کلات (پژواک ١٥ چنګاښ ٩٢): د زابل يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په ژمي کې څه نا څه امنيت ښه وي، خو هر کال د هوا په ګرمېدو سره په دغه ولايت کې نا امنۍ زور اخلي.
د دوى په خبره، که څه هم په دغه ولايت کې پر موټرسايکلونو چې د وسله والو طالبانو د تګ راتګ عمده وسيله ګڼل کېږي، بنديز لګېدلی، خو بيا هم د دغه ولايت په ځينو سيمو کې د نا امنيو پېښې رامنځ ته کېږي.
زابل د غزني، کندهار، پکتيکا او اروزګان له نا امنو ولسواليو سره ګډه پوله لري، دغه راز د دغه ولايت د شملزو ولسوالۍ له ډيورنډ کرښې سره سرحد لري او له دې لارې وسله وال مخالفين په اسانه تګ راتګ کولى شي.
د شاه جوى ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالمنان پژواک خبري اژانس ته وويل، له کله چې هوا ګرمه شوې، هره ورځ په ولسوالۍ کې امنيتي پېښې رامنځته کېږي.
هغه زياتوي، چې وسله وال مخالفين د کابل-کندهار پر لويه لاره ماينونه خښوي، غلچکي بريدونه کوي او د امنيتي ځواکونو پر پوستو توغندويي بريدونه هم ترسره کوي.
د نوموړي په وينا، د ماين په په ډېرو چاودنو او دا ډول بريدونو کې عام وګړي په نښه کېږي او مرګ ژوبله ورته اوړي.
د دغه ولايت د سيوري ولسوالۍ اوسېدونکی ګلاب خان هم وايي، چې په ولسوالۍ کې يې امنيتي پېښې زياتې شوې او ډېرى تلفات ملکيانو ته اوړي.
هغه زياته کړه، هر کال د هوا په ګرمېدو سره د نا امنيو پېښې زياتېږي خو سږ کال د جګړو د ډېرېدو يو لامل دا دی چې دولت په يو شمېر ولسواليو کې سيمه ييز پوليس فعال کړي او هغوى له طالبانو سره جګړې کوي.
نوموړی وايي، چې د دوى د ولسوالۍ په يو ځينو کليو کې سيمه ييزو پوليسو پوستې جوړې کړې چې طالبان ورباندې بريدونه کوي او يا هم يو بل ته کمينونه نيسي.
د ده په خبره، کله کله دولت پراخ عمليات هم ترسره کړي او طالبان له سيمې وشړي خو د حکومتي سرتېرو له وتلو وروسته طالبان بېرته کليو ته را وګرځي.
بلخوا د دغه ولايت له لرې پرتو ولسواليو د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته وسله وال طالبان د ولسواليو پر مرکزونو بريدونه کوي او هلته مېشت امنيتي ځواکونه ګواښي.
د نوبهار ولسوالۍ اوسېدونکی سيدمحمد وايي، چې په روان کال کې شپږ-اوه ځلې طالبانو د نوبهار ولسوالۍ پر مرکز بريدونه وکړل او څو ساعته به يې دوام درلود.
هغه وايي، په ولسوالۍ کې يې اوس يواځې افغان ځواکونه مېشت دي او بهرني ځواکونه ترې وتلي ځکه نو طالبان زړور شوي او افغان ځواکونه له هوايي ملاتړه بې برخې دي.
د ده په خبره، چې په ولسوالۍ کې مېشتو ځواکونو ته د هوا له لارې اکمالات کېږي او دوى هلته نږدې کلابند غوندي دي.
د ولسواليو ترڅنګ د ولايت د مرکز کلات ښار اوسېدونکي هم له نا امنيو شکايت کوي او له حکومتي چارواکو غواړي، چې د امنيت ټينګولو لپاره جدي اقدامات وکړي.
د مرکز کلات ښار اوسېدونکی کريم الله هم امنيتي حالاتو ته اندېښمن دی او وايي، چې د روان کال په اوږدو کې په کلات ښار کې يو شمېر ځانمرګي بريدونه او چاودنې شوې چې له امله يې خلک اندېښمن دي.
هغه وايي، پر موټرسايکلونو له بنديز سره د چريکي بريدونو مخه نيول شوې، خو ځانمرګي بريدونه او د سړک غاړې ماينونه اوس هم د خلکو ژوند ګواښي.
د کابل–کندهار لويه لاره له زابل ولايت څخه تېرېږي، د دغه لارې موټر چلوونکي او مساپر شکايت کوي، چې ډېرى مهال وسله وال طالبان لارو ته راوځي او خلکو ته ستونزې پيدا کوي، دغه راز پر لويه لاره د ماينونو چاودنو هم چلوونکي اندېښمن کړي دي.
په دې لاره د سراچې يو موټر چلوونکى حبيب الله وايي، چې د زابل په اړوند سيمو کې کله نا کله طالبان راوځي چې له امله يې سپرلۍ له ستونزو سره مخ کېږي.
هغه پژواک ته وويل: ((خطري سيمې موږ ته معلومې دي، له دغو سيمو په ډېرې تيزۍ سره تېريږو، چې کله کله د دغه ګړندي تګ له امله ترافيکي پېښې رامنځته کېږي.))
بلخوا د دغه ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې په روان کال کې يې وسله وال مخالفين سخت ځپلي او د امنيت په راوستلو کې تر ډېره بريده بريالي شوي دي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېونی وايي، چې د تېر کال په نسبت په زابل کې امنيتي وضعيت ښه شوی دی.
نوموړي له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل، په روان کال کې توانېدلى چې په دغه ولايت کې د ترور او ګڼ شمېرو نورو ناوړو پيښو مخه ونيسي.
هغه زياتوي، ځينو هغو ولسواليو ته چې پخوا به ورته يواځې د هوا له لارې اکمالات کېدل. اوس يې لويې لارې پرانيستل شوې او افغان ځواکونه ورته د ځمکې له لارې اکمالات رسوي.
روغ لېونى مني چې کله ناکله په زابل کې وسله وال بريدونه او د ماينونو چاودنې کېږي او زياتوي چې افغان ځواکونه يې د مخنيوي لپاره خپلې هڅې کوي .
هغه زياته کړه، چې په روان لمريز کال کې له امنيتي ځواکونو سره د خلکو د همکارۍ زياتېدا او د دغو ځواکونو په خپل منځ کې همغږي، هغه لاملونه دي چې افغان ځواکونه يې پياوړي کړي دي.
امنيه قوماندان وايي، د زابل په ځينو ولسواليو کې د دوى چاڼيز عمليات په دوام داره توګه روان دي او وسله والو طالبانو ته يې په کې ډېره مرګ ژوبله اړولې ده.
نسيم هوتک