاصلاتو او مالدارۍ خوښ دي، خو پر دولت نيوکه کوي، چې په دې برخه کې يې ورسره سمه همکاري نه ده کړې.
د بالامرغاب ولسوالۍ يو تن بڼوال محمد ابراهيم پژواک اژانس ته وويل، چې ده د زردالو او انګورو ترڅنګ د يو شمېر نورو مېوو باغونه او قوريې جوړې کړې دي، خو د کرنې رياست ورسره مرسته نه ده کړې.
هغه زياته کړه : «بادغيس کې بې له شکه کروندګرو که ښه درمندونه اخيستي، خو د خپل لاس زيار يې دى ، دولت ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې، نه يې کيمياوي سره ورکړې او نه هم اصلاح شوي تخمونه. »
دى وايي، چې اوس تر څلورو زرو زيات نيالګي لري ، په داسې حال کې چې د کرنې رياست په پسرلي کې له نورو ولايتونو څخه نيالګي راوړي، خو دلته ددوى خپل نيالګي نه اخلي.
د بادغيس ډېرى اوسېدونکي دپستو له ځنګلونو څخه خپل عايد ترلاسه کوي، دا ځنګلونه په ابکمري، مقر او بالامرغاب ولسواليو کې دي .
د حکومتي سرچينو د معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې ٩٠ زره هکتاره ځمکه کې د پستې ځنګلونه شته .
خو د بادغيس د ولايتي شورا رييس شکېب وايي ، چې اوس يواځې ٢٩ زره هکتاره د پستې ځنګلونه پاتې دي او  نور يې زورواکو وهلي او يا هم طبعي پېښو کې له منځه تللي او د احياء لپاره يې تر اوسه اقدامات نه دي شوي.
نوموړي داهم وويل ، چې د حکومت وسله والو مخالفينو په دې ځنګلونو کې پوستې جوړې کړي  او خامه حاصلات يې راټولوي.
د بادغيس د والي وياند ميرويس ميرزکوال هم وايي، چې ٧٠ سلنه د پستې ځنلګونه له منځه تللي ، خو زياتوي چې د بيارغونې لپاره يې اقدامات په لاره اچولي دي.
هغه زياته کړه ، چې هر کال د پستې له درکه افغانستان ١٤٠ ميليونه ډالر عوايد لرل.
د کرنې رييس وايي، چې په تېرو څو کلونو کې يې په دوه زره هکتاره ځمکه کې د پستې نوي نيالګي ايښي دي.
د حاجي اسماعيل په نامه يوکروندګر په دې ولايت کې د غنمو له  ټيټې بيې شکايت کوي .
ده زياته کړه : (( ما له خپل فصل څخه شل خرواره غنم ترلاسه کړل، خو بيې يې ټيټې وې.))
د هغه په وينا، په دې ولايت کې يو من غنم (څلور نيم کيلو) په ٦٠ افغانۍ دي په داسې حال کې چې په ګاونډيو ولايتونو کې يې بيه تر ١٠٠ افغانيو زياته ده.