په تېرو لسو کلونو کې د فراه ولايت مدني بنسټونو پراختيا موندلې او دا مهال بېلابېلې فرهنګي، ټولنيزې، علمي او مدني ټولنې په دغه ولايت کې فعاليت لري.
ددغه ولايت تر ټول مهم او د پام وړ مدني بنسټونه، چې په علمي، فرهنګي او ټولنيزه برخه کې مخکښ او په بېلابېلو مسايلو باندې اغېز لري ، په لاندې ډول دي.
 ١-د افغان ښځې د ژغورنې بنسټ :
دا بنسټ په ١٣٨٤ لمريز کال په فراه ولايت کې د شرين فيضي له خوا جوړ  شوى، چې په اقتصادي، ټولنيزه او فرهنګى برخه کې فعاليت لري.
د اړيکو شمېره: ٠٧٩٩٦٠٤٤٧٧
٢-د فراه د ښوونکو ټولنه:
د فراه دښوونکو ټولنه په ١٣٨٢ لمريز کال د فريد احمد هيبت له خوا تاسيس شوې او سرپرست يې حميدالله رحماني دى. لکه څرنګه يې چې له نامه څرګندېږي، دغه ټولنه د ښوونځو له حقونو څخه د ملاتړ په موخه جوړه شوې ده.
داړيکې شېمره : ٠٧٩٩٥٧٤٥٤٦  
٣-د افغانستان د ځوانانو ملي او ټولنيز ارګان:
دغه ارګان په ١٣٨٧ لمريز کال د فريد احمد هيبت له خوا تاسيس شوى او په ټولنيزو برخو کې فعاليت لري.
د اړيکې شمېره : ٠٧٩٩٠٠٧٠١٣ 
٤-د ښځو د ذهني ودې بنسټ:
يا د شوى بنسټ په ١٣٨٦لمريز کال د زينب احمدي  له خوا رامنځته شوى، چې په علمي، فرهنګى او ټولنيزو برخو کې فعاليت لري.
د اړيکې شمېره :٠٧٩٨١٨١٠٦٣    
٥-هېواد ادبي مرکه :
دا بنسټ په ١٣٨٤ لمريز کال د عبدالرحمن ژوندي له خوا تاسيس شوى ، چې اوسمهال يې مسوول عبدلودود همت دى او په ادبي – علمي برخو کې فعاليت کوي.
د اړيکو شمېره : ٠٧٩٥٥٤٠٠٧٧ 
٦- همګان علمي، ټولنيزه او فرهنګي ټولنه :
ياده ټولنه په ١٣٨٦لمريز کال د محمدهمايون ذهين په مشرۍ جوړه شوې ، چې په ښوونيزه، فرهنګي او ټولنيزه برخه کې فعاليت لري.
د اړيکې شمېرې: ٠٧٠٣٤٠٦٤٠٠  -٠٧٩٤٣٥٥٩٧٣   
٧-پير روښان علمي او ادبي مرکز:
دا مرکز په ١٣٨٧ لمريز کال د حاجي محمد اسلم ډاډمن په مشرۍ جوړ شوى او اوسمهال يې مسووليت د لعل محمد بهاري پر غاړه دى.  ياد مرکز په بېلابېلو برخو کې فعاليت لري.
د اړيکې شمېرې: ٠٧٩٩٥٩٣٣٣٦
٨-فراه فرهنګي مرکز:
دا مرکز په ١٣٨٧ لمريز کال د ميرويس بېدل اکبري له خوا جوړ شوى، چې په روزنيزه، علمي –فرهنګي او په ځانګړي ډول د انګليسي ژبې د زده کړې په برخه کې فعاليت لري.
 د اړيکې شمېره :٠٧٩٩٥٩٧٩٨٨  
٩-توحيد علمي او فرهنګي مرکز(په فراه کې د جمعيت اصلاح نماينده ګي):
دا مرکز په ١٣٨٣ لمريز کال د محمد ابراهيم خليل له خوا جوړ شوى، چې په ديني، ټولنيزو، علمي او فرهنګي برخو کې فعاليت کوي.
د اړيکې شمېره : ٠٧٩٥٩٤١٨٧٥
١٠-د مسلمانو ځوانانو بنسټ( نجم):
ياد بنسټ په ١٣٩١لمريز کال ددغه بنسټ د ولايتي مسوول عبدالرحمن زعيم له خوا  جوړ شوى، چې په علمي، فرهنګي، روزنيزه او د ځوانانو د روزنې برخه کې فعاليت لري.
د اړيکې شمېره : ٠٧٩٩٦٠١٨٥٩
١١-د خويندو خوځښت بنسټ :
دا بنسټ په ١٣٨٧ لمريز کال د جميلې اميني له خوا په فراه ولايت کې جوړ شوى، چې د ښځو د حقوقي ملاتړ او روزنې په برخو فعاليت کوي.
د اړيکې شمېره : ٠٧٩٧٧٤٦٥١٨
 ١٢-د فراه ولايت دخبريالانو ټولنه:
ياده ټولنه په ١٣٨٨ لمريز کال د سيد احسان امين له خوا جوړه شوې او اوسمهال يې ټاکل شوى مشر عبدالرحمن ژوندى دى. دا ټولنه د روزنې او همدارنګه د ژورنالېستانو له حقونو او مطبوعاتو ازادۍ څخه د ملاتړ په برخو کې فعاليت کوي.
د اړيکې شمېره : ٠٧٩٩٥٩٠٢٨٥
١٣-زينه القران علمي او فرهنګي مرکز:
دا مرکز په ١٣٨٨ لمريز کال د عزيزاحمد طاهري له خوا په فراه ولايت کې جوړ شوى، چې په روزنيزو او فرهنګي برخو کې ملاتړ کوي.
د اړيکې شمېره : ٠٧٩٠٦٤٠٧٤٠
١٤-د بزګرانو ټولنه ( کوپرايفونه ):
 
د کروندګرو ټولنه په ١٣٦٢ لمريز کال جوړه شوې ، چې رياست يې د لعل محمد بهاري پر غاړه دى او د کروندګرو د روزنې او د ټولنې غړو کروندګرو ته د اقتصادي موسساتو د مرستې د جذب په برخه کې فعاليت کوي.
د اړيکې شمېره : ٠٧٩٩٥٩٣٣٣٦
 ١٥-فراداتا فلم او تياتر ټولنه:
دا ټولنه په ١٣٨٣ لمريز کال د محمد انور رامش له خوا جوړه شوې، چې د فلم او تياتر په برخو کې په فعاليت بوخته ده.
د اړيکې شمېره : ٠٧٩٦٣١٢٩٩١   
١٦-د ښاروالۍ علمي – تخصصي او مشورتي بورډ:
دا بورډ په ١٣٩١ لمريز کال د يو شمېر علمي او متخصصو څېرو څخه تشکيل شوى، چې د رياست چارې يې د فريد احمد هيبت پر غاړه دي او له ښاروالۍ سره د سلامشورې په ډول فعاليت کوي.
د اړيکې و شمېره: ٠٧٩٩٠٠٧٠١٣   
١٧-د فراه ښار شورا:
دا شورا په ١٣٨٧لمريز کال د ښار له فعالو سوداګرو، هټيوالو، صرافانو او ... څخه جوړه شوې ده. د فراه ښار شورا کوم مشخص رييس نه لري، خو يو مهم او اغېزناک بنسټ دى، چې ددغې ډلې خلکو له حقونو څخه د دفاع په برخه کې فعاليت کوي.
د اړيکې شمېره : ٠٧٩٩٢٤٤٢٧٨  
 يادونه: د کلو پراختيايي شوراګانې او  د ولسواليو سيمه ييزې قومي جرګې په دغه لېست کې نه شته، له بلې خوا د فراه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو عمومي مديريت له تېرو دوو کلونو راهيسې په ټولو ولسواليو کې د ځوانانو شوراګانې جوړې کړي او په نږدې ټولو کليو کې هم د ځوانانو کليوالو شورګانې فعاليت لري.
دا هم بايد هېره نه شي، چې په دې وروستيو کې له ٣٠ مدني ټولنو څخه د مدني ټولنو لومړنى اتحاد هم په فراه ولايت کې جوړ شوى دى.
د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون په فراه کې رسمي نمايندګي نه لري ؛ خو د افغانستان دمدني ټولنو او بشري حقونو شبکه له ١٣٨٥ لمريز کال راهيسې تر اوسه دخپلو افتخاري استازو او روزونکو له لارې ددغه ولايت د مدني بنسټونو لپاره د ظرفيت لوړولو پروګرامونه چمتو کوي.