قلعه نو ( پژواک ٢٣ زمرى ٩٢ ) : د بادغيس چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د پخوا په پرتله د وسله والو طالبانو تحرکات زيات شوي، خو د بريدونو کچه يې کمه شوې ده.
دغه ولايت د مرکز قلعه نو په ګډون اوه اداري واحدونه لري ، چې له منځه يې د بالامرغاب، جوند او مقر ولسواليو کې د دولت د وسله والو مخالفينو واک پراخ دى.
د بادغيس د والي وياند محمد ميرويس ميرزکوال د دغه حقيقت د منلو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته ددې ولايت د امنيتي ځواکونو پياوړتياڅخه ډاډ ورکړ.
خو ددې ولايت يو شمېر اوسېدونکي بيا له نا امنيو څخه سر ټکوي او زياتوي ؛چې ورځ تر بلې يې امنيت خرابيږي .
د بالامرغاب ولسوالۍ يوه استوګن عبدالبصير ، چې د پوهنتون محصل هم دی پژواک ته وويل چې په سيمه کې يې وسله وال طالبان پراخه حضور لري او عامو خلکو ته هم ستونزې جوړوي.
هغه زياته کړه : ((بالامرغاب کې د حکومت واک د ولسوالۍ تربازاره محدود دی، نور په ټوله ولسوالۍ کې طالبان ښکاره حضور لري. له خلکو عشر او زکات راټولوي او چې څوک ورنه کړي، نو سخت غبرګون سره مخامخ کېږي .))
د نوموړي په وينا، د عشر او زکات د نه ورکولو له امله وسله والو طالبانو يو شمېر خلکو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.
بصير وويل  چې دغه کار له تېرو څو کلونو راهيسې روان دى، دوى څو څوارې دولت ته شکايت هم کړى، خو دولتي ځواکونو دلته کله هم چاڼيز عمليات نه دي ترسره کړي.
هغه د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې دولتي ځواکونه او طالبان دواړه پړه بولي، خو زياته ملامتيا پر وسله والو طالبانو اچوي او زياتوي چې دوى دخلکو له کورونو د سپر په توګه ګټه اخلي.
د همدغې ولسوالۍ يو تن بزګر اسمعيل د لويې لارې له نا امنيو سر ټکوي او زياتوي چې څوک په ډاډه زړه له ولسوالۍ څخه د ولايت د مرکز پر لوري سفر نه شي کولى.
نوموړي زياته کړه : ((پر لويه لاره د پوليسو پوستې د موټرو له سپرليو او هغو توکو څخه پيسې اخلي،چې خلک يې د ورځني ژوند لپاره ښار  ته وړي.))
ده د منګانو په نوم د يوې پوستې نوم ياد او زياته يې کړه چې پاټک يې اچولى او په رڼا ورځ له هرې سپرلۍ څخه ٢٠ افغانۍ راټولوي .
د هغه په وينا، د نه ورکړې په صورت کې موټر دروي او ټول مال ترې لوټوي.
د مقر ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي قومي مشر بهرام خان به د نورو نا امنيو ترڅنګ له اربکيانو ( سيمه ييزو پوليسو) شکايت وکړ .
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې دغه ځواک په دې ولسوالۍ کې ډېره بده ورځ جوړه کړې او خلکو ته يې زياتې ستونزې پيدا کړې دي.
هغه زياته کړه : (( دوى وسلې په لاس په شخصي لـباس کې ګرځي، له طالبانو سره يې توپير نه کېږي ، پر خلکو يې جزيې حواله کړې دي او عام خلک ځوروي.))
د نوموړي په وينا، په دې ولسوالۍ کې طالب او دولتي ځواکونه دواړه ټوپکمار دي او پر خلکو يې ظلمونه کړي دي.
دى وايي :(( دغه وسله وال په يوه درمند دوه ځلې عشر غواړي ، يو ځل طالب او بل ځل اربکى او دواړه د وطن دساتلو دعوه هم کوي.))
دى وايي، چې اربکيانو يې له رمې څخه تر ټولو غټ پسه له دې امله ګرځولى و، چې ګوندې مېلمانه يې راغلي دي .
د بادغيس ولايت د مرکز قلعه نو ښار يو تن اوسېدونکى شاه مير بيا  ددې ښار له امنيت څخه راضي دى او زياتوي چې پوليسو ډاډ من امنيت ټينګ کړى دى.
خو هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې له ښار څخه بهر  او د لويو لارو امنيت ښه نه دى، د نا امنيو د نورو پېښو ترڅنګ د انسان تښتونې پېښې او شوکې هم زياتې شوې دي.
ددې ولايت د مرکز او ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي له دولت څخه غوښتنه کوي،چې د سيمه ييزو پوليسو ( اربکيانو) له ظلم څخه دې دوى خلاص کړي او په دې ځواک کې دې اصلاحات راولي.
دوى دغه راز د سيمه ييزو پوليسو پر ځاى د ملي اردو ځواکونو د ځاى پر ځاى کولو غوښتنه هم کوله.
د بادغيس امنيه قوماندان مل پاسوال شرف الدين شرف د يادو موضوعاتو په اړه له پژواک اژانس سره له خبرو ډډه وکړه.
خو د والي وياند ميرويس ميرزکوال، د نا امنيو په اړه د خلکو حينې ستونزې مني، خو زياتوي چې حکومت يې د له منځه وړلو لپاره پلانونه تر لاس لاندې نيولي دي.
هغه د لويو لارو د امنيت د ټينګښت ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې له بالامرغاب څخه تر قلعه نو او بيا تر هرات ښار پورې د حلقوي سړک د جوړولو کار په چټکۍ سره روان دى او په بېلابېلو سيمو کې امنيتي پوستې ځاى پر ځاى شوې دي.
د نوموړي په وينا، د سړک له جوړېدو سره به په لاره کې امنيتي ستونزې کمې شي .
ميرزکوال وويل ، چې د بالامرغاب ولسوالۍ دامنيت لپاره يې هم د سيمې له مشرانو سره په ګډه پلان جوړ کړى دى .
هغه په جوند او مقر ولسواليو کې د وسله والو طالبانو او سيمه ييزو وسله والو له شتون څخه انکار ونه کړ، خو زياته يې کړه ، چې ډېر ژر به هلته سيمه ييز  پوليس ځاى پر ځاى شي .
 والي داهم وويل، چې د وسله والو طالبانو تحرکات سږ کال زيات شوي، خو زياته يې کړه چې دهغوى بريدونه دپخوا په پرتله کم شوي دي.
د امنيتي ځواکونو له لوري پر لويو لارو له خلکو د پيسو اخيستو او د سيمه ييزو پوليسو له خوا د ځورونو په اړه د ولايت د دفتر رييس شراف الدين مجيدي پژواک ته وويل ، چې تر اوسه په دې اړه چا ورته رسمي شکايت نه دى کړى.
خو هغه ژمنه وکړه، چې يو پلاوي ته به ددې شکايتونو دڅېړنو لپاره دنده ورکړل شي .